تاند- وسله والو طالبانو نن پر کندوز له حملې سره په یو وخت په جوزجان او کابل کې چاودنې وکړې او لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبلې واړولې.

د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالي کې د طالبانو په بمي حمله کې لږترلږه ۶ تنه وژل شوي او تر ۸۰ ډېر نور ملکیان ژوبل شوي دي.

تراوسه لا څرګنده نه ده چې دا چاودنه د انتحاري حملې وه او که د اېښودل شوي بم.

په کابل ښار کې د نن سهار په چاودنه کې لږترلږه ۱ تن وژل شوی او ۲ نور ېژوبل دي.

شاهدان وايي چې دا چاودنه د ښار په لسمه ناحیه کې وشوه.

له دې جلا په هلمند ولایت کې طالبانو د ناوې ولسوالي نیولې او د دې ولسوالۍ د نیولو په جګړه کې یې د ناوې امنیه قواندان احمدشاه سالم زویوژلی دی.

پخوا هم د لنډې مودې لپاره طالبانو ناوه ولسوالي نیولې وه.

د کندوز ښار لږترلږه په ۵ برخو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

راپورونه وايي چې حاضردمه طالبانو زاخېل، سې درک، چهل دختران، کوټه ګرد او قهوه خانه کې مورچې نیولي او د افغانستان هوايي ځواک په زاخېلو کې د طالبانو پر ضد بمبارۍ کړي دي خو تردې دمه د مرګ ژوبلو په اړه هیڅ دقیق راپور نشته.

له ګاونډیو ولایتونو او شېرخان بندر سره د کندوز لارې د وسله والو طالبانو له لوري بندې کړای شوي دي.

د کندوز د ولایتي شورا ځیني غړي او اوسېدونکي اندېښنه لري چې که امنیتي ځواکونه د نن ورځې په اوږدو کې طالبان له یادو سیمو ونه باسي، ممکن طالبان، چې په یوه شپه کې د ښار داخل ته ننوتل، راتلونکې شپه ټول ښار ونیسي.

خو د کندوز امنیتي چارواکي وايي چې د طالبانو د پرمختګ مخه یې نیولې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *