څېړنه اوسپړنه: رحـت الله حــکیمـــي

سریزه:

عرفاني ادبیات هغه اغېزمنې لیکنۍ او ګړنۍ ویناوې دي ، چې خدای (ج) پېژندنې ته خلک رابولي، دغه ادبیات دهنر په پیمانه کې دخدای مینه انسان ته ورکوي ، داچې دپښتنو له خټې څخه داسلام مبارک دین وږمې خپریږي او داسلامي عرفان روح هم اسلام دی ؛ نو پښتانه لوستوال داسلام مقدس دین له مخې عرفاني ادب دخدای (ج) دقرب وسیله ګڼي، له ښه مرغه همدې ته په پام د درانه استاد پوهاند احمدشاه زغم لخوا راته ( په حمدیه اشعاروکې عرفاني افکار) ترسرلیک لاندې دسیمنار موضوع راکړل شوه دلته غواړم چې په حمدیه کلامونو کې عرفاني څرکونه په تحلیلي توګه وسپړم  ، داچې پښتني ادب په تیره بیادهغه لرغونې دوره دعرفاني خوبیو څخه ډېړه برخمنه ده او تر معاصرې دورې پورې په ادبیاتو کې داروح لا پسې روان دی،دحمد له نامه څخه جوتیږي چې دالله (ج) ستاینه په کې شوي وي طبعي ده ، چې دشعر دغه ډول عرفاني خواږه لري موضوع ډېره لویه دلته  غواړم په لنډ ډول دهغه اشعارو ته کتنه وکړم چې دالله (ج)  ستاینه په کې شوې وي ، لومړی موضوع له عرفان او حمد پېژندنې پیل شوې ورپسې په لرغونې ، منځنۍ او معاصره دوره کې دځینو شاعرانو دحمدیه کلامونو بېلګې له تحلیلي کتنې سره مشت نمونه خروار په ډول  راوړل شوي داپه کې روښانه شوي چې نوموړي کلامونه عرفاني خواږه په کومه پیمانه لري ، د درانه استاد پوهاند احمد شاه زغم نه په مننې چې زموږ په زړونو کې دعرفان او خدای پېژندنې نیالګي کیښنوي او دموضوع په تخنیکي او محتوایي برخه کې راڅخه خپلې مشورې نه سپموي   .

په ادب

حکیمی

عرفان

دعرفان کلمه په عربي ژبه کې دپېژندنې معنی ورکوي او داصطلاح له مخې خدای (ج) پېژندنې ته وایي ، چې داپېژندنه دمسلمان په روح ، زړه او دچارو په سپېڅلتیاترسره کیږي  نه په منطق او استدلال .یا عرفان هغه لاره ده، چې اهل الله یې دخدای پېژندنې او قرب لپاره خوښوي.

دتصوف له پیله دعرفاني اشعارو اړتیا پیداشوه چې استعاري شکل یې درلود، عارفان (حال ) ته درسیدلو لپاره چې دالهي رحمت نزول یې ګني په ډېر لوړ ارزښت قایل ؤ، دداسې وسایلو لټون په شدت سره روان وو چې دحال انګیزه یې رامنځ ته کوله ، ډېر ژر جوته شوه ، چې دحال او وجد درامنځ ته کولو ګټوره وسیله شعري اواز دی، ځکه همدغه شعري ترنم دی، چې حال او وجد ته ځواک وربښي اوصوفي دملکوت په پولو ورواړوي ، نو دهمدغه شعرونو په کتار کې یو هم حمدیه اشعار دې چې  دالله (ج) پېژندنې څرکونه په کې له ورایه ښکاري .

په عرفاني ادب کې دوه عرفاني فلسفي د (وحدت الوجود او وحدت الشهود ) په نامه شتون لري، په دې ادبیاتو کې ټول درد، خروش او ذوق له همدغه شرابو څخه اخستل شوی، چې دغه خیال په لومړي قدم کې دحقیقي مینې څخه زېږدلی ښکاري.

وحدت الوجود دا راښيي چې دحق وجود ( هستي ) یوه ده ، نور ټول دحق دوجود مظاهر اوصفات دي یا دحق وجود مونږ ته موجود ښکاري په خپله هیڅ وجود نه لري لکه میرزاخان انصاري چې وايي :

دابودیګانګی نوم یې دریاب شي

چې لږ لږ ځينې بیلیږي قطرات شي

(۹ : ۱۰ )

یا لکه رحمان بابا چې وايي :

زه دیارمینې په یار باندې شیدا کړم

که څوک ماګڼي زه نه یم واړه دی دی

(۹ : ۲۶)

بل ځای په همدې باب حمزه صاحب وايي :

حمزه که کــــــــړې حجاب دماسوا دزړه نه دور

کثرت عین وحدت دی په کثرت کې نشته هیڅ

(۸ :۳۷ )

وحدت الشهودوالا  بیا په هرڅه کې دیوه ذات مشاهده کوي ؛ نو په هغه وخت کې به دشیانو وجود محسوس او مشهود نه وي یوازې د ذات وجود به محسوی وي ( همه ازوست ) فلسفه وايي چې په هرڅه کې دغه یو ذات ګورو ، دوی وايي چې صفات غیر ذات بولي، دواړه فلسفې ذات یوګڼي یوازې دالفاظو خبره په کې توپیر لري دشهودي فلسفي په اړه خوشحال خان وايي :

مخ دیار له خط وخاله مستغني دی

دغنی وي هر اسباب له خپله کوره

(۸ : ۴۱ )

اوس غواړو دهمدغه دوه عرفاني فلسفو څرکونه په حمدیه اشعارو کې په ګوته کوو ؛موضوع له حمد پېژندنې پیلوو:

په حمدیه اشعارو کې عرفاني افکار

حمد په لغت کې ثنا ، صفت اودحق په ځای کولو ته وايي ، په اصطلاح کې ( حمد ) یوازې دالله (ج) ثنا ، صفت او ستایلو ته وايي،داچې حمدیه اشعار د الله (ج) دتوصیف او پېژندنې ننداره لوستونکو ته وړاندې کوي طبعي ده چې عرفاني څرکونه به په کې له ورایه ښکاري هغه منظومې ویناوې دي چې دالله (ج) ستاینه په کې شوې وي حمد بلل کیږي .

پېړۍ پېړۍ کیږي چې دپښتو شاعرانو په حمدیه اشعارو کې دعرفاني او تصوفي افکارو ونډه لیدل کیږي لامل یې زموږ دولس دخدای اوخدای پالنې سره  بې حده مینه او علاقه ده، دپښتو ادبیاتو لمن دبې شمیره عرفاني منظومو څخه ډکه ده، یو هم له هغو څخه حمد دی چې په هر فورم کې راتلای شي او منځپانګې له مخې دغه نومونه ورته ځکه ځانګړې شوې،چې دالله (ج) پېژندنې ننداره وړاندې کوي په لرغونې دوره کې  پاخه عرفاني افکار دبیټ نیکه په منظومو کې دي چې دمناجاتو په شکل کې دی،نه دحمد ځکه دالله (ج) څخه دخپلو خلکو د ډېرښت  غوښتنه شوې چې دمینې اصلې جوهر سم په ځای نه پاتې کیږي وايي :

لویه خدایه لویه خدایه

ستا په مېنه په هرځایه

غر ولاړ دی په درناوی کې

ټوله ژوي په زاری کې

دلته دي دغرولمنې

زموږ کیږدۍ دي په کې پلنې

دا وګړي ډېر کړې خدایه

لویه خدایه لویه خدایه

(۳ : ۵ )

پورته منظومه مناجات دي نه حمد ځکه په لومړی کې دالله (ج) دقدرتونو یادونه شوې ورپسې سمه دخپلو خلکو دزیاتوالي دعا په کې شوې، داچې دمینې په پار دالله (ج) ستاینه شوې  وي هغه بیا حمد دی لکه شیخ متي چې دالله (ج) سره دمینې په پار له سوزه ډکې نارې کړي اوپه هرڅه کې دخپل خالق ننداره کوي اودعرفاني شهودي فلسفې روح په کې چلیږي وايي :

که لمر روښانه مخ یې سپین دی    یا دسپوږمۍ تندی ورین دی

که غر دی ښکلی پرتمین دی         لکه هینداره مخ یې سپین دی

ستا دښکلا داپــلوشه ده

دایې یوه سپکه ننداره ده

دلته لوی غرونه زرغونیږي   دژوند وږمې په کې چلیږي

بوراوې شاوخوا کـــړیږي      سترګې لیدوته یې هښیږي

لویه خاونده !ټوله ته یې

تـــل دنړۍ په ښکلیده یې

زړه مې داستا دمینې کور دی      سوی دعـــــــــشق په سوځند اور دی

رپ یې وتاته ستا په لور دی        بې له دې هیڅ دی ورک یې پلور دی

ستا دجمال په لیدو ښاد دی

کــه نه وي دغه نور برباد دی

زه چې څرګند په دې دنیا سوم        دښکلي مخ په تما شا سوم

ستا پرجمال باندې شیدا سوم          له خـــــپلې سټې را جلا سوم

په ژړا ژاړم چې بېلتون دی

یمه پردیس بل مې تون دی

وګړیــــــو ! ولــې متــــي ژاړي          سورې یې اورئ غاړې غاړې

څه غواړي، څه وايي ، څه باړي ؟       خپل تون ، کور او کلی غواړي

چوڼی چې بیل سي نیمه خواسي

تــــــل یــــــې دبـــــــڼ په لور ژړا سي

(۲ : ۵۴۳ )

تحلیلي کتنه :

شیخ متي په عرفان اوتصوف کې دپوخ فکر څښتن وو، دپښتو متصوفو شاعرانو امام ګڼل کیږي ، ددغه فکر ډېوه بیا وروسته نورو شاعرانو بله ساتلې ، دشعر بڼه یې ملي رنګ لري دفکر له لحاظه یې ډېره جمالیاتي وینا کړې لومړی ځل یې په کایناتو کې دالهي جمال وړانګې ولیدلې او خپله یې ځان په دې وړانګو وړانګن بللی، شیخ متي (رح) دخدای (ج) له اسم (هوالظاهر ) څخه بېرته دحق اسم (هوالباطن ) ته ورتګ غواړي ،دی له خپله اصله رابیل دی ، په غوږو کې یې د((الست بربکم )) غږ څپانده دی ، دوصل شېبې په لټه کې دی ، له همدې درده څړيکې وهي او دکایناتو دنظم سندریز غږونه ورته دبېلتون دشپېلۍ سوزونکې نغمې ، سوزنده چیغې اوفریادونه ښکاري دمولانا بلخي دې وینا ته ورته نارې وهي :

کز نیستان تا مرا ببریده اند

ازنفیرم مـرد وزن نالیده اند

(۸ :۱۰۳ )

شیخ متي هم دخپلې سټې څخه دبېلتون له سوزه ژاړي بیا خپل کور او کلی غواړي چې له جمال سره اوسیده او د(( الله نور السموات والارض )) په پلوشو وړانګن ؤ دخپل اصل لټه په لاهوت او جبروت کې کوي ؛نو ځکه وايي :

له خپې سټــــــــــې را جلا سوم

یمه پردیس ، بل مې تون دی

ددې نه پس دپښتو ژبې او ادب دستر لاروي خوشحال خان خټک له خولې څخه حمدیه رنګه نارې دخپل خالق سره دمینې په پار وتلي وايي :

صورت ګر چې ښه صورت په دیوال ساز کا

کل عالـــــم یـــې پــــــه صـــفت زبـــــان دراز کــا

دهغه نقاش پـــــــــــه صــنعـــــه نـــــظر نــــــه کـــــا

چې لـــــــــه څه څاکـــــــې دا نـــــقش طـــــــراز کا

(۶ : ۱ )

خوشحال بابا وايي ، که یو عادي مصور چې یو بې روحه جسد ، تصویر وکاږي یا یې له ډبرو نه جوړ کړي ؛ نو ټول عالم یې په صفتونو خولې وازې کړي او ستاینه یې شروع کړي؛ خو حقیقي مالک چې له یوه څاڅکي څخه یې انسان جوړکړی، ځمکه او اسمانونه یې پیداکړي هېڅوک څه نه وايي او نه ورباندې فکر کوي ، دخوشحال خان په پورته بیان کې دعرفان دشهودي فلسفې رنګ ښکاري .

همدارنګه په کلاسیکه دوره کې نوموتی صوفي شاعر عبدالرحمان بابادحقیقي عشق پیالې نوش کړې زموږ خلکو ته یې دخدای پېژندنې مینه په زړونو کې ورواچوله  دحمدیه کلام یوڅو بیتونه یې دنمونې په ډول رواړو:

   ګوره هسې کـــــــردګار دی رب زما       چې صاحب دکل اختیار دی رب زما

همګي بزرګواران چې څوک یې وايي        تـــــرهــــــمه وو بزرګوار دی رب زما

هـــــــر تعمیر چې د دنیا او دعقبا دی          دهـــــــــمه واړو معمار دی رب زما

هســـــــې نه چې واحدي یې ده له عجزه      پــــه یوه وجود بسیار دی رب زما

هیڅ تغیر او تبدیل نه لري رحمانــــــــه !    تـــــل تــــــــر تله برقرار دی رب زما

(۴ : ۱)

تحلیلي کتنه : دحضرت مولانا عبدالرحمن بابا په پورته بیتونو کې د( همه ازوست ) عرفاني فلسفي روح څپانده دی، په هرڅه کې دیوه ذات ننداره کوي ؛ نو ځکه وايي په یوه وجود بسیار دی رب زما، د دنیا او عقبی دټولو ودانیو معمار خالق بولي ، نوموړی صوفي مزاجه اوپه الله مین شاعردی، هره وینا یې دسپیڅلې مینې په پار کړې دخالق اومخلوق ترمنځ یې هغه اړیکه راسپړلې چې حقیقي مینې ټینګه کړې .

بل ځای وايي :

همه واړه په تسبیح دده مشغول دي         که ملک دی که پېری دی که انسان دی

هر ماهی یې په دریاب کې حمد وايي     هر مارغه یې په چمن کې ثنا خوان دی

نه يې څوک په سترګو ویني نه لیدای شي    اوبــــــې چونه بې چګونه نمایان دی

که څوک وايي لیدی نه شي لیدی نه شي     کـــــه څوک وايي وهرچاوته عیان دی

بل ځای وايي :

په نامه دهغه خدای مې دابیان دی         چې یو نوم یې په نومونو کې سبحان دی

په سجده یې ځمکې سر دی لګولی        هــــــــم یې ځوړند په رکوع سره اسمان دی

که پورته بیتنو ته ځېر شو رحمان بابا لومړی دخپل خالق هسې لوړ صفتونه بیانوي چې په هیچا کې نه وي، په دې سره دانساني غرور دنرګیسیت لمن ورټولوي، بیا دهمدغه لوړ صفته خالق عبادت ته خلک رابولي حتی ځمکه او اسمان دالله (ج) په عبادت کې ویني .

دوحد ت الوجود په اړه وايي :

زه دیار مینې په یار باندې شیدا کړم

که څوک ما ګڼي زه نه یم واړه دی دی

(۸ :۳۴ )

درحمان بابا پورتنی بیت د( همه اوست ) عرفاني فلسفې له حقیقي شرابو څخه رنګ اخیستی ، نوموړی وايي چې زما او یار ترمنځ مینه اچوونکی ذات شتون لري، دخپل محبوب سره مې مینه په حقیقي محبوب مینوي، درحمان بابا دغه وړاندینه په راوورسته کې ښاغلي الفت صاحب داسې کړې :

ښکلی مخ چې له هرلوري راښکاره شي

دالفت ستـرګو لــــیدلی لا پـــــــــه خوا دی

(۸ :۸۵ )

دپښتو ژبې بل نوموتی شاعر پیرمحمد کاکړ دی، چې شاعري یې له سوزه ډکه ده دحمدیه کلام یوه برخه یې په لاندې ډول ده :

په نامه دهغه خدای مې دابیان دی      چې یو نوم یې په نومونو کې سبحان دی

دی صانع دهمګـــــــي واړه اشیادی     هــــم سامـــــع دمچ میږي په هر ګفتار دی

هم واحد ولم یولد دی په صفات کې      بــــې شریکه پــــــــــــــادشاهي کــــا شهر یاردی

کاکړ په پورته بیتونو کې لومړی الله (ج) په لوړو صفتونو یادوي ورپسې وحدت الوجود عرفاني فلسفي له دریڅې نه دالله (ج) دوحدانیت بیان کوي .

همدارنګه بل ځای دپښتو ژبې نازکخیال شاعر کاظم خان شیدا په  حمدیه کلام کې دخپل خالق اوصاف او ستاینه داسې کوي :

ای دکل جهان صنیعه           ای دهر اسمان تدیعه

کامله قدرت دتا دی              نادره صنعت دتا دی

لوی دیوان دې مرتب کړ        چې انسان دې منتخب کړ

هر ورځ ورق ګردان یې       مخترع دنوي شان یې

تا له خاورو ادم ساز کړ        تاهمراز او تا دمساز کړ

مار هم خپله روزي مومي       ګاه خوړل کا ګاهي شومي

ستا کرم پاکه سبحانه           مګس نه شړې له خوانه

له پورته بیتونو اوڅرګندونو څخه معلومیږي، چې پښتنو شاعرانو او لیکوالو په خپلو لیکنو کې دخپل محبوب سره دمینې په پار دالله (ج) پېژندنې ننداره وړاندې کړې او دا لړۍ تر ننه پورې روانه ده دلته غواړو دمعاصرې دورې دځینو شاعرانو په شعرونو کې دالله (ج) پېژندنې څرکونه ووینو.

جلال امرخیل وايي :

رڼا په تکه توره شپه کې ته یې

راسره مل هره لمحه کې ته یې

دښته کې ته یې په ذره کې ته یې

دمرګ اوژوند په فاصله کې ته یې

تصویر په تشه آینه کې ته یې

خو له عالم نه په پرده کې ته يې

دخلقت هره پدیده کې ته یې

په نور کې ته یې په پرده کې ته یې

(۱ :۵۲ )

که پورته بیتونو ته ځیر شو د وحدت الوجود عرفاني فلسفې رنګ لري، شاعر چې هرڅه ته ګوري خپل خالق ویني ،دحقیقي مینې په پار هره لمحه دخپل محبوب سره تړلي بولي ، پورتني بیتونه دې دپښتو ژبې دې ټپې ته ورته خوند لري :

زما په سترګو کې دې کور دی

چې چېرته ګورم هلته ته ښکارې مینه

همدارنګه په بل ځای کې ښاغلی اباسین یوسفزی په خپل حمدیه کلام کې وايي :

دوړې شګې سینه کې راته ښکارې

دسیستم هره قطره کې راته ښکارې

دلاسونو په لکیرو کې دې وینم

په شلیدلي ګریوانه کې راته ښکارې

زه به څرنګ ستا له ذات څخه منکر شم

دخپل ذات هره ذره کې راته ښکارې

حیرانیږمه ودې منظر ته خدایه !

چې په هره اینه کې راته ښکارې

خدایه ! ذات دې یوه لویه معماده

ښکارې نه خوپه هرڅه کې راته ښکارې

(۱: ۱۲ )

پورته بیتونه هم په کایناتو کې دواحدذات ننداره وړاندې کوي او شاعر دمنصور حلاج غوندې د( همه اوست ) عرفاني فلسفې له لارې په هر څه کې خپل خالق ویني .

لنډیز:

پښتانه لوستوال ، عرفان د خدای (ج) دقرب وسیله ګڼي او دخپل نفس تذکیه دخپل خالق په ستاینه او اذکارو کوي؛ نو دپښتو ژبې او ادب لمن په عرفاني مرغلرو ډکه ده،   په بې شمېره حمدیه کلامونو کې یې دالله (ج) پېژندنې ننداره دپښتني شاعرانو لخوا وړاندې شوې، چې ما یې لنډ انځور وړاندې کړو ، د دې څخه دحمزه صاحب هغه وینا دسړي سترګو ته دریږي چې وايي (( پښتون من حیث مسلمان دی . )) یعنې دپښتون په خټه کې داسلام مبارک دین تومنه ورګډه ده ، حمزه صاحب وايي که پښتون داسلام نه وواړي هغه پښتون نه دی ؛ نو ځکه په یوه ځای کې وايي :

د پښتو فطرت مې دومره اسلامي دی

که اســلام نه وای نو هم به مسلمان وم

په پایله کې دې نتیجې ته رسیږو، چې دپښتنو شاعرانو حمدیه کلامونه په عرفاني خم کې لمبېدلي دخالق پېژندنې خوږې وږمې خپروي .

اځلیکونه:

۱ ــ افغان محمد نعیم ، دوړانګو امیل ، صداقت خپرندویه ټولنه ـــ کندهار ، (۱۳۹۴ ل ) کال

۲ ـــ حبیبي ، عبدالحی ، پښتو ادبیاتو تاریخ ، لومړی او دویم ټوک ، دانش خپرندویه ټولنه ، پېښور ، ۱۳۸۴ ل ، ل کال .

۳ ــ حبیبي ، عبدالحی ، پښتانه شعرا لومړی ټوک ، پښتو ټولنه ، عمومي مطبعه کابل (۱۳۲۰ ) کال.

۴ ــ   رحمان بابا ، درحمان بابا دیوان ، پښتو ټولنه ، دڅېړنیار محمد عارف غروال په زیار، دولتي مطبعه ، ۱۳۵۶ ل  کال .

۵ ــ  عبدالرحمان بابا ، درحمان بابا دکلام انتخاب ، صداقت خپرندویه ټولنه ، کندهار (۱۳۸۸ ل ) کال .

 ۶ـ فرهاد عمران ، دخوشحال  خان خټک داشعاروغورجاڼ ، تاج منور خپرندویه ټولنه ،هلمند افغانستان ، ۱۳۹۴ ل کال .

۷ ــ  هوتک ، محمد ، پټه خزانه ، (۱۳۸۹ ل ) کال ، مومند خپرندویه ټولنه .

۸ ــ  ناګار پوهنوال فضل ولي ، عرفان اودپښتو ادب په لرغونې دوره کې یې څرکونه ،ناګار خپرندویه ټولنه ، ننګرهار (۱۳۸۸ ل ) کال .

۹ ــ حکیمي رحمت الله ، عرفاني ادبیات ، تدریسي چېپتر ، پکتیکا پوهنتون ، دپښتو ژبې او ادب څانګه (۱۳۹۵ ل ) کال .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *