د چهارشنبې په ورځ د سولې او یووالي لپاره د همکارې موسسې لخوا په خوست ولایت کې د افراطیت څخه د مخنیوي په موخه دوه ورځېنی کنفرانس پيل شو چې دخوست د والي ترڅنګ په کې ګڼ شمېر دیني عالمانو،قومي مشرانو،مېرمنو،د مدني ټولنو فعالینو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.
د کنفرانس په پيل کې د مصرهېواد دیني عالم دوکتور محمود احمد د کنفرانس په موخه خبرې وکړې او ویې ویل دوی پلان لري چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ثبات د تامین او د افراطیت د مخنیوي لپاره علمي کنفرانسونه دایر کړي، ترڅوددې کنفرانسونو د لارې دیني عالمان دافراطیت د مخنیوي لپاره په یوه غږ عملي کار وکړي .
خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي دا د وخت لویه اړتیا وبلله چې په ټولنه کې د اسلام د مقدس دین په نوم د پيل شویو فعالیتونو د مخنیوي لپاره جید عالمان کېني او نړۍ ته وښایي چې اسلام د افراطیت دین نه بلکې د سولې ، اخوت ،یووالي او ثبات دین دی . ده د کنفرانس له ګډونوالو وغوښتل چې په دغه دوه ورځېني پروګرام کې په هغه څه بحث وکړي چې د اسلام د مقدس دین سره هېڅ اړخ نه لګوي خو ځينې کړۍ یې د خپلو شخصي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په اسلام ورتپي .
د نوموړي په وینا د اسلام او افراطیت ترمنځ هېڅ رابطه وجود نه لري ، اسلام د عدل،سولې او اخوت دین دی په کار ده چې ټول مسلمانان په خپلو ځانونو باندې الهي ارشادات په رښتیني توګه عملي کړي، ترڅو اسلامي نړۍ په خاص ډول افغانان د اسلام په نوم د تپل شویوناخوالو وژغورل شي .
خوست والي په دیني عالمانو غږ وکړ چې د ټولنې د عامه پوهاوي لپاره منظم پلان جوړ کړي او خلک پدې وپوهوي چې افراطیت د اسلام دمبین دین له نظره ګناه دی او هېڅ وخت اسلام چاته دبل د وژلو،د مال د لوټولو،د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ،غیبت ،بهتان او توهین رسولو اجازه نه ورکوي ،بلکې دا د اشخاصو ګناه ده چې دا ډول ناروا کړنې سرته رسوي .په همدې اساس یې د کنفرانس له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې له دې فرصت څخه پرځای ګټه پورته کړي او په ټولنه کې د اصلاح او مثبت سمون د راوستو لپاره د اسلامي او ملي مسوولیت پربنسټ رښتینی کار وکړي .دده په وینا یو شمېر خلک چې د اسلام د مبارک دین په نامه جاهلانه کړنې سرته رسوي هغوی د اسلامي احکامو ناخبره دي په کار ده چې دیني عالمان د هغوی د ذهنونو په تنویر کې اساسي رول ولوبوي .
وروسته د حج او اوقافو ریس مولوي اظهارلدین،د علماوو شورا مشرمولوي شاه محمد او یو شمېر نورو دیني عالمانو د موضوع په تړاو خبرې وکړې .دوی په خپلو خبرو کې په افغانستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې د اسلام په نوم بېځایه وژنې،غلاوې،ځورونې او تاوتریخوالی په سختو ټکو وغنده او ژمنه یې وکړه چې د ټولو هغو ناروا کړنو پرضد چې د اسلام د مقدس دین په نوم د خاصو اهدافو لپاره ترسره کیږي،په یوه غږ مبارزه کوي .
دوی وویل په اسلام کې افراطیت هېڅ ځای نه لري بلکې اسلام هغه دین دی چې په سوله ،ثبات،امن او ورورګلوۍ ټينګار کوي او پدې برخه کې هراراز تشدد ناروا ګڼي .په همدې اساس یې په مسلمانانو په ځانګړي توګه په افغان ملت غږ وکړ چې د افراطیت څخه ځانونه وساتي او هغه خلک چې داسلام د مبارک دین په نوم افراطي کړنې ترسره کوي ددې ناروا عمل څخه راوګرځوي .وروسته دکنفرانس ګډنوالو په ګروپي شکل کار پیل کړ چې هرګروپ به دافراطیت خلاف او د هغې د مخنیوي لپاره د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې یو له بله سره ګټور نظریات تبادله او د هغې په رڼا کې به عملي کار پيلوي .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر۱۳۹۵-۱-۴ چهارشنبه