معیاري خبریالۍ ته د خبریال خپل شخصي تعهد او د رسنۍ دریځ او پالیسي کولای شي چې د خبریال په راپور کې په کلماتو او محتوا اغېز وکړي. د راپور کره والی، دقیق والی، سرعت او داسې نور هم له همدغه تعهد سره تړاو لري؛ خو ډېری مهال یا د سرعت لپاره او یا هم د شخصي تعهد د نشتوالي له امله په راپورونو کې دقت نه کېږي. ناسم معلومات وړاندې کېږي، په قصدي ډول یا تېروتنې سره ناسم او تېرایستونکي معلومات نشریږي، ډار او وېره خپرېږي، په کلمو او ارقامو کې تېروتنې کېږي او یا هم په تخنیکي لحاظ داسې څه خپرېږي چې د ژورنالیزم او خبریالۍ په آرونو او چوکاټونو کې ځای نلري او د رسنۍ د پالیسۍ او دریځ لپاره او یا هم د خبریالانو د شخصي ضعفونو له امله له دغه مسلک سره په عمل کې هره ورځ په تکراري ډول غیرمسلکي چلند په خپلو رسنیو کې وینو.

دقت هغه ډول چې په ژورنالیزم کې یې مطالعه کوو، په عمل کې یو څه ګران او تر هغه ډېر مهم دی چې په نظري ډول یې د اهمیت یادونه کوو. د یوه ژورنالست په توګه له کلونو تجربې وروسته دې نتیجې ته ورسېدم چې د دقت لپاره باید ژورنالست د ځان لپاره یو لست ولري. د هغه لست له مخې پوه شي چې څومره دقت یې کړی او څومره دقت یې نه دی کړی. د بېلګې په توګه ما به د دقت په برخه کې څو ټکو ته ډېر پام کاوه؛ اول، مرکه به مې ثبت کوله او په نقل قول کې به مې ټکی په ټکی هماغه خبرې راوړلې ځکه که دا کار به مې ونکړ او د نقل قول ټکي نه یواځې محتوا به مې انتقال کړه په افغانستان غوندې شرایطو کې به د نقل قول څښتن کولای شول چې په یوه کلمه هم پلمه جوړه کړي یا ترې منکر شي او یا یې په بل ډول د تعبیر هڅه وکړي.

دوهم، په افغانستان کې د راپورټرۍ او ژورنالیزم تجربه سړي ته ښه ورښيي چې مبالغې، کمې زیاتې، لافې او یا هم ځينې وخت قصداً د معلوماتو ناسم ورکول، آوازه او داسې نور زیات دي، تر خپله وسه به مې هڅه کوله چې وګورم دا سړی ولې داسې وايي؟ بله سرچینه څه وايي؟ او داسې نور…

درېیم، دقت یواځې په هغه معنا کې محدود نه دی چې د ژورنالیزم په مطالعه کې ورسره مخ کېږو، د عمل په ډګر کې زما تجربه ښيي چې د کلماتو انتخاب او په تېره بیا د ارقامو او شمېرو په لیکلو کې دقت ډېر اړین دی. ښه مې یاد شي ۲۰۰۵ کال به و دنده مې په پکتیکا کې وه، مرکز ښرنې ته د شپې دولس توغندي راوویشتل شول، زما تجربه هم محدوده وه خو د خپل احتیاط له مخې دقت ته ډېر پام کاوه په خپلو راپورونو کې مې دقیقه مرګ ژوبله راوړله چې هېڅ نه وه، په داسې حال کې چې نورو رسنیو له دې پېښې ببو جوړ کړ او په دې ډول رسنیو ستونزه او بحران خلق کړ، دا کلمې لکه درنې چاودنې ښار ولړزاوه… يې ښې بېلګې دي.

څلورم به فکټونه او حقایق وو چې په انتخاب او بیا بیا تایید کې به مې یې هڅه کوله، ښايي ځینې خلک فکر وکړي چې د ژورنالستان ښايي یواځې په لومړي سر کې دا رنګ دقت کوي او بیا بیا د فکټ او حقایقو د پرتلنې هڅه کوي؛ خو بالعکس، ما لومړی دې چارې ته ډېر پام نه کاوه، وروسته چې د دې چارې په حتمي اړتیا وپوهېدم په دقت او حتمي شکل مې دا کار کاوه.

پنځم دا دی چې یواځې په ساحه کې دقت د کار پای نه دی، د راپور هغه بڼه چې خپرېده به زما له راپور سره به یې یو څه توپیرونه درلودل، یا به ایډېټ شوی و او ځینې ځایونه به یې بدل کړي وو، یا به ایډیټر فکر کړی و چې زما معلومات ناسم او د هغه سم دي، یا به یې په ځینو وختونو کې د سیاسي اوضاع او خپلې ادارې د دریځ په پام کې نیولو سره دا کار کاوه؛ خو ما به له خپرېدو وړاندې هڅه کوله چې خپل راپور یو ځل بیا ولیدلی/واورېدلای شم، هغه تصویر چې په مرکز کې به یې انتخاباوه ډېری وخت به ېې زما د راپور له منځ پانګې سره هېڅ اړخ نه لګاوه دقت دلته هم په کار و.

ډېری وخت داسې کېږي چې دقت د سرعت قرباني شي؛ په ډېری مواردو کې خبریالان یا رسنۍ په خپلو کې له یو بل سره سیالي لري. درز به نه و شوی راپور به يې ورکړ چې درنې چاودنې فلانی ښار ولړزاوه هغه به بالاخره د امنيتي ځواکونو لخوا له ښار څخه لیرې د کوم ماین د الوځولو او شنډولو غږ و او ډېر ځله داسې شوي. دا چاره به په ټولنه کې د رعب او ډار لامل شوه او په حقیقت کې به دغو خبریالانو د خپل رسالت خلاف چې د بې پرې او دقیقو معلوماتو رسول یې هم یوه برخه ده په سمه توګه نه ترسره کاوه.

خو دغه راز سرعت هم باید د دقت قرباني نشي؛ هغه راپور چې بې وخته خپرېږي بازار نلري؛ موږ خبریالانو به په کومه رسنۍ کې د یوه خبر له خپریدو وروسته حتی د هماغې موضوع د راپور په چمتو کولو کې لېوالتیا له لاسه ورکوله، دغه راز خلک هم همداسې دي، بې وخته راپور ورته ستړی کونکی وي او دا د رسنۍ عمومي تصویر ته هم زیان رسوي.

زموږ په رسنیو کې په تېره بیا په هغو رسنیو چې د یوه ملي دریځ تمه ترې کېږي همدا موضوعات د دقت نشتوالی او د سرعت نشتوالی د نورو عواملو تر څنګ د دې لامل شوي چې په عمومي افکارو کې خپل ځای وبایلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *