کندهار افغانستاند افغانستان په دريو سويلي ولايتونو کي د نړيوالو ځواکونو قومانداني نن د يو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کي له تورن جنرال رابرټ ابرمز څخه و تورن جنرال پاول لکېمره ته وسپارله سوه.

جنرال ابرمز پوره يو کال وړاندي په جنوب کي د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو قومانده پر غاړه واخسته چي پرمهال يې د حوزې په کچه ٥٤ تنه نړيوال سرتيري ووژل سول او ٣٣٦ نور زخميان سول.

د هغه د قومندانۍ پرمهال ٣،٦ ميليونه ډالر د پرمختيايي کارونو او پروژو د ترسره کولو لپاره ولګېدې چي په وينا يې د خلکو په ژوند کي يې تر ډېره حده يو مثبت تغير رامنځ ته کړى.

د ښاغلي ابرمز تر قومانده لاندي د نړيوالو ځواکونو په عملياتو کي تېر يو کال سلګونه طالب جنګيالي وژل سوي او په لسهاوو ټيټ پوړي او لوړپوړي قومندانان يې نيول سوي دي.

د قومندانانو د تبديلى لپاره نن د کندهار د نظامي هوايي ډګر دننه د ايساف ځواکونو په قومندانۍ کي ځانګړي مراسم جوړ سوي وه چي پکښي د ايساف عمومي قومندان جنرال ډانفورډ، د ايساف د ګډي قومندانۍ قومندان ډګر جنرال مارک ميلي، په افغانستان کي د امريکا سفير جېمز کننګهم، کندهار والي او نورو نظامي او ملکي مسؤلينو برخه اخستې وه.

په افغانستان کي د ايساف ځواکونو د ګډي قومندانۍ قومندان ډګر جنرال مارک ميلي وويل چي تېر يو کال په سهيل کي د جنرال ابرمز په مشرۍ ايساف ځواکونو د خپلو افغاني همکارانو سره په ګډه د وسلوالو طالبانو زور اوبه کړى چي په نتيجه کي يې حالاتو مثبت لوري ته تغير کړى دى.

نوموړي زياته کړه چي د ايساف ځواکونو سره په څنګ کي د افغان ملي امنيتي ځواکونو وړتياوي هم زياتي سوي او ددې جوګه دي چي په يوازي سر خپلي سيمي له وسلوالو مخالفينو پاکي کړي.

ډګر جنرال ميلي يادونه وکړه چي د افغان ځواکونو د پياوړي کېدو سره نور وسلوالو طالبآن ددې توان نه لري چي افغانان په وېره کي واچوي او د هغوى ژوند يو ځل بيا تورو تيارو ته ټېل وهي.

هغه وويل چي نور د افغان ځواکونه د امتحان او ازمودې وخت پاى ته رسېدلى ځکه په خبره يې چي دوى په ډېره توګه سره وتوانېدل څو په مسلسله توګه د وسلوالو مخالفينو لوى لوى بريدونه وننګوي او خپلي سيمي په خپله خوندي کړي.

له ايساف ځواکونو سره دګډ کار او د هغوى له تعليمي بخشونو سره د ګډو تمريناتو په اړه، په جنوب کي د ملي پوځ د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان تورن جنرال عبدالحميد وويل چي د ګډو هڅو په پايله کي توانېدلي څو هم د مخالفينو د حملو او تبليغاتو مخه ونيسي او هم په دوامداره توګه د خپلو سرتيرو وړتياوي زياتي کړي.

هغه يادونه وکړه چي سرتيرو يې په دوامداره توګه له خپلو نړيوالو متحدينو او همکارانو سره يو ځاى د مخالفينو د پر شا کولو او له هغوى څخه د سيمو د ساتني په برخه کي يو عالم لاسته راوړني درلودې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *