شهرت ننګيال/

څومره ناخبره یم، استاد پسرلی له يوې مياشتې ناروغ دی، درمنلې ته يې هندوستان ته وړی، زما اروا نه ده شکه؟

 زما زړه کې چېرې هم د استاد ددغسې ناروغئ خبره نه ده ګرځېدلې، چی زه خپله د ناروغيو ژورو ته غورځېدلی يم…

سهار هېواد تلولی کوټې ته راغی، سلام يې له ياده وتلی، پوښتنه يې هېره ده، پټه خوله ولاړ دی- زه په کټ کې وخوځېدم، هېواد ته ګورم، لکه پوښتنه کوم څه خبره ده؟

بېله دې چې کېني زړه نازړه په ټيټ غږ راته وايي: پسرلی صاحب ډيلي کې په حق رسېدلی.

زه کټ کې راسم شوم څه وايې؟….کله….؟ چا ويل…؟

– په نټ مې خبر ولوست

په کټ کې ړنګ شوم- د فشار اله يې راولګوله، ګولۍ يې تر ژبه لاندې راکېښوه….

يوه شېبه دواړه چوپ وو- د څنګ بالښت ته په تکيه کېدو پينځه دېرش کاله وړاندې دنيا کې ورک شوم، خو د هېواد دغه خبره اورم چې وايي: ما لومړنی ناول د پسرلي صاحب لوستی…(کوچی ملا )

ورته وايم تا د پسرلي صاحب یو ناول لوستی، ما ټول پسرلی لوستی، څلوېښت کاله مې لووستی، له لېدو وړاندې مې لوستی ، چې دده لوستل خورا اسانه و، نه ډکشنرۍ ته ضرورت و، نه شرحې ته، خپله شرحه و…

د استاد پسرلي د فن او شخصيت هره پاڼه هره کرښه چې سړي لوسته، پر زړه یې کيناسته، نېغه يې زړه لار ايستله، په هره کرښه،، هر ټکي کې دې پسرلي صادق ليدای شوای.

استاد پسرلی له شعر سره په ټوله معنی رښتينی پاتې شوی، خپل عمر يې د شعر او ادب نړی کې په خورا متانت او درنښت تېر کړی- ده يو کال په زلميتوب کې د سرکار نوکرۍ ته ورکړی نور تر مرګه له شعر او ادب سره پاتې شوی ګرد ژوندد، د ژوند هره شېبه يې له شعر او ادب سره تېره کړې.

استاد پسرلي د مهاجرت په ترينګلي، خشونت ځپلي چاپېريال کې د ادب خواږ وېشل، هلته چې لاسونه، ګامونه، قلمونه او ذهنونه (( ووژنه، يا ووژل شه)) شعار ته استخدام شوی وو. استاد د خپل ادبي مکتب په اغېز د مهاجرت ترينګلې فضا بدله کړه…

هو! ما پسرلی لوستی، دده باطن ما ته لکه د صوفيانو ښکارېده، خو دی صوفي نه و، دده شخصيت شاعرانه و ، دده شاعرانه شخصيت کې بل رنګ او ملاوټ نشوای ليدل کېدای- په بله وينا ده کې ادب مدغم و، دی ادب کې ډوب و.

د ټکو لفظونو له روح سره چې ده په کومه بڼه او کچه پاللی شوای، يواځې دده د ادبي شخصيت ځانګړتيا يې بلل شو.

دده په قلم کښل شويو ټکو لفظونو کی د زړه، روح او ضمير ټول تفسير پروت دی، نوي خيالونه د حقيقت په بنه وړاندې کول د استاد پسرلي ادبي معجزه ده.

د استاد پسرلي د ادبي روحانيت فيض او عظمت د زمان او مکان له قيده ازاد دی، له نسلونو او زمانو سره پېيلی، تر هغې چې دنيا ودانه ده، د ادبي روحانيت دغه خانقا به اباده وي.

د استاد د وفات وير زموږ ټولو دی، د زمانو دی، د نسلونو دی، خو دده مرګ زما زړه ته نشي لوېدای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *