تاند- امریکا، چې د خلیج د سیمې په هیوادونو کې څو اډې لري، له عمان سره هم موافقې ته ورسېد چې د دغه هیواد له دوو سمندري بندرونو څخه به امریکايي پوځیان کار اخلي.
د امریکايي او عماني چارواکو له موافقې سره سم به امریکايي پوځیان په خلیج کې د عمان له دُقم او صلاله بندرونو څخه کار اخلي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا موافقه د عمان د دفاع وزارت سرمنشي محمد بن ناصر په عمان کې د امریکا له سفیر مارک سیورز سره لاسلیک کړه.
په عمان کې د امریکا سفارت د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا موافقه امریکايي پوځیانو ته امکان برابروي چې د عمان په ظفار ولایت کې د دقم او صلاله د بندرونو له تاسیساتو څخه هرراز کار واخلي.
عمان د منځني ختیځ یو له هغو کمساري هیوادونو څخه دی چې د سیمې له سیاسي لانجو ځان لېرې ساتي او یوازې خپلو اقتصادي ګټو ته پام کوي.
خو امریکا ته د عمان د دوو بندرونو سپارل به پر ایران د امریکا فشار نور هم زیات کړي.
ایران پخوا ویلي و چې که فشار پرې زیات شو ممکن هُرمُز تنګی بند کړي چې تېل وړونکې بېړۍ پکې تګ راتګ ونه کړای شي خو عمان په داسې ځای کې موقعیت لري چې که خپل بندرونه امریکا ته وسپاري د هرمز تنګي د بندېدو په صورت کې د امریکا د هلوځلو مخه نه شي نیولی.
د عمان بندرونه له هرمز تنګي بهر دي.