عبدالقیوم رووفي
د افغانستان د خارجه چارو وزارت تیره اوونۍ د لا زیاتي رسوایی د مخنیوی او د عامه ذهنیت د غولولو په خاطر په دې وزارت کې د انترنټ په کارولو بندیز ولګاوو.
خارجه وزارت په ډیرې وارخطایی دا پریکړه هغه وخت وکړه چې په دې وزارت کې د (من افغان نیستم) متعصبه ډله افشا شوه او د افغانستان د حکومت کشفي ارګانونه پري خبر شول.
ویل کیږي په خارجه وزارت کې د دې ډول انترنټي شبکې د ایجاد هدایت یو کال مخکي د دی وزارت سرپرست وزیر صلاح الدین رباني ورکړی و او هغه وخت یی چاري په مستقیم ډول د وزارت اداری معین نصیر احمد اندیشه په خارج کي د ځینو سفارتونو په مرسته پرمخ وړلې. خو په وروستیو کې چې دا موضوعات تاوده شول دا شبکه پراخه شوه او چارې یی د اندیشه تر نظر لاندې د خارجه وزارت د فرهنګي بخش رییس توریالي غیاثي او د رباني او اندیشه خاصې اسنازې فریبا نوابی ته وسپارل شوي.
د [من افغان نیستم[ فاشیستي ډلی غړي زیات شول د اداری معین  د دفتر په غړو او د وزارت د ځینو کارکوونکو علاوه له خارجه وزارت څخه بهر څو متعصب کسان هم پکې شامل شول خو چاري به یی د خارجه وزارت د فرهنګی ریاست له خوا پر مخ وړل کیدلې.
دغي ډلی په اوونۍ کی دوه ځله د فرهنګ د پنجشیري ریس توریالی غیاثی په دفتر کی غونډي کولي همدلته به یی د خپریدو وړ موضوعات تصویب او تاییدول بیا به یی د دغي شبکې نورو غړو ته استول.  د شبکې زیاتره برخی هغه وخت هم په خارج کی د افغانستان په سفارتونو کي وې.
د من افغان نیستم فاشیستی شبکی د رهبری شورا د غونډو پریکړی به په خارج کې د افغان سفارتونو متعصیبو کارمندانو ته د فریبا نوابی له خوا او په کابل کې له خارجه وزارت دباندی د فیسبوک متعیبو کارونکو او د رسنیو کارکوونکو ته د ماندګار ورځپاڼی د مسول مدیر نظری پریانی او د یک تلویزیون د یوه کارکونکی له خوا په مستعار نوم انتقالیدلي.
په خارج او داخل کی به د شبکی غړو په منظم ډول په فیسبوک کی خپرولې او تلویزیونونو کي به یی پروګرامونه او ګردي میزونه جوړول.
کله چی په خارجه وزارت کي د دغی متعصیبی ډلی رهبري افشا شوه نو وزارت نه یوازي په دی وزارت کی د انترنټ کارول بند کړل بلکی د شبکي زیاتره چارې یی په خارج کي د افغانستان سفارتونو ته چي ډیری او په ځینو سفارتو کی ټول کارکوونکی یی د یوی ډلي او یوي سیمې دي ولیږدول شوي.
اوس د من افغان نیستم فاشیستی ډلی زیاتره کارونه په سفارتونو کي کیږي خو رهبري یی اوس هم د وزارت له فرهنګی ریس توریالی غیاثی سره ده چی په مستعار نوم ددی متتعصیبی شبکی چارې په مخ وړي او په منظم ډول صلاح الدین ربانی او نصیر احمداندیشه ته راپور ورکوي.
2 thoughts on “په خارجه وزارت کي د (من افغان نیستم) شبکې رسوا کیدل‎”
  1. توریالي غیاثي د مسلک له مخې ځان ته انجنیر وایی . ممکن ديپلوماسي به هم کوم ډول انجنیري وي. د توریالي غیاثي تعصب ما د ایران په مشهد کې ولید کله چې انجنیر صیب او د ده ټول همکاران د یوې ډلې غړي ول . پاته د نه وي چې هلته د عزیز معارج په نوم یو مسلکي ، خواخوږی او وطندوسته دیپلومات هم د تصادف له مخکې مقرر شوی وو چې د قونسلي تقریبا ټول کارونه د دغه ځوان له خوا د یوبل ازبک ديپلومات نورمحمد په نوم په مخکې وړل کېدل.
    انجنیر اونور ملګري یې یو هم د مسلک په اساس نه ول ټاکل شوي. ما به په انترنتي سایتونو کې د غیاثي مقالې لوستلې چې تر ډېره د تعصب بوي ترې راته.
    دادي یو ځل بیا د دغه فاشیستي ګروپ افغان ضد ډلو ټپلو بوي ټول افغانستان نیولي دی.
    اوس سوال دادي چې آیا افغانستان له قحط الرجال سره مخامخ دی ، کوم بل مسلکي دیپلومات نه پیداکيږي.

  2. زه له تاسو سره موفق ایم زه یو دری زبان ایم او د یو افغان به صفت زما وظیفه ده. دغسی ناکاره مخونه افشاه کرم د وزارت خارجه ویاند هم به همدی جمله کسانو کی دی اوس خپل تخلص هم بدل کری دی د صفغت احمد به نوم اوس یادیژی به هند کی د محصلی به دوران کی شکاره چیغی وهلی که من افغان نیستم من از فارس استم حتا ۲۰۰۹ کی د افغانستان سفارت به دهلی کی دغه چغه وهله همدا سبب شو چی محصلینو ترمنح جنگ شروع شو خو دا خبر هغه وخت پته وساتل شوی حکه مخدم رهین سفیر وه.او له سره ثبوت هم شته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *