تاند- د جوزجان ولایت په اقچې ولسوالۍ کې یوه ملا، چې تعویذونه به یې لیکل، د بېوزلۍ او نېستۍ له لاسه ځان وواژه.
دغه ملا، چې اکبر نومېده او د اقچې په تبي کلي کې اوسېده، د سې شنبې په شپه وروسته له دې ځان وواژه چې د اقتصادي ستونرو پر سر یې د خپل کور له غړیو سره جنجال وکړ.
ده په خپله خونه کې ځان په توپک ویشتلی دی.
ملا اکبر له ډېرو مودو راهیسي خلکو ته تعویذونه لیکل خو د تعویذونو په وړاندې یې دومره پیسې نه شوای ترلاسه کولی چې د کورنۍ غړي پرې وساتي.
د اقچې ولسوال رحمت الله حشر وايي چې اقتصادي ستونزې سبب شوې چې ملا اکبر له ژونده لاس واخلي.
دا لومړی ځل دی چې په جوزجان ولایت کې یو ملا د بېوزلۍ له کبله ځان وژني خو ده یوازې ځان وژلی او نورو ته یې تاوان نه دی اړولی.