شیخ زاید پوهنتون

د تېرو درې نیمو لسیزو جنګ جګړو او ناخوالو له امله دهېواد ترڅنګ خوست هم په هر اړخیز ډول سخت زیانمن شوی ؤ او خلک يې دسختو ستونزو سره لاس اوګریوان وه، چې د دې ستونزو دلري کولو په موخه د خوست اوسني والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي د خوست هر اړ خیزې بیارغونې ته دکاري لومړیتوبونو په سرکې ځای ورکړ، پنځه کلن ستراتېژیک انکشافي پلان يې ترتیب او د عملي کیدو لپاره ددولت ،ملي او نړیوالو مرستندویه موسسو مرستې راجلب کړي، چې له نېکه مرغه د دې هلوځلو په ترڅ کې خورا دپام وړ او بې ساري ډول پراخې بیارغنیزې تولګټې پروژې تطبیق.چې تر ۲۹۰ زیاتې يې یوازې په ۱۳۹۳ کال کې دولایت په بېلابېلو ولسوالیو،کلیو او بانډوکې چې دښوونځيو ودانۍ، روغتیايي مرکزونه، سرکونه،د۶۰ تر ۱۶۰ مترو پورې اوږده پلونه، استنادي دیوالونه ،سربندونه …. اونورپکې شامل دي تطبیق شوي دي،چې له جملې يې تر سلو زیاتې پروژې دملي پيوستون په چوکاټ کې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

ددې ترڅنګ په خوست کې همدا اوس دبېلابېلو سکتورونو په چوکاټ کې تر ۱۲۰۰ زیاتې نورې ټولګټې پروژې دپنځه کلن ستراتېژیک انکشافي پلان له مخې تر کار لاندې دي، په یادو پروژو کې،دښوونځيولپاره ودانۍ،روغتیايې مرکزونو، استنادې دیوالونو،سربندونو،سرکونو ترڅنګ دمرکز اړوند ایوب خېلو او دتڼیو ولسوالۍ د سېګۍ دوه لوی پلونه چې ډیر ی کارونه يې مخ په خلاصیدو دي هم شامل دي.

د ذکر شویو ۱۲۰۰ پروژو چې اوس مهال تر کار لاندې دي او کارونه يې پرته له کومې ستونزې دمسلکي انجنیرانو تر دقیق څار لاندي په ډیر ښه شکل سره راون دي تر ۷۴۰ زیاتې يې دملي پیوستون په چوکاټ دخوست په ۱۲ ولسوالیوکې تطبیق کیږي، له هغې ورځې چې په خوست کې دملي پیوستون بیارغنیز فعالیتونه پيل شوي تر ۹ کلونو اوړي،په دې نهه کلنه موده کې دملي پيوستون په مټ د بېلابېلو ولسوالیو په سلګونو کلیو کې تر ۱۸۷۱ زیاتې پروژې د ولسي ستونزو د راکمولو او دخلکو په ژوندکې دمثبت بدلون راوستلو په موخه تطبق شوي دي. دا اداره په پلان کې لري چې په راتلونکي ۱۳۹۴ مالي کال کې هم دخوست په موسی خېلو ،مندوزیو ،تڼیو ،باک، تریزیو او صبریو ولسوالیو په ۲۸۲ کلیو کې دملیونونو ډالرو په ارزښت ۴۳۶ نورې نوې پروژې هم تطبیق کړي.

دا یوازې پروژې نه دې چې د ولسي ستونزو دحل په موخه ترسره کیږي،بلکې دترسره کیدونکو ټولګټو پراخو بیارغنیزو پروژ په مټ ددې ولایت زرګونو ځوانانو ته دکارزمینه هم برابره شوې ده، ډیری دنظر خاوندان په خوست کې د وروستیو بې ساري پرمختګونو لامل دسیمه ییزې ادارې دغوره رهبرۍ او میشتو ولسونو پراخه همکاري چې دخپلې ولایتي ادارې او نظام سره يې کوي بولي.

خوست میشت ولسونه د وروستیو شویو پرمختګونو په رامنځته کیدو خوښ دي، دوی دلازیاتو بیارغنیزو انکشافي کارونو دترسره کولو لپاره له مرکزي دولت او سیمه ییزې ادارې غوښتنه کوي چې دشته فرصتونو څخه په استفادې دې دخوست لپاره لا زیاته توجه وکړي.

افغان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *