شجاعي

تاند- د لومړي ځل لپاره طالبانو د اروزګان ولایت پر یوه هزاره مېشته سیمه برید کړ او له دوو ورځو راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ نښته روانه ده.

راپورونه وايي، د سیمې د اوسېدونکو او طالبانو ترمنځ وروسته له دې جګړه ونښته چې طالبانو د خاص اروزګان پر دوو هزاره مېشته کلیو (حسیني) او (کنډلان) کې پر سیمه ییزو ملېشو برید وکړ.

دا لومړی ځل دی چې طالبان هزاره مېشتو سیمو ته د پرمختګ هڅه کوي. دې ډلې تراوسه پورې د غزني، میدان وردک او اروزګان له هزاره مېشتو سیمو سره کار نه درلود او هغوی یې پرېښودل چې هلکان او نجونې یې زده کړې وکړي، کلنیکونه او سړکونه یې په سیمو کې جوړ شي او اوسېدونکي یې په دولتي ادارو کې کار وکړي.

راپورونه وايي چې د خاص اروزګان د هزاره ګانو او طالبانو ترمنځ د شنبې له ورځې څخه جګړه پیل شوې او لا هم دوام لري.

دواړو خواوو ته مرګ ژوبلې اوښتي خو تر دې دمه د تلفاتو کره شمېر معلوم نه دی.

ځینې راپورونه وايي چې یو بې رحمه هزاره قوماندان عبدالحکیم شجاعي هم په جګړه کې ژوبل شوی دی. شجاعي چې په ۱۳۹۲ لمریز کال یې د اروزګان په لسګونو بې ګناه وګړي وژلي وو، د خاص اروزګان په هزاره مېشته سیمه کې پټ و.

نوموړی د بشري حقونو د مدافع ډلو له لوري په انسان وژنې تورن دی او د محاکمې غوښتنه یې شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *