دخوست ولايت په مرکزي ستر جامع جومات کې د ولايتي چارواکو، ولايتي شورا، علماوو شورا، د سولې ولايتي کمېټې،د مدني ټولنو او د دغه ولايت د مرکز او ولسواليو د بېلابېلو قومونو د مشرانو، ديني عالمانو، د پوهنتون د استادانو او سلګونه ځوانانو له لوري د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ د شهيدانو په حق کې د فاتحې او تعزيت مراسم پرځاى شول.

پدغو مراسمو کې د ولايت مقام مرستيال او سرپرست عبدالواحدپټان،د ولايتي شورا ريس سېدکريم خان خاکسار،امنيه قوماندان سمونوال فيض الله غيرت،د شېخ زايد پوهنتون ريس پوهندوى محمدرسول باوري،د علماوو شورا مشر مولوي شاه محمد، ګڼ شمېر دولتي ريسانو، ملکي او نظامي چارواکو،سلګونو مشرانو، عالمانو او ځوانانو ګډون درلود.

په سر کې دسلګونو شهيدانو د ارواو د خوشالولو  په موخه د فاتحې مراسم ترسره شول  او همداشان د قرآن عظيم الشان مبارک ختم وشو.ترڅو روحونه يې ارام او لوى پروردګار ورته جنت الفردوس ورپه برخه کړي.

د فاتحې په وروستۍ برخه کې د ولايت مقام مرستيال او سرپرست عبدالواحدپټان د بدخشان د ارګو ولسوالۍ په پېښه د ولايتي ادارې اود خوست دخلکو په استازيتوب سخته خواشيني وښوده او له دوى سره يې پدغه غم کې ځانونه شريک وبلل.

پټان وويل شاوخوا يوه اونۍ وړاندې د غره د ښووييدنې له امله د بدخشان سلګونه وګړي تر خاورو لاندې شول او سلګونه نورې کورنۍ  بې کوره شوې، چې دده په خبره دا يوه ستره نه هېرېدونکي غميزه ده، چې د افغانستان مسلمان ملت ورسره مخامخ شوى دى.نوموړي په خپلو خبرو کې د شهيدانو او زيانمنو کورنيو ته د تسليت مراتب وړاندې کړل.

د ولايت مقام مرستيال او سرپرست عبدالواحوپټان دخوست دخلکو څخه مننه وکړه، چې د بدخشان له غمځپلو کورنيو سره يې واقعاً د لومړۍ ورځې څخه تر دې مهاله پوره د هرازمرستو هڅې کړي او دغه غم يې د خپل ځان بللى.نوموړي زياتوله افغانستان د ټولو هېوادوالو شريک کور دى، پدې کې مېشت وګړي ټول افغانان دي، نو که چېرې د هېواد په هره سيمه کې خداى مکړه کومه پېښه رامنځته کيږي، نو په همدې بڼه ټول هېوادوال پرې غمجن واوسي او د خپل توان مطابق ورسره مرستې وکړي.

د ولايتي شورا ريس سېدکريم خان خاکسار هم د بدخشي وروڼو سره پدغه غمجنه پېښه کې ځان او دخوست ولسونه شريک وبلل او ويې ويل چې پدې پېښه دخوست هر وګړى سخت دردېدلى او هېڅ وخت به يې له ياده ونه وځي.

خاکسار د شهيدانو کورنيو، خپلو خپلوانو او د بدخشان ولسونو ته د ډاډګېرنې پيغام ورکړ او د هراز همکاريو ژمنه يې وکړه.

د مدني ټولنې په استازيتوب الياس وحدت خبرې وکړې، ده وويل د بدخشان د پېښې له امله دخوست ټول وګړي په دوه لحاظه سخت غمجن دي، يو دا چې د اسلام مبارک دين حکم کوي، چې ټول مسلمانان يو له بله سره وروڼه دي او  د يوه وجود حيثيت لري.همداشان له بلې خوا موږ د بدخشان په غميزه د ملي تړون په اساس داسې احساسوو،لکه  دغه ستره پېښه چې د خوست په يوه کلي کې شوي وي.دده په خبره هغه ملت چې ګټې او تاوانونه،غم او خوشالي،وياړونه او تاريخونه يې شريک وي، ټول يو وجود دي، نو په همدې اساس د خوست ولسونه د بدخشان خلک خپل وجود ګڼي او په پېښه ژوره خواشيني او غمشريکي څرګندوي.د وحدت په خبره ددغې ژورې خواشينۍ ښه بېلګه داده، چې د تېرو څو ورځو راپدېخوا  د زيانمنو کورنيو سره د مرستې د راټولولو په کمپاين کې د نرينه ترڅنګ مېرمنو هم د خپل وس مطابق  پدې موخه مرستې رالېږلي، چې د بدخشان غم ځپلو کورنيو ته پرې خوراکي او غيرخوراکي توکي ورولېږي.

د يادولو وړ ده، چې د تېرو څو ورځو راپدېخوا دخوست په مرکز او ولسواليو کې سوداګرو،محصلينو،علماوو، مشرانو، روڼ اندو، مدني ټولنو ، د حکومت د ملکي او نظامي مامورين له خوا د مرستو د راټولولو کمپاين پيل شوى، چې سبا د جمعې په مبارکه ورځ به د جمعې د لمانځه وروسته دخوست د مرکز او ولسواليو په ټولو جامع جوماتونو کې چنده راټوله شي او د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ  مصيبت ځپلو کورنيو ته به ور ولېږل شي.

د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

مبارزمحمدځدراڼ

نېټه : ١٨-٢-١٣٩٣

ورځ : پنجشنبه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *