د ارزګان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه :
افغان ځواکونو د خاص اروزګان ولسوالۍ په کلخور سیمه کې د عملیاتو پرمهال وسله وال مخالفین وځپل.
افغان ځواکونو د خاص روزګان ولسوالۍ په کلخور سیمه کې تیره ورځ وروسته له هغه چټک عملیات ترسره کړل چې د سیمې اوسیدونکو ورته په یاده سیمه کې د وسله والو مخالفینو د تحرکاتو خبر ورکړ.
د یادې ولسوالۍ مسؤلین وایې چې د عملیاتو پرمهال وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او له څو ساعته وسله وال مقاومت وروسته یې له سیمې پښې سپکې کړې او تښتیدلي دي دوی زیاتوي په دې عملیاتو کې ملکي خلکو او افغان ځواکونو ته کوم ځاني زیان دی اوښتی.
عبدالله همت د اروزګان ولایت ویاند