تاند- د غزني ولایت په یوه جومات کې ۱۱ وسله وال طالبان د خپل بم په چاودنه کې ووژل شول.

په غزني کې افغان پوځي او ملکي چارواکي وايي چې چاودنه د اندړ ولسوالي په اسماعیل کابلي جومات کې دننه وشوه.

۲۰۳ تندر قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې چاودنه کې ۱۱ طالبان ځای په ځای وژل شوي دي.

د غزني ملکي چارواکو هم پېښه تایید کړې ده.

پرون د خوست ولایت په یوه جومات کې په انتحاري حمله کې نژدې ۲۰ تنه شهیدان او په لسګونو نور ژوبل شول.

چارواکو ویلي چې دا برید طالبانو کړی دی.

۲۰۳ تندر قول اردو ویلي چې په غزني او لوګر ولایتونو کې یې ۲۴ بمونه او ناچاودلې وسیلې شنډې کړي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

له بلې خوا یو انتحاري نن /دوشنبه/ په کابل کې مخکې تر دې وویشتل شو چې ځان هدف ته ورسوي.

د کابل د پولیسو ویندوی حشمت الله ستانکزي رسنیو ته وویل، دغه انتحاري غوښتل چې تر غرمې مخکې په ۱۱ بجې د شهرنو په پارک کې د وینې د عطیه کولو د خیمې ترڅنګ ځان والوزوي خو امنیتي ځواکونو پرې وار مخکې کړ.

One thought on “په جومات کې چاودنې ۱۱ طالبان ووژل”
  1. همدا جومات وشرمولی ټولی یواری لواطت پکښی وکړی بیا خلک وژنی که د الله رضا وه همدا د خدای کور به مو شرموی طالبانو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *