تاند- د داعش یا اسلامي دولت وسله والې ډلې په جوزجان کې د طالبانو یو قوماندان وژلی او یو شمېر نور طالبان یې ژوندي نیولي دي.
د جوزجان والي وايي چې دا پېښه د دغه ولایت په درزاب ولسوالي کې د دواړو ډلو ترمنځ د نښتې په نتیجه کې شوې ده.
د جوزجان د والي ویندوی محمد رضا غفوري وویل چې تېره شپه د اسلامي دولت ډلې د طالبانو پر مورچو برید وکړ چې په پای کې یې د طالبانو یو قوماندان (الله داد قصاب) ووژل شو.
ده همداراز وویل چې د داعش غړیو ۹ تنه وسله وال طالبان ژوندي ونیول او له ځان سره یې نامعلوم لور ته بېول.
وسله والو طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې پخوا په ننګرهار کې د دواړو خواوو ترمنځ خونړۍ نښتې شوي خو په شمال کې تر دې وړاندې د طالبانو او داعش د جنګ په اړه کوم راپور نه و ورکړای شوی.
د جوزجان چارواکو نه دي ویلي چې داعش په دغه ولایت کې له کله فعالیت پیل کړی او یا یې حضور تر څه حده پراخ دی.