ډاکتره فهيمه عليزۍ –

په ټوله نړۍ کې هېڅ امن نشته او هغه وخت چې کله د امن او سولې په نوم کومه خبره کېږي، هغې ته پوهان د جګړې ترمنځ دمه وايي، چې د بلې لپاره پکې تابيا کېږي، خو په افغانستان کې بيا وقفه هم نه ده پکې راغلې، يو مخ جګړه ده، يو مخ وژنې دي، ددې خاورې انسانان د مرګ په يوه ناپايه جزيره کې ژوند کوي.

په افغانستان کې چې کله ماشوم وزيږيږي، نو په خوښۍ يې د ټوپکو ججورې خالي کېږي، چې هلک په ښي او چپ لاس پوه شي، نو بايد د انسان د وينو، غوښو، باروتو له بوی، د ميندو له ژړاګانو او د خلکو له کړولو سره پوره بلد تيا ولري، چې زلمی شي، نو بايد بدي وپاللی شي، چې رالوی شي، نو بايد ماشينه وچلولای شي او په ټوله کې د عاطفې او رحم په نوم په خپل وجود او دماغ کې څه ونلري، هومره بې رحمه انسان ترې جوړ شي، چې يو وخت د جنګ قهرمان او د وژنو اتل معرفي شي.

په افغانستان کې له پېړيو پېړيو نسلونه له کتاب، قلم، مينې او عاطفې لرې ساتل شوي دي. چېرته چې کوم ماشوم د مور او پلار له مينې، شفقت او سيوري بې برخې را لوی شي، نو خود به د بل له وژلو او ځورولو خوند اخلي، خود به خپله چاړه د بل په وينو ککړه ښه ور برېښي، خود به د نفرتونو د خورولو لوی اتل وي.

د دې خاورې يو نسل په جګړه کې رالوی شوی، داسې يو رهبر يې تر مخ دی، چې د انسانيت په نوم يې له ذهنونو هرڅه پاکوي، داسې يې روزي، چې خپل ټول اهداف پرې تر لاسه کړي او خپلې ټولې ګټې پرې خوندي کړي. دلته ښه رهبر هغه دی، چې ډېر انسانان يې په حکم تر تېغ تېر شوي وي، ډېر چپاول يې کړی وي او ډېرې مېنې يې ورانې کړې وي. دلته د ژوند ښه شپه هغه ده، چې په ګاونډ کې دې لا اقل څلور کورنۍ د وير په ټغر ناستې وي.

يو وخت د وردګو ولايت مرکز ميدان ښار ته لاړم، له يوې بوډۍ سره مخ شوم، چې په دواړو سترګو ړنده وه، ويل يې يو زوی يې د ملي پوځ سرتېری و، د ماين په چاودنه کې شهيد شو، بل زوی يې د حزب اسلامي غړی و، له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو. بوډۍ ويل، خاوند يې د کورنيو جګړو پرمهال وژل شوی، خو اوس پنځه يتيمان او دوه کونډې ورپاتې دي.

دې ويل، کله چې واورم، بيا جنګ دی، نو وايم بيا به کومه يوه زما په سرنوشت اخته شوې وي او بيا به کومه مور خپلې سترګې له لاسه ورکوي.

دا يې يوه بېلګه وه، موږ په هر کور کې يوه داسې په سترګو ټپه مور لرو، بې شمېره داسې کونډې او يتيمان لرو، چې جګړو ترې هرڅه اخستي دي.

موږ د جګړې بچي او خاشاک يو، چې جګړه راباندې ګرمه ساتل شوې. دلته چې جنګ ونه شي، انسان مړنشي، ميندې بورې اولادونه يتيمان نشي، له ژوند خوند نه اخستل کېږي، خو دا ټول په مشخصو او هغو بې ضميره انسانانو پورې تړلي دي، چې په دې دنيا يې مړښت نشته.

برني الکستون وایي، هر اور وژونکی چې سهار له خوبه راپاڅي، له ځان سره همدا وایي، چې نن به د یو چا د نجات سبب ګرځي او حد اقل د یو ځای اور خو به وژني.
خو د دې قضیې عکس به بیا دا وي، هر اور بلونکی چې سهار له خوبه راپاڅي له ځان سره به همدا وایي، چې نن به بیا څوک په اور سوځوم او حد اقل یو ځای ته خو به اور اچوم.

حکايت دی، چې له سقراط نه چا پوښتنه وکړه، جنګ څه ته وايي. هغه ورته ځواب کې وويل، جنګ ياني هغه حالت چې سپين ږيري د ځوانانو جنازې تر قبرونو وړي. انسان له سره بيا تر نن پورې له يو بل سره په جنګ کې ښکېل پاتې شوى او همدا انسان بيا په جګړه کې خپله خوشحالي او ګټه لټوي.

په تېرو ۱۴ کلونو کې هم دا ولس له جګړې په ارام نشو، په سر يې بلا سوداګرۍ وشوې او ځينو دلالانو د ځانونو لپاره د موقفونو د تر لاسه کولو په موخه زلمي وکارول، خپل اهداف يې پرې تر لاسه کړل.

تر هغه به دا نسلونه همداسې د جګړې خاشاک وي، چې د ويښولو لپاره يې ريښتینې تابيا ونشي او په ريښتيني ډول يې له ذهنونو د جنګ کلمه پاکه نشي او د هغو فرعونانو له منګلو خلاص نشي، چې برمته کړي يې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *