افغانستان-خوست

ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر

نېټه:٦-١١-١٣٩٣

په خوست ولايت کې د٢٠٣تندر قول اردو دغونډو په تالار کې د يوې لويې غونډې په ترڅ کې چې دولايت مقام په هدايت سره جوړه شوې وه دملي امنيتي او دفاعي ځواکونو د ټينګ ملاتړ د اعلان ترڅنګ د امنيتي،کشفي،نظامي اوسرحدي ځواکونو هغه مسوولين ،منسوبين او سربازان وستايل شول چې په شپه او ورځ تلاش سره يې دخوست امنيت ټينګ ساتلى او د هر ډول اسلام ضد او بشريت ضد کړنو مخنيوى يې کړى دى.

په دغه لويه غونډه کې دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي ترڅنګ دلومړۍ پلې لوا قوماندان بريدجنرال محمد ناصرهدايت،دملي امنيت رئيس بريدجنرال محمد حسن شهيدزوى،د امنيه قوماندانۍ دامنيت امر سمونوال محمد يعقوب مندوزى، د نظامي شورا دمرکز مرستيال بريد جنرال غازي ميرځدراڼ،د سرحدي ځواکونو قوماندان ډګرمن تاج علي،د ولايتي ځواکونو قوماندان جنرال محمد بشير ځدراڼ،ولايتي شورا رئيس اميرالله زړه سواند،علماوو شورا رئيس مولوى شاه محمد او دخوست ولايت په لسګونو ديني علماوو ،مخورو مشرانو او دامنيتي ارګانونو ګڼ شمير منسوبينو او سربازانو ګډون کړى وو.

په پيل کې د لومړۍ پلې لوا په مقر کې دملي امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ د جوړې شوې غونډې په وياړ خوست سرپرست والي ته په ځانګړو مراسمو کې د درناوي په خاطر دتشريفاتو قطعه وړاندې وشوه ورپسې جوړه شوې غونډه د دويم بريدمن قاري شاکر لخوا دپاک قران دمبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه ، ترتلاوت وروسته دافغانستان ملي سرود وغږول شو.

خوست سرپرست والي په خپله پرانيستونکې وينا کې د افغانستان دملي امنيتي او دفاعي ځواک څخه ملاتړ او له دې خاورې څخه ساتنه او دفاع دټولو افغانانو اسلامي او ملي وجيبه ياده کړه او دامنيتي،کشفي،نظامي او سرحدي ځواکونو مسوولين ،منسوبين او سربازان يې هغه اتلان وبلل چې دخپل سرونو په بيه خپله خاوره او ولس ساتي او له لويشت لويشت خاورې څخه په ميړانه او اتلولۍ سره دفاع کوي.

نوموړى وويل دخوست ادارې هميشه د دې خاورې او ولس اتلان اوساتونکي ستايلي او د دوى د ټولو قربانيو او اتلوليو يې درناوى يې کړى دى، خوست والي زياته کړه د افغانستان ټولو امنيتي ځواکونو په ملي او نړيواله کچه نړۍ ته دا قوت په ډاګه کړى دى چى دوى کولى شي په خپلواکه توګه او ملي احساس سره خپله خاوره او ولس د اسلام او بشريت د دښمنانو له ناروا کړنو او تروريستي بريدونو وژغوري.

1د خوست والي په خبره هغه کسان چې د امنيتي ارګانونو په ليکو کې خپلې دندې په ملي احساس،صداقت،ايماندارۍ او شجاعت سره سرته رسوي د دې خاورې دملي ګټو،ځمکنۍ بشپړتيا ،ملي ارزښتونو او ملي نواميسو اصلي ساتونکي بلل کيږي، دافغانستان ولس اوتاريخ يې پر قربانيو او خدمتونو باندې وياړي، خوست والي زياته کړه چې همدغه قربانۍ به مونږ دخپلو شهيدانو پاکو او لوړو ارمانونو ته ورسوي.

عبدالجبارنعيمي وويل ټول هغه کسان چې د امنيتي ارګانونو پرضد منفي تبليغ کوي او يا په تروريستي فعاليتونو ،ماين اېښودنو او نورو ناروا کړنو سره بې ګناه ولس دغم په ټغر کينوي د دې خاوري شرمنده دښمنان او ستر خيانت کوونکي دي ،له ولس يې وغوښتل چې په ولسي قوت سره د خپلي ملي امنيتي او دفاع ځواک په ټينګه ملاتړ وکړي او له دوى سره اوږه پراوږه د دې خاورې د ساتنې په سپېڅلي ماموريت کې ځان شامل کړي.

نعيمي دا هم وويل چې پردۍ کړۍ، د پرديو غلامان ،جاهل او ناپوه کسان هيڅ وخت د دې هېواد د ابادۍ ،ترقۍ او امنيت زغم نه لري له يوې او بلې لارې غواړي چې دامنيتي ارګانونو مقدسو دندو او ماموريت ته سپکاوى وکړي د نوموړي په خبره هغه کورنۍ به هم هميشه شرمنده ژوند ولري چې د کورنۍ غړي يې په تروريستي فعاليتونو ،تخريب او يا منفي تبليغاتو کې لاس لري.

سرپرست والي دخوست ولايت پر ټولو ديني علماوو،مشرانو،ځوانانو او مطبوعاتو باندې غږ وکړ چې په دغه سرحدي ولايت کې د خپل ملي بيراغ ترسيوري لاندې د خپلو امنيتي،کشفي،نظامي او سرحدي ځواکونو سره اوږه پراوږه د امنيت د تامين په برخه کې همکاري وکړي ترڅو په خوست کې ډير داسې نور پرمختګونه هم رامنځته شي چې په تيرو پنځو کالونو کې په دغه ولايت کې رامنځته شوي دي.

سرپرست والي د دې يادونه هم وکړه چې دحکومت په ټولو چارو کې د ديني علماوو،مخورو مشرانو،ځوانانو او مدني ټولنو همکاريو او مشوروته درناوى کوي او ددې ولايتي ټول امنيتي ارګانونه به نور هم خپل تلاشونه زيات کړي ترڅو دخوست د پرمختګ بهير چټک او په دغه ولايت کې د امنيتي ارګانونو او خلکو ترمنځ اړيکې نورې هم ټينګې شي.

د لومړۍ پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد ناصر هدايت له امنيتي ارګانونو څخه د ولس حمايت دښمن ته يو غاښ ماتونکى ځواب وبللو ولسونو ته يې ډاډ ور کړ چې دامنيتي ارګانونو هر مسوول،منسوب او سرباز به د سر او وينو په قيمت سره دا خاوره او ولس وساتي او هيڅ چاته به د دې اجازه ورنه کړي چې په يو او بل نوم سره د امنيت او پرمختګ په وړاندې ستونزې او ننګونې پيدا کړې،نوموړى په خوست کې دټولو امنيتي ارګانونو مورال ډير لوړ ياد کړ او دايې هم وويل چې امنيتي ځواکونه ورځ تربلې دپياوړتيا اکمال اوتجهيز په حال کې دي او ډير ژربه د يومنظم هوايي ځواک او ملاتړ څخه هم برخمن شي.

د ولايتي شورا رئيس اميرالله زړه سواند د ولسونو په استازيتوب له امنيتي ارګانونو څخه خپل ټنيګ ملاتړ اعلان کړ نوموړى په خوست ولايت کې ډاډمن امنيتي حالت په دغه ولايت کې د ښې رهبرۍ او ښې هماهنګۍ پايله ياده کړه او په دې تړاو يې وويل چې ولايتي شورا به دملکي او امنيتي ادارو ترڅنګ په دغه ولايت کې د لازياتو پرمختګونو لپاره خپلو تلاشونو ته دوام ورکړي.

دعلماوو شورا رئيس مولوى شاه محمد دخوست ولايت دټولو ديني علماوو په استازيتوب په خوست او ټول هېواد کې دامنيتي ارګانونو دندې او ماموريت ډير سپېڅلى او د درناوى وړ ياد کړ نوموړى وويل هرهغه څوک چې د خاورې په ساتنه او دفاع کې په ايماندارۍ سره خپل مسووليت اداء کوي خداى پاک ج به يې په دنيا او اخرت کې سرلوړى کړي ،دعلماوو شورا رئيس وويل چې د دې خاورې علماء هم مسووليت لري چې د قلم او ژبې په قوت سره دخپلې خاورې ساتنه وکړي او هيڅ چاته به د دې اجازه ورنه کړي چې په دې خاوره کې ناروا جګړو ته مشروعيت ورکړي.

دقومي مشرانو په استازيتوب حاجي حيدرګل خبرې وکړې ،نوموړى وويل ددې ولايت په ټولو سيمو کې ميشت ولس پر خپلو امنيتي ځواکونو وياړي اوپه ټينګه يې ملاتړ کوي او له دې وروسته به نور هم خپل ولسي ملاتړ له خپلو امنيتي ارګانونو سره زيات کړي، پر ولس يې غږ وکړ چې په خپلو سيمو کې د سربازانو په شان مسووليت اداء کړي او دټولو هغه کړنو مخه ونيسي چې امنيت،سولې اوثبات ته زيان رسوي.

دمدني ټولنو اوځوانانو په استازيتوب نصيراحمد روښان خبرې وکړې نوموړى د هېواد ټول امنيتي ځواکونه د دخاورې او ولس هغه بچيان وبلل چې شپه او ورځ تر خپل ملي بيراغ لاندې دا خاوره او ولس ساتي او دهغه کړنو پرضد مبارزه کوي چې د اسلاميت،بشريت او افغانيت سره په ټکر دي ،نوموړي وويل اوس د دې خاورې ټول اوسيدونکي دخپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي اوټولو قربانيوته يې بشپړ درناوى کوي.

وروسته دخوست ولايت دسرپرست والي،دامنيتي ارګانونو د رهبري پلاوي لخوا د ٧٠په شميره هغه مسوولينو،منسوبينو او سربازانو ته ستاين ليکونه ورکړل شول چې په خپلو کاري ساحاتو کې يې دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې دامنيت دتامين په خاطر خپلې دندې په ايماندارۍ سره سرته رسولې او په خپلو کړنو سره يې د ولسونو زړونه راخپل کړي دي.

سرپرست والي دستاين ليکونو د ويش پرمهال پر دې خوښي څرګنده کړه چې خپل اتلان ستايي او د دوى قربانيو او زحمتونو ته درناوى کوي، ستايل شويو اتلانو وويل چې له دې وروسته به نور هم تلاش وکړي چې د امنيت دتامين په ډګر کې زياتې لاسته راوړنې ولري دوى ټولو ولس ته ډاډ ورکړ چې شپه او ورځ به يې خدمت وکړي.

د امنيتي،کشفي،نظامي او سرحدي ځواکونو رهبري دخوست ولايت له والي عبدالجبارنعيمي څخه د زړه له کومې په خاطر مننه وکړه چې هيمشه يې د دوى لاسته راوړنې ستايلى او دامنيت دتامين په ډګر کې يې ورته اغيزمنې لارښوونې کړې دي.

جوړه شوې غونډه دحج او اوقافو رئيس مولوى اظهارالدين لخوا په اختتاميه دعا سره پاى ته ورسيده او د اختتاميه د دعا پرمهال دهېواد دټولو شهيدانو پاک روح ته دعا وشوه دلوى خداى پاک ج له سپېڅلي دربارڅخه د شهيدانو پاک روح ته د فردوس جنت او کورنيو ته يې دجميل صبر غوښتنه وشوه.

واکمن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *