تاند- په جوزجان کې یوه ځوان خپل پلار په دې تور وواژه چې د ده په وینا پر خپلو دوو لوڼو یې جنسي تېری کاوه.

د جوزجان امنیه قوماندانۍ نن /سې شنبه/ تایید کړه چې یوه ۲۰ کلن ځوان ورته ټېلفون کړی او ویلي یې دي چې په شبرغان ښار کې یې خپل پلار په تېشې په دې خاطر وواژه چې د ده پر دوو خویندو یې جنسي تېری کاوه.

د جوزجان امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني وویل، قانل پولیسو ته د خپل پلار پر وژلو اعتراف وکړ، ویې ویل چې هغه یې په تېشې وهلی او وژلی دی.

هلک پولیسو ته همداراز ویلي چې د دوشنبې په ورځ کله چې کور ته ننوت، مشرې خور ورته وویل چې پلار پرې تجاوز وکړ، کشرې خور یې هم ورته وویل چې د پلار له لوري پرې تجاوز شوی دی.

پولیس د قضیې په اړه تحقیقاتو ته دوام ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *