په خوست کې د بهرنیو اسعارو په راکړه ورکړه بندیز ولګید او له دې وروسته هیڅوک نه شي کولای چې له افغانیو پرته په ښار کې راکړه ورکړه تر سره کړي خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان د ولایت مقام په اداري ناسته کې وویل چې له څو میاشتو راهیسې عایداتي کمیټې په پرلاپسې له کار کولو وروسته د افغانیو د ترویج طرحه نهایي شوي، تر څو ددې طرحې په عملي کولو سره په بازار کې په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه منع او په بشپړه توګه افغانۍ ترویج شي.
ښاغلي پټان وویل چې د افغانیو د ترویج لپاره د اذهانو جوړول مهم دي، تر څو په مرکز او ولسوالیو کې د بېلابېلو پروګرامونو له لارې عامه پوهاوی تر سره او په دې برخه کې ګوټلي ګامونه پورته شي.
ښاغلي پټان په خپلو خبرو کې وویل هیڅ دولتي اداره نه شي کولای چې له دې وروسته په بازار کې د قراردادونو او اړتیا وړ اجناسو د رانیولو پر مهال په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه تر سره شي، که هرې ادارې له افغانیو پرته راکړه ورکړه تر سره کړه له قانوني چلند سره به مخامخ شي. ښاغلي پټان وویل چې پر بهرنیو اسعارو د بندیز پر مهال به ټاکل شوي کمیټې او د نظارت ټیمونه ښار کې موجود وي او هیڅ څوک نه شي کولای چې د راکړې ورکړې پر مهال له چل او فریب څخه کار واخلي او سرغړونکي به له جدي قانوني برخورد سره مخامخ شي. ښاغلي پټان له اړوندو ادارو وغوښتل چې په هټیو او مارکیټونو او هغو ځایونو کې چې د اجناسو راکړه ورکړه تر سره کیږي نرخنامې وځړوي تر څو عام ولس متضرره نه شي.
په دې اداري ناسته کې دنورو موضوعاتو تر څنګ د جر او بحث وروسته پریکړه وشوه چې له دې وروسته د خوست ښار او اړوندو ولسوالیو کې ټوله راکړه ورکړه به په افغانیو صورت مومي او په دې برخه کې دې اطلاعاتو او کلتور ریاست، تصویري او غږیزې رسنۍ د عامه پوهاوی برنامې تر کار لاندې ونیسي او ټولې دولتی ادارې او اړونده همکار نهادونه او ولس دې پوره همکاري تر سره کړي. د یادولو وړ ده چې نن ماسپېښین خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان،خوست امنیه قوماندا مل پاسوال اختر محمد نوزوی، ښاروال انجینر عبدالبصیر محمدزي او د اقتصاد رییس انجینر احمدشاه د افغانیو د ترویج او په بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې د مخنیوي په اړه د مطبوعاتي کنفرانس له لارې ولس سره مالومات شریک کړل. نېټه:۱۳۹۷/۹/۲۴