-خالد احمدي
زمونږ په هیواد کې ځوانان له ډیرو ستونزو سره مخ دي د ژوند په هره برخه کې له بیلابیلو ستونزو سر ټکوي یو پلو اقتصادي ستونزی دي چې زمونږ ډیری ځوانان نشي کولي له امله یې خپلې زدکړي پرمخ یوسي بل پلو بیا د دغه ستونزې سره سره په هیواد کې د تعلیم د کچې ټیټوالې دي چې ځوانان یې د نوی او اسری درسي میتود نه بې برخې کړي همدا اوس وینو چې په دولتې او خصوصې پوهنتونو کې استادان پخوانې درسی میتود کاروي چې له امله یې زمونږ د شاګردانو او محصلینو درسې سویه ټیټه ده د هیواد په ګوډ ګوډ کې نه یواځې په پوهنتونو کې بلکې ښوونځیو کې هم د نوی او اسری میتود زمینه نده برابره همدا اوس که وګورو په ډیری ښوونځیو کې شاګردان کتابونه نه لري کله چې یو شاګرد یا محصل کتاب ونه لري هغه به څنګه و کولي شي چې ټولنې ته د پوه او باسواده شخص په صفت وړاندي شي د هیواد او راتلونکې نسل لپاره اړین کارونه تر سره کړي د دغه ستونزو سره سره بیا هم زمونږ شاګردان او محصلین نیمه ورځ په درس کې تیروي او پاتې نوره ورځ د یوه مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره درا نده کارونه تر سره کوي د دغه ټولو ستونزو سره بیا هم زمونږ ځوانان په تشه خیټه خپلې زدکړې په مخ وړي نه غواړې چې په ټولنه کې د بیسواده ځوان په صفت ژوند وکړي زمونږ د ځوانانو دا لویه نیکمرغې ده چې د ژوند په هر راز ستونزو او مشکلاتو کې زدکړي کوي
ځوانان بیا هم کوښښ کوي چې په هر ډول شرایطو کې خپلې زدکړي سرته ورسوي چې دا د افغان ځوانانو لویه لاس ته راوړنه ده خو زمونږ په حکومت کې دا حس نشته چې د ځوانانو لپاره لازمې اسانتیاوي رامنځ ته کړي د ښوونځیو او پوهنتونونو نصاب په اسری او پرمختللی سیستم اعیار کړي هغه ځوانان چې د پوهنتون نه فارغیږي په دولتې ادارو کې جذب کړي د هیواد د راتلونکې او رغونې لپاره کار ورنه واخستل شي بر عکس زمونږ ځوانان په دومره ستونزو سربیره خپلې زدکړي پای ته ورسوي چې په دولتې ادارو کې دنده نه ورکول کیږي اخر مجبور شي چې په ښار کې کراچۍ وګرزوي همدا اوس په سلګونو ځوانان دي چې د لیسانس او ماسترۍ اسناد په لاس کې لری خو د کار د نشتون له امله کراچېوانې کوي کچالو او ترکاری پلوري بل پلو هر کال د دوسوه زرو په شاوخواکې ځوانان له دولسمو ټولګیو فارغیږي کله چې د کانکور ازموینه واخستل شي څلویښت یا پنځوس زره دولتې او خصوصې پوهنتونو ته جذبیږي پاتې نور یې د نا هیلۍ سره سره اړ شي چې یا بهرنیو هیوادونو ته د مزدورۍ لپاره ولاړ شي یا په نورو غیر قانونې لارو کې د غیر قانونې ډلو سره لاس یو کړي په هر هیواد کې چې د بې کاري ګراف لوړ وي حکومت د ځوانانو په جذب کې پاتې راشي و نشي کړلي چې خپل ځوانان د هیواد د ننه په دندو وګماري په هغه هیواد کې نا امنۍ اقتصادي ستونزي او جګړي د هرې ورځې په تیریدو لا پسي ډیریږي چې ښکاره بیلګه یې زمونږ هیواد دي د تیر حکومت په دوره کې تر یوه حده ځوانان په دولتې او خصوصې ادارو کې په دندو ګمارل شوي وه چې د اوس په پرتله په لویو ښارونو کې امنیتې ستونزي او مشکلات لږ وه خو د نوی حکومت په راتلو په هیواد کې د بې کارۍ ګراف ورځ تر بلې لوړیږي په زرګونو ځوانانو خپلې دندي له لاسه ورکړې چې ورسره نه یواځې په کابل ښار کې بلکې د هیواد په ګوټ ګوټ کې نا امنۍ ورځ تر بلې ډیریږي اقتصادې ستونزی د هری ورځې په تیریدو زور اخلی نه کار شته نه روزګار چې له امله یې خلکو اعتماد او باور په حکومت چارواکو له لاس ورکړي هره ورځ په سلګونو افغانان چې ډیري یې ځوانان دي له هیواد نه بهر په خطرناکو او قاچاقې لارو په تیښته دي یا د ماهیانو خوراک شي یا د نورو هیوادو د پولیسو لخوا داسي چلند ورسره کیږي چې د انسانیت او بشریت ته د منلو وړ نوي د دغه ستونزو سره سره بیا هم زمونږ حکومتې چارواکې نه څه وینې او نه څه اوري یواځې د شخصې موخو ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي غواړي چې واک او ځواک ترلاسه کړي او په خپل منځې شخړو کې تر غوږونو غرق دي هره ورځ هیوادوال پدې تمه وي چې نور به حکومت له منځه ځې او یوځل بیا به په کورنۍ جګړو کې ښکیل شو او د تیر په څیر به د قوم، او ژبې په نامه وژل کیږو
د جهادي رهبرانو، مشرانو او حکومتې چارواکو زامن د نړۍ په اسري او پرمختللو پوهنتونو کې زدکړي کوي د ژوندانه د هر نعمت څخه برخمن دي د کور، موټراو باډیګاردانو کمبود ورسره نشته څه چې غواړې تر لاسه کوي یې نه جګړه کوي او نه تر اوسه د کوم جهادي قومندان زوي یا ورور د جکړي په لیکه کې وژل شوي دي یواځې د غریب او بیچاره زوي دي چې په جګړه کې وژل کیږي د خپل قانونې حق نه محرومیږي په ستونزو او مشکلاتو کې زدکړي کوي کله چې زدکړی پای ته ورسوي په دولتې ادارو کې دنده نه ورکول کیږي تر څو څوک ونه پیژنې یا ډالری رشوت ور نکړي دنده نه ورکول کیږي.
تر کله به افغان ځوانان د خپل سریو زور او قدرت قربانې کیږي کله به ځوانان په هیواد کې د سولی او ازادۍ تر سیوري لاندي خپلې زدکړي په اسري او پرمختللی میتود بېله اقتصادي ستونزو پای ته ورسوي او د هیواد د قانون مطابق په دولتې ادارو کې پرته له رشوت او واسطي په دنده وګمارل شي او ټول هیوادوال هغه که قومندان دي یا دولتې چارواکې یا شتمن په هیواد کې د اساسې قانون درناوي وکړي په غریب او غربه قانون یو شان پلې شي ټول د ملی بیرغ تر سیوري لاندي د هیواد د رښتینې خدمتګارانو په څیر لاس په لاس کې ورکړي خپل هیواد د نړۍ د پرمختللو هیوادونو سره برابر کړي نه مو ځوان اړ شي چې بل هیواد ته د زدکړو یا کار لپاره ولاړ شي او نه مو ناروغان اړ شي چې د هیواده بهر تداوي وکړي .
دا ټول څه به هغه وخت وشي چې زمونږ مشران هیوادوالو ته په درنه سترګه وګوري هر افغان د خپلې کورنۍ د غړي په شان وبولي د هیواد ملی ګټو ته ژمن وي نه دا چې د ملی ګټو په ځای د قوم، ژبې او تنطیمې کټو ته لومړیتوب ورکړي پرې نږدي چې ګاونډیان مو په یوه او بل نامه د تیر په څیر وجنګوي خپلې ګټې زمونږ په وژلو او ربړولو کې ولټوي مشران مو د نړۍ د مشرانو په څیر د هیواد او افغانیت د بقا لپاره لاس په لاس کې ورکړي د یوه ښیرازه او اباد هیواد د رغونې لپاره اوږه په اوږه نه د پښتون، تاجګ، هزاره او ازبک په نامه بلکې د یوه افغان په نامه مټې بډ وهې او ملی بیرغ ته احترام وکړي د روښانه راتلونکې لپاره ژوند وکړي.
ومن الله التوفیق
