د روان ١٣٩٥ کال د ثور مياشتې په ١٤ نيټه د شپې لخوا د خوست ولايت د  فرهنګيانو ، د شعر او ادب مينوالو، او په ټوله کې د ګڼو ځوانانو لخوا  ددې ولايت د جرګو په کور کې د چنار مشاعره ونمانځل شوه.

خوست والي پوهنمل حکم خان حبيبي په خبرو کې  د  مېلمانو د ښه راغلاښت ترڅنګ له ټاکل شوي کميسيون مننه وکړه چې په منظم ډول سره يې دچنار مشاعرې لپاره ترتيبات نيولي، او همداشان  يې له شاعرانو غوښتنه وکړه چې بايد ستاسو په اشعارو او نظمونو کې يو مثبت او هر اړخيز  پيغام پروت وي، ترڅو د شعر په ژبه مو په خپل ولس او خلکو کې عامه پوهاوى تر سره کړي وي.

د خوست ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس محمد امين شاه الفت دمشاعرې د پيل خبرې د افغانستان  اسلامي جمهوري دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د وزير عبدالباري جهاني دپيغام په  ولوستلو سره پيل کړې  او دچنار دوديزې  مشاعرې په اړه يې وويل د خوست والي پوهنمل حکم خان حبيبي لخوا ددې ولايت د فرهنګيانو د شعر او ادب مينوالو څخه يو ګډ کميسيون جوړ شوي چې ياد کميسيون د خپلې طرحې په جوړيدو سره په دې ولايت کې کلنۍ دوديزه د چنار مشاعره په ښه شان سره ونمانځله ، چې د ولايت سربيره د هېواد د نورو ولايتونو فرهنګي سټو شاعرانو او ګڼو ليکوالانو په کې ګډون کړي و.

جلال حقيقت ځډران چې د خوست ولايت د شاعرانو په ډله کې شميرل کيږي په اړوند يې داسې وويل    د شپې لخوا د چنار مشاعرې نمانځل نوي رنګ راوړ، ځکه دا ځل په مشاعره کې ټولو راغلو مېلمانو او خوست مېشتو  شاعرانو د وخت دزياتوالي په اساس خپل او د نورو شعرونه د سټيج مخې ته زمزمه کړل او د مينوالو لخوا يې تود هر کلى وشو.

هغه د خوست والي څخه مننه وکړه چې  ديادې مشاعرې په برخه کې يې د مالي  مرستې ترڅنګ  نور امکانات هم په واک کې راکړې ول تر څو په دې ولايت کې چنار مشاعره په ښه شان سره ونمانځل شي.

د يادوني وړ ده چې  د نورو کلونو په پرتله دا ځل په دې ولايت کې د چنار دوديزه مشاعره په شندارو مراسمو سره ونمانځل شوه.

١٤_٢_١٣٩٥

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *