ارواښاد احمدشاه

تاند- د خوست والي وايي، د بي بي سي د خبریال احمد شاه د قتل په تور څو تنه نیول شوي دي.

د بي بي سي خبریال احمد شاه شاوخوا ۱۰ ورځې وړاندې په خوست ښار کې د نامعلومو وسله والو په ډزو شهید شو.

په همدغه ورځ /اپریل ۳۰مه/ چې احمد شاه په خوست کې وویشتل شو، په کابل کې په دوو تروریستي انتحاري حملو کې ۹ خبریالان او ژورنالیستان له ۱۲ نورو افغانانو سره شهیدان شول.

د خوست والي حکم خان حبیبي نن /پنجشنبه/ په یوه خبري غونډه کې وویل، د احمد شاه قاتلان نیول شوي او ژر به عدلي او قضايي اورګانونو ته وسپارل شي.

ښاغلي حبیبي همداراز وویل، د امنیتي او کشفي ادارو د هلوځلو په نتیجه کې قاتلان نیول شوي او اوس تحقیقات ورڅخه روان دي.

ده ونه ویل چې نیول شوي کسان څوک دي او یا یې شمېر څو تنه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *