اجمل جان –

په هېواد کې د یوې نیمې لسیزې د وروستیو پرمختګونو په لړ کې د ټولییزو رسنیو(انټر نېټ، ټویټر، فیسبوک… ) پراخ پوښښ خلکو ته د ډیرو اسانتیاوو سره، سره ځوانانو ته د مطالعي او پلټنې پوره چانس ورکړ.

خوست چې له مرکز لري پروت سرحدي ولایت دی دلته هم د دې برخې خدمات له مرکز نیولې تر کلیو او بانډو پورې په ډیر ښه شکل  رسیدلي دي، اوس ځوانان، محصلان، زده کوونکي، ښوونکي او د مطالعي مینوال کولی شي چې نه یوازې په مرکز بلکې په ټولو ولسوالیو، کلیو او بانډو کې د همدې ټولییزو رسنیو(انټر نیټ ،ټویټر،فیسبوک…) له خدماتو او ګټورو معلوماتو څخه د یوې غنې کتابخانې په توګه استفاده وکړي، خپل نظریات او معلومات د نورو هېوادوالو سره شریک کړي او د نورو د ګټورو معلوماتو څخه د ځان او ټولنې په ګټه استفاده وکړي.

د دې پرمختللي ټکنالوژۍ پراخ پوښښ د هغو هېوادوالو لپاره هم زیات سهولتونه رامنځته کړي چې د هېواده دباندې د خپلې کورنۍ لپاره د یوې ګولې حلالې نفقي د ګټلو په موخه تللي دي، اوس دوی کولی شي چې د همدې ټولییزو رسنیو (فیسبوک،ټویټر،سکایپ….) په مټ د خپلو کورنیو او دوستانو سره په ډیر ټېټ قیمت اړیکې ونیسي.

د دې ترڅنګ په خوست کې د سیمه ییزو او نړیوالو رسنیو ډیری کارکوونکي هم له انټرنېټې خدماتو خوښ دي او وايي چې دوی د پخوا په پرتله اوس په ډیره اسانۍ سره کولی شي چې هېواد وال د غږیزو،انځوریزو او ټولییزو(فیسبوک، ټویټر…) رسنیو له لارې د نویو پېښو، پرمختګونو او په نړۍ کې د روانو حالاتو څخه خبر کړي.

د دې سره سره چې په خوست کې غوره انټر نېټې خدماتو د خلکو په ژوند او کاروبار مثبت اغیز کړی دی خوبیا هم یو شمېر هېواد وال چې دهمدې پرمختللې ټکنالوژۍ په مټ په هېواد کې دننه او له هېواده دباندې دخپلو تجارتي کارونو دپرمخ بیولو لپاره استفاده کوي دلا ښه والي او چټکتیا غوښتنه کوي،چې ددوی ددې غوښتنې به ځواب کې د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوژۍ رئيس انجنیر ګل حبیب شاه بیا خلکوته ډاډ ورکوي چې ډیرژر به په خوست کې انټر نېټې خدمات د اوس په پرتله څو برابره چټک،پراخ او ارزانه شي او د خوست مرکز ترڅنګ ټولې ولسوالۍ، کلي او بانډې به تر خپل خدماتي پوښښ لاندې راولي.

د یادولو ده چې اوس مهال دخوست په مرکزکې څوبېلابېل انټر نېټې شرکتونه ښاریانو،دولتي ادارو کورنیو او بهرنیو مرستندویه موسسو او ادارو ته په مناسب قیمت پرته له کومې ستونزې خدمات وړندې کوي، د دې ترڅنګ ټولومخابراتي کمپنیو هم خپلو مشتریانو ته انټر نېټې سهولتونه برابر کړي دي.

One thought on “په خوست کې انټرنيټ او ټولییزو رسنیو ته ډیرخلک لاس رسی لري”
  1. ښاغلی رپورټر صاحب ستاسو له خبري پوښښ مننه خو د کومو خدماتو یادونه چې تاسو په رپوټ کې کړیده زما په اند تر ډیره حده د تامل وړ ده ځکه زه کله چې له کابله خوست ته تللی یم نو دهمدې بې کاره انټرنیټي خدماتو له امله مې په ورځو ورځو خپل ایمیل ادرس او فیسبوک پاڼه نده چیک کړي په ولسوالیو کې خو سوال نه پیدا کیږي مګر په مرکز کې هم د سړي زړه خوري تر څو چې درته خپله پاڼه خلاصه شي دا منو چې د خوست هیڅ سیمه د مخابراتي شرکتونو له ټلیفوني خدماتو نده پاتې شوي مګر انټرنیټي هغه یې بیخي کمزوري او په نشت حساب دي زه د خوست ولایت د یوه اوسیدونکي په توګه هیڅ کله هم ستاسو دا رپوټ کاملا نه تاییدوم .دلته ټلیفوني خدمات هم کمزوري دي زه درته ویډيو ښودلی شم چې څنګ په څنګ به دې دوه فونونه چالان نیولي وي مګر کله چې یو بل ته ترې زنګ ووهې نو همدغه کلیشه به ترې اورې چې(کومه شماره چې تاسو دایره کړي د اوس لپاره لاس رسی نه ورته کیږي او یا ګل دی)پداسې حال کې چې دواړه شمارې به ستاپه لاس کې وي.
    غوښتنه مو له مخابراتو وزارت داده چې خوست په اقتصادي او علمي برخه کې ډیر لوړ ګامونه اخیستي او اخلي یې نو هیله ده چې دغې سیمې ته انترنیتي خدمات په چټکتیا او ښه سرعت سره راولیږدوي تر څو مونږ هم له دغو خدماتو ګټه واخلو.
    زه اطمینان درکوم چې له دې خدماتو سره به مخابراتي شرمتونه زرګونه او لکونه زیاته ګټه وکړي.
    له ریپورټر په بخښنې سره.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *