په خوست ولایت کې د ( ژمن ) په نامه د یوه خصوصي ټلویویزون کارکونکی سلطان محمود خیرخواه نن سهار مهال د نامعلومو وسله والو لخوا ټپي کړای شو.

دغه پیښه د خوست ښار په ختیځه څنډه کې رامنځته شوې، نوموړی تر ټپي کیدو وروسته روغتون ته لیږدول شوی، او دامهال تر درملنې لاندې دی.

د هغه کورنۍ او همکاران وایي چې ښاغلي خیرخواه له چا سره شخصي دښمني نه درلوده او نه یې هم له دې وړاندې کوم ګواښ ترلاسه کړی و.

امنیتي مسوولین او د ښاغلي خیرخواه کورنۍ او همکاران په دې باوردي چې ښایي دغه پیښه به د هغه له مسلکي کارونو سره تړاو ولري.

امنیتي ادارو هغه سیمه کې چې ښاغلی خیرخواه پکې ټپي شوی پلټنې پیل کړې دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کیمټه په داسې حال کې چې د پیښې له امله سخته اندیښمنه ده، له حکومت څخه غواړي چې د هغه روغتیایي وضعیت ته په کتو هره ممکنه لومړنۍ مرسته چې اړتیاوي ویې نه سپموي.

کمیټه به د ښاغلي خیرخواه د درملنې او روغتیايي حالت د ښه کیدو لپاره خپله ټوله هڅه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *