خوست

تاند- د خوست په نسباً ارام ښار کې نن یوې تروریستي حملې لږترلږه ۵ تنه شهیدان او شاوخوا ۱۵ نور ژوبل کړل.

د شاهدانو او پولیسو په وینا چاودنه په یوه بازار کې وشوه او قربانیان یې عام ښاریان دي.

تراوسه پورې کومې ترهګرې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

خوست د حقاني شبکې د مرکز وزیرستان ګاونډی دی.

د خوست د عامې روغتیا ریاست وايي چې ۴ مړي او ۱۴ ټپیان وروړل شوي دي.

د خوست امنیه قومانداني وايي چې پېښه په بازار کې د ځای پر ځای شوی بم د چاودېدو په نتیجه کې شوې ده.

تراوسه دا هم څرګنده نه ده چې د حملې هدف څوک و.

تر دې پخوا هم په ځلونو په خوست او نورو جنوبي ولایتونو کې دې ته ورته بې هدفه بمی چاودنې شوي او بې شمېره بېګناه افغانان پکې شهیدان شوي یا ټپیان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *