تاند- د لوګر ولایت والي ارسلاجمال نن په جومات کې د ځای پرځای شوي بم په چاودنه کې په داسي حال کې ووژل شو چې د اختر په مناسبت یې خبرې کولې.

په چاودنه کې، چې د لوګر د مرکز پل علم په جامع جومات کې دننه وشوه، د والي ارسلا جمال د وژل کېدو تر څنګ لږترلږه ۱۵ نور ژوبل شوي دي.

د والي د ویندوی دین محمد دروېش په وینا لږ تر لږه ۸ ټپیان مرګي حاله دي.

اووه څلوېښت کلن ارسلاجمال په ۲۰۰۹ کال د ولسمشر کرزي د انتخاباتي کمپاین د ټیم کلک ملګری و. ده د خوست د والي په توګه هم دنده اجرا کړې ده.

ارسلاح جمال د سږ کال په اپریل میاشت کې د لوګر والي وټاکل شو.

تر دې مخکې هم پر ده د ځانوژونکو او بمي چاودنو په شمول څو مرګونې حملې شوې وې .

د ارسلا جمال د وژلو مسوولیت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخیستی خو چارواکي وايي چې په جوماتونو کې حملې له طالبانو پرته بل څوک نه کوي.

د لوګر د پولیسو امر رييس خان عبدالرحیمزي وویل:«چاودنه داسي وخت په جومات کې دننه وشوه چې ښاغلي جمال د اختر لمونځ کوونکو ته وینا کوله. داسي ښکاري چې بم په میکروفون کې دننه اېښودل شوی و.»

د لوګر د ولایتي شورا رييس ډاکتر عبدالولي وکیل د ارسلاجمال د ترور په اړه وویل:«دا کار د اسلام او افغانستان دښمنانو کړی دی، چا چې دا غیرانساني کار کړی نه غواړي چې افغانان په سوله کې ژوند وکړي.»

11 thoughts on “په جومات کې چاودنې د لوګر والي وواژه”
  1. خدايه زموز نااهله فوليسو ته انصاف وركري خو فكر نكوم جه دوي اصلاح شي زكه فه ديرو امنيتي فيشو كي دوي ملامت دي خو خير الله به خير كري زه وايم هيس مشكل نشته خداي ج به داورزي تيري كري

  2. د افغانستان اسلامي جمهوريت

    د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره

    د پکتيکا ولايت مقام د رسنيو دفتر

    خبرپاڼه

    د لوګر والي شهيد ارسلا جمال د شهادت په اړه د پکتيکا والي ښاغلي محب الله صميم د خواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام!

    ۱۳۹۲کال د تلې ۲۳ مه نېټه

    په ډيرې ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د سولې او ثبات دښمنانو د لوګر والي ښاغلی ارسلا جمال هغه مهال په يوه ترورستي بريد کې په شهادت ورساوه، چې نن سهار يې د لوی اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته د لوګر ولايت مرکز د پل عالم په جامع جومات کې لوګريانو ته وينا کوله

    انالله و انا اليه راجعون.

    شهيد ارسلا جمال له نن څخه پوره اته څلوېښت کاله وړاندې د پکتيکا ولايت په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د فاني نړۍ ته سترګې غړولي وې، ارواښاد ارسلا جمال خپلې لوړې زده کړې د ماليزيا په هېواد کې ترسره کړي وې او دوه کاله د خوست ولايت د والي په توګه هم پاتې شوی وو. ارواښاد ارسلا جمال نږدې اته مياشتې وړاندې د ولسمشر لخوا د لوګر ولايت لپاره د نوي والي په توګه وټاکل شو.

    ارواښاد ارسلا جمال په هېواد مين او يو خدمتګار شخص وو، د نوموړي شهادت نه يوازې پکتيکاوالو او لوګريانو ته، بلکې ټولو هېوادوالو ته يوه ستره او نه جبرانېدونکي ضايعه ده، زه د پکتيکا د والي په توګه د ارواښاد ارسلا جمال د شهادت له امله د هېواد ولسمشر جلاالتماب حامد کرزي، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشرتابه، د لوګر او پکتيکا ولايتونو مجاهد ولس او ټولو هېوادوالو ته د خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوم، ارواښاد ته د لوی خدای ج څخه د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه کوم

    روح دې يې تل ښاد وي

    محب الله صميم

    د پکتيکا والي

  3. ( خبرپاڼه )
    دلوګروالی ارسلا جمال په شهادت دزابل والی الحاج محمداشرف ناصری دژوری خوابدی پیغام

    سی شنبی دتلی ۲۳دلوی اخترلومړی ورځ ۱۳۹۲

    زابل-افغانستان/په ډير ژورخفګان اوخواشینی می خبرترلاسه کړ چی نن سهاردمسلمانانو دلوی اختردلمانځه پرمهال کله چی دلوګروالی ارسلا جمال دپل علم ښارپه عید ګاه جومات کی دنورو مسلمانانو سره یوځای غوښتل چی دلوی اختردوه رکعته واجب لمونځ ادا کړی دهیواد دقسم خوړلو دښمنانو لخوا په جومات کی دننه دیوتروریستی برید ښکار اووروسته په شهادت ورسید.انالله واناالیه راجعون ط
    ددی خبرپه اوریدو دخپل متدین اومسلمان ووررپه مظلومانه شهادت سخت خوابدی شوی یم شهید ته فردوس جنت اوکورنی دوستانو په ځانګړیتوګه دافغانستان داسلامی جمهوریت ریس جلالتماب حامدکرزی دحکومت ټولو مسولینودپارلمان غړیودقضایه قوی مشرتابه اوغړیواودسیمه ایزوارګانونودخپلواکی اداری دریس عبدالخالق فراهی صاحب اودهیواد ټولووالیصاحبانوته ددی غملړلی اوویرجنی پیښی په اړه تسلیت وایم.
    شهید ارسلاجمال چی له دی مخکی دخوست والی هم پاتی شوی ؤ دهیواد دریښتینی بچیانو دجملی څخه ؤ چی په خوست کی یی خوستیانو ته ډيردیادولو وړخدمات ترسره کړی و، اوپه دالنډ وخت کی چی په لوګرکی دوالی په توګه ددندی څخه یی لا اته میاشتی نه تیریږی دهیواد دترقی پرمختګ،امنیت اودسولی ددښمنانو لخوا دلوی اختر په لومړی ورځ دشهادت لوړمقام ته ورسید، مونږ پدی باور اوپوره عقیده لرو چی یوه ورځ به بلاخره هرمسلمان دمرګ مزه څکې ولی دجمال صیب په څيربه دډيرو کمو مسلمانانو داسی دافتخارمرګ په نصیب کیږی روح دی شاد اویاد دی تل پاتی وی.#

  4. د تلې ۲۳مه- کابل
    په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم، چې د هیواد دښمنانو د لوی اختر په مبارکه ورځ د هیواد پیاوړی شخصیت، د ولس ستر غمخور او د لوګر والي ښاغلی ارسلا جمال د یوه ناروا او ډارن برید په ترڅ کې په شهادت ورساوه.

    د ښاغلي جمال شهادت د ټول افغان ولس ترڅنګ زه هم وځورولم او د زړه له کومې یې خواشینی کړم. دې برید موږ ته یوځل بیا څرګنده کړه، چې زموږ د هیواد د پرمختګ او ترقۍ دښمنان نه زموږ د خوښیو او دیني ورځو پروا کوي او نه هم د مسجد او داسې نورو مقدسو ځایونو.

    خدای بښلی ارسلا جمال د افغانستان د پرمختګ او ودانۍ د هغه کاروان غړی و، چې په ډېر پاک نیت زموږ د مورنۍ خاورې د ودانولو او پرمخ بېولو نیت لري.

    د لوګر والي ددې کاروان د يوه ریښتیني غړي په توګه خپل وروستي او له افتخاره ډک هدف ته چې شهادت دی ورسېد، موږ هم د خپل ګران هیواد افغانستان د ابادۍ، پرمختګ او سولې د ارمانجنو کسانو په توګه له لوی خدایه د همداسې یوه متبرک مقام هیله لرو.

    شهادت هغه مقام دی، چې خدای پاک یې پر هرچا نه لوروي، یوازې د الله متعهد او سپېڅلي بنده ګان ددې مقام وړتیا لري او یوازې دوی دي چې خدای دا لورینه ورباندې کړې ده.

    له لوی خدای ج څخه غواړم، چې د ده شهادت قبول او دښمنان یې د تل لپاره مخ توري کړي.

    درنښت

    فاروق وردګ
    د پوهنې وزیر

  5. پيغام

    نېټه: ٢٤،٠٧،١٣٩٢

    کندهار افغانستان- په ډېر غم او خفګان سره مي خبر تر لاسه کړى، چي د افغانستان قسم خوړلو دښمنانو نن يو ځل بيا د ټولو مقدساتو او اسلامي اوامرو خلاف په خپل يوه بل عمل کي زموږ ګڼ شمېر هيوادوال د غم پر ټغر کښېنول.

    دې تورمخو او بدرنګو خلکو نن سهار د لوى اختر په نېکه او مبارکه ورځ باندي د پل عالم په عيدګاه جمات کي د يوه ترورستي بريد په نتيجه کي ددې خاوري اصيل بچى او رښتنى خدمتګار ارسلا جمال په شهادت ورسوى (انا لله و انا اليه راجعون).

    کندهار ولايت مقام او ددې ولايت ټول ولسونه او پرګنې ياده پېښه په کلکه غندي، شهيدانو ته له الهى درباره فردوس جنت او زخميانو ته د عاجلي شفا غوښتنه کوي.

    د افغانستان د خلکو دښمنانو په ننۍ ترورستي حملې سره نه يوازي ددغه ملت سره خپله دښمني په ډاګه کړه، بلکه مقدسو اماکينو او له تبرک څخه ډکو اسلامي ورځو ته يې هم د خپلي بې حرمتۍ او بې احترامۍ مثال قايم کړى.

    د سولي او افغان ملت دښمنان دي په دې پوه وي، چي دغه خاوره خورا نور زړه ور، پر خلکو او وطن مين، اتل او باتور بچيان لري، چي دغه ډول بريدونه او حملې به يې نه يوازي پر شا نکړي، بلکه له خلکو سره مينه او د خدمت جذبه به يې نوره هم قوي او غښتلې کړي.

    زموږ د خلکو لوړي ارادې، پاکي هيلي او سپېڅلي ارمانونه به حتماً سرته رسيږي او د ننۍ پيښي ترڅنګ د نورو ورته پيښو د شهيدانو ويني به رنګ راوړي او دغه هيواد به د سولي او امن کور ګرځي.

    نور ددې وخت راغلى، چي د افغانستان ټول قومونه او قبيلې د يووالي او اتحاد لپاره لاسونه سره ورکړي او خپل ګډ دښمن په ګډه له منځه يوسي، څو نوري دغه ډول غمجني پيښي زموږ خوښۍ په خفګانونو بدلي نه کړي.

    الله دي د ننۍ پيښي قربانيانو ته اجرونه ورکړي او ددې خاوري دښمنان دي نيست او نابود کړي.

  6. رشتیاهم چی دانسانیت خلاف کارونه موپه گران وطن کی روان دی سوک په یوسوک په بل نوم وژل کیژوخوترسوچی هرشخص زان ونه پیژنی همدابه موحال وی .الله(ج)دپه دبی غم خوره افغانانورحم وکری چاته وژاروچاته خپل غم ووایو .دروانی درامی پوشتنه دچانه وکروچی پرپوه شو.سه راباندی تیرشول سه راسره کیژی اوس هم خپل زان نه پیژنو.

  7. د ژورې خواشينې، ډاډګېرنې او غندنې اعلاميه
    په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد يو تن پياوړى مسلمان، ايماندار، مجاهد ، اهل کار شخصيت او په لوګر ولايت کې دافغانستان د اسلامي جمهوري دولت فعال او هڅاند والي ښاغلى ارسلاجمال د نېکمرغه لوى اختر په مبارکه ورځ د بې رحمه ترورېستانو له لوري د ماين چاودنې په ترڅ کې هغه مهال په شهادت ورسول شو، چې نوموړي په لوګر ولايت کې د اختر د لمانځه د ادا کولو پرمهال خپلو خلکو ته د همدې نېکمرغه ورځې په تړاو مبارکي وايله . انالله وانا اليه راجعون .
    شهيد ارسلاجمال پخپله خاوره ، اسلام، ملي ګټو او دخپل ولس لپاره په سوله او ثبات مين شخصيت وو، چې د همدې سپېڅلي او ملي ارمان د سرته رسولو لپاره يې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په چوکاټ کې په بېلابېلو لوړو پوستونو کار کړى او پدغه لاره کې يې دخپل هېواد او ولس لپاره ډېر خدمتونه کړيدي، چې موږ او همداشان د افغانستان مسلمان ملت ته د ستايلو او منلو وړ دي.
    د افغانستان د ولس، خاورې، پرمختګ ، سولې، ثبات او ترقۍ دښمن هېڅکله نشي زغملى، چې زموږ په جنګ ځپلي هېواد کې سوله او ثبات ټينګښت ومومي او ځورېدلي افغانان دې د بيارغونې او رغونې له نعمت څخه برخمن شي.په همدې خاطر يې خپلو شومو ، کرغېړنو، تروريستي، غيراسلامي او د بشريت ضد کړنو ته د ماينونو، ځانمرګو بريدونو او نورو ناروا لارو ادامه ورکړي، هغه څوک چې هېواد او هېوادوالو ته په ايماندارۍ او صداقت سره دنده اجرا کوي، هغوى له بېلابېلو لارو ټارګېټ او په شهادت يې رسوي. خو دغه قسم خوړلى دښمن بايد پدې پوى شي، چې افغانانو د غوره او سالم ژوند د پرمختګ په موخه خپل مسير په خپله ټاکلى، هېڅکله به د څو تنو کدرونو ، شخصيتونو، چاروکو، علمااکرامو، قومي مخورو مشرانو، سرتېرو او مامورينو په شهادت سره د پرمختګ له روان بهير څخه راونه ګرځي، بلکې افغانان به په ډېرې افغاني مېړانې سره به ټاکل شوي پاکې او سپېڅلي موخې ته ځانونه رسوي، دا هېواد او درانه هېوادوال به د هرچا سره د سيالۍ جوګه ګرځوي.
    زه دخوست د ولايتي ادارې د ملکي او نظامي ارګانونو، ولايتي شورا، سولې ولايتي کمېټې،علماوو شورا ، مدني او کلتوري ټولنو او ددغه ولايت د ټولو شريفو ولسونو په استازيتوب په شهيد ارسلاجمال تروريستي ، غيراسلامي او بې رحمانه بريد په سختو ټکو سره غندم،لوى خداى ج ته دعا کوم، چې شهيد ته جنت الفردوس، کورنيو، خپلوانو ، دوستانو او همداشان د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ولسمشر جلالتماب ښاغلي حامدکرزي ته د تسليت او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوم.
    په درنښت
    عبدالجبارنعيمي
    دخوست والي
    د نېکمرغه لوى اختر لومړئ ورځ

  8. زرداد شینواری
    د نورستاني والي تمیم نورستاني یادي څرګندوني وروسته له هغه په یوه خبری ناسته کي وکړي چي د لوي اختر د لمونځ کولو پرمهال د لوګر والي ارسلا جمال د ځاي پر ځاي شوي ماین په چاودنه کي ووژل شو او ګڼ ولسي وګړي ژوبل شول
    تمیم نورستاني یاد کار د افغان افغانستان او د اسلام د دښمنانو کار وباله
    نوموړي زیاتوي چي مسجد د الله پاک کور دي او دا کور د هرچا لپاره د امن کور دي او دا عمل د الله پاک سره ستره دښمني ښايي
    نوموړي پر وسلوالو مخالفینو عږ وکړ چي نور دی د بهرنیو هیوادونو د سیاسي موخو لپاره افغانان نه قتلوي
    د یادولو وړ ده چي له دي وړاندي هم په ډیرو مسجدونونو کي ورته چاودني شوي چي پړه يي هم یو شمیر معلومو ډلو پر غاړه اخیسته وه

  9. الله تعالی دې ورته مغفرت وکړي او د کورنۍ پاتې خلکو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوم.

  10. كه چاوديدونكي مواد په ميكروفون كي ايشودل شوي وي بايد دا كار حتمآ دمسجد دمسوولينو په مشوره شوي وي او بايد دمسجد دمسوولينو چخه تحقيقات وشى او مسؤول كس ته سخت سزا ورمزا شي

  11. الله ج شهید ارسلا جمال ته د فردوس جنت نصیب او د هغوی خپلوانو او دوستانو ته د زړه صبر ورکړی،
    تروریستانو ، د افغانستان او اسلام دښمنانو په دی کار سره وښوده چی دوی نه له اسلام سره مینه لری او نه له افغانستان او انسانیت سره
    دښمن غواړی په دی مذبوحانه عمل سره زمونږ هیواد وال او مشران وډارکړی . خو ډار یواځی له الله تعالی ج نه په کار دی. حب الوطن من الایمان.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *