تاند – د افغانستان په خوست ولایت کې د بي بي سي پښتو خبریال احمدشاه نن /د اپریل ۳۰مه/ د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو.
ویل کیږي چې احمدشاه خواوشا ۴ بجې کور ته په لاره روان وو چې په موټرسایکل سپرو ترهګرو پرې ډزې وکړې او ویې واژه.
د ارواښاد احمدشاه په وژل کېدلو سره نن په افغانستان کې د وژل شویو ژورنالستانو شمېر ۱۰ ته ورسېد چې ۹ نور یې د نن ورځې د سهار په ترهګریزو بریدونو کې په کابل کې وژل شوي ول.
د تېرې اونۍ د چارشنبې په ورځ په کندهار ولایت کې د کابل نیوز تلوېزیون خبریال عبدالمنان ارغند هم د وسله والو په برید کې وژل شوی وو.
؟؟؟دا ولې څوک تبصرې نکوي داځوان چا وواژه اوولې