خوست والي الحاج پوهندوی حکم خان حبیبي په دې اړه نیول شویو مراسمو کې فارغو محصلینو او د هغوی کورنۍ ته مبارکۍ وړاندې کړې او له فارغو محصلینو یې وغوښتل چې د زده کړې له دراوزې راونه ګرځي او هره ورځ دې د نورې پوهنې په تر لاسه کولو کې تلاشونه وکړي.

ښاغلي حبیبي وویل ټولنه هغه وخت نیکمرغه کیږي، چې وګړي یې  په علم سمبال، یوالی او وروروالي ولري.

د خوست والي په خبره په خوست کې په دولتي او خصوصي علمي مرکزونو کې هره ورځ پرمختګ رامنځ ته کیږي او ددې علمي بهیر تر شاه د پیاوړو کادرونو، ولایتي ادارې، قومونو او د خوست د شریفو ولسونو لاس دی.

ښاغلي حبیبي وویل چې په دې ولایت کې په دولتي او خصوصي کچه د خلکو لپاره د زده کړو په برخه کې سهولتونه برابر شوي او د همدې سهولتونو د پیاوړیتا لپاره منظم پلانونه تر کار لاندې دي.

ښاغلي حبیبي زیاته کړه، د ولایتي ادارې او د خوست د خلکو په همکارۍ د خوست هره برخه کې پرمختګونه رامنځ ته شوي او اوس خوست د هېواد له وتلو او ستراتیژیکو ولایتونو څخه ګڼل کیږي.

خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي د لوړو زده کړو له موسسو او نورو علمي مرکزونو څخه وغوښتل چې کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي او د معیاري خدماتو په وړاندې کولو سره د تخنیکي وسایلو په پیاوړتیا او د مسلکي کادرونو په روزنه کې هڅې وکړي، ترڅو ټولنه ته غوره خدمات وړاندې کړي.

ښاغلي حبیبي وویل چې په خوست کې د طب په برخه کې د ښځینه ډاکټرانو تشه تر ډېره له منځه تللي او مهال په دولتي او خصوصي روغتیايي سکتور کې د پام وړ ډاکټران ګمارل شوي.

همداشان خوست والي الحاج پوهندوی حکم خان حبیبي عامې روغتیا ریاست ته لارښونه وکړه، چې د نویو فارغو ډاکټرانو په عملي روزنه کې خپل ظرفیتونه لوړ کړي او د همدې شته ظرفیتونو له لارې دوی ته د عملي زده کړې موقع برابره کړي.

په دې غونډه کې د احمدشاه ابدالي د لوړو زده کړو موسسې موسس دکتور بادشاه زار ابدالي وویل چې  نن خوښي څرګنده وي، چې ۹۸ کادرونه ټولنې ته وړاندې کوي، هغه په خپلو خبرو کې له ولایتي ادارې مننه وکړه، چې د علمي مرکزونو په پیاوړیتا کې هڅې کوي او په خوست کې یې د علم بهیر لا قوت موندلی.

ښاغلي ابدالي وویل چې دوی به په خپلو موسسه کې کیفیت ته لار پاملرنه وکړي او ټولنې ته به  لا معیاري خدمات وړاندې کړي.

په دې مراسمو کې د ولسي جرګې استازي کمال ناصر اصولي، د بېلابېلو ادارو مسولینو، استادانو او محصلینو په خپلو خبرو کې فارغو محصلینو ته د مبارکۍ اظهار وکړ او له خپله اړخه یې د روغتیايي خدماتو په برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

نېټه:۱۳۹۷/۶/۱۶

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *