خوست-افغانستان
ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر
نېټه:١٨-٩-١٣٩٢
د خوست ولايت په دولتي مېلمستون کې دولايت مقام په نوښت او دافغانستان د سيمه ييز حاکميت دپروګرام  يا ASGPپه   ملاتړ سره ديوې لويې غونډې په جوړيدو سره دسلګونو ميرمنو له لوري دکورنيو شخړو اولانجو پرضد
يوسترکمپاين پيل شو،په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې دخوست ولايت دوالي عبدالجبارنعيمي ترڅنګ ،دولايتي شورا وکيلانو ،دميرمنو چارو رئيسې خاوري اميري اودخوست ولايت دولسواليو په لسګونو ميرمنوګډون کړى وو.
خوست والي عبدالجبارنعيمي غونډې ته په خپله پرانيستونکې وينا کې وويل د دغه کمپاين هدف دادى ترڅو دخوست ولايت ټولې درنې ميرمنې دټولنې ديوې مهم قشر په توګه دکورنيو شخړو  اولانجو په هواري کې رغنده همکاري وکړي ،ټولې هغه لانجې او شخړې چې دکورنيو ،کليو او سيمو ترمنځ يې دبې باورۍ او خواشينۍ فضاء رامنځته کړې په اسلامي مسووليت سره هوارې کړي ،په حکمت او مشوره سره يې پرضد مبارزه ترسره کړي.
خوست والي زياته کړه  ددغه کمپاين په لړ کې بايد  دخوست ولايت ټولې ميرمنې په ټولنيز مسووليت سره دخپلو کورونو څخه ولس ته دماشومانو دروزنې، سولې ،امن او نيکمرغه کورنۍ پيغام واستوي  اوټولې هغه کړنې دې په ټينګه وغندي چې هم په ټولنه کې بې باوري رامنځته کوي او هم په ټولنه کې دبشري هوساينې او نيکمرغۍ مخه نيسي.

نوموړي زياتوله  ميرمنې بايد دکورنيو نظم،يووالي ،پاکۍ ،ټولنيزو اخلاقو رعايت  ته ځانګړې توجه وکړي او دغوره مور ګانو په شان دې هر مور په هره کورنۍ کې دمعلم په حيث دنده سرته ورسوي اوخپل هر ماشوم دې داسې وروزي چې په راتلونکې کې خپل ولس ،خاورې اوتاريخ ته دخدمت جوګه شي.
خوست والي دميرمنو په وړاندې هرډول تارتريخوالى ،په بدو کې دميرمنو ورکول،لوړ ولور ،زور زياتى او نورې ناوړه کړنې په ټينګه وغندلې دټولنې په ټولو قشرونو يې غږ وکړ چې دميرمنو دحقوقو ددفاع په لاره کې همکاري وکړي او دخوست ولايت په ټولوسيمو کې دميرمنو په وړاندې ترسره کيدونکي ناروا کړنې وغندې .
نعيمي له ميرمنو وغوښتل چې په راتلونکو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي او دولايتي ادارې سره يوځاى دسيمه ييز حاکميت دپروګرام په پياوړتيا او دغوره حکومتدارۍ دبنسټونو دتقويت په برخه کې اساسي همکاري وکړي   او په خپل کور، کلي اوسيمه کې نارينه دې ته وهڅوي چې دقومي شخړو ،لانجو او منازعاتو مخه ونيسي.
خوست والي دټولو هغه بنسټونو څخه مننه وکړه چې په واقعي توګه دميرمنو د حقوقو ددفاع ،ژوند دښه والي اوروزنې په برخه کې کارکوي اوپه دې لاره کې غوره تګ لارې لري.
دميرمنو چارو درياست درئيسې اغلې خاور اميري دخوست ولايت مقام دغه نوښت اوپرځاى ګام وستايلو چې دلومړى ځل لپاره يې په دغه ولايت کې دټول ولايت د ميرمنو داستازو اوبنسټونوپه ګډون دکورنيو شخړو او لانجوپرضد يو کمپاين پيل کړ ، اميري وويل چې دغه کمپاين يوټولنيز مسووليت دى بايد هميشه دوام ورکړي اوټولې ميرمنې په کې برخه واخلي.
دولايتي شورا وکيلانو اغلې زهره جلال او نعت بي بي هم په خپل وارسره خبرې وکړې له ميرمنو يې وغوښتل چې په دغه کمپاين کې برخه واخلي اودخپلو کورنيو د ستونزو په هواري کې ترهر چا وړاندې ګام اوچت کړي دوى دولايتي شورا اودخوست دميرمنو په استازيتوب له ټولو وغوښتل چې په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي.
دټاکنو دخپلواک کميسيون دولايتي دفتر دعامه پوهاوي مسوولې اکبري له ميرمنو وغوښتل چې درايې کارتونه ترلاسه اوپه راتلونکو ټاکنو ګډون وکړي اوهغه چاته رايه ورکړي چې دولس او هېواد لپاره غوره تګ لارې ولري.
ديني اوجيد عالم مفتي حبيب الرحمن  خوستي داسلام دمقدس دين په رڼا کې دميرمنو دحقوقو او مسووليتونو په اړه رڼا واچوله ،ميرمنې يې دټولنې په اصلاح اوپرمختګ کې يومهم ځواک ياد کړ او ددوى حقوق يې  دبشپړ احترام وړ
وبلل ،ښاغلي خوستي وويل ميرمنې ديوې کورنۍ په جوړولو کې ستراسلامي مسووليتونه لري ،نوټولې ميرمنې بايد دکورنيو شخړو او لانجو په هواري کې ترچا وړاندې ګام اوچت کړي .
ديادونې وړ ده ،چې په تيرو درې نيمو کالونو کې په خوست ولايت کې دميرمنو
لپاره په هره برخه کې دکار کولو ،زده کړو او ژوند دښه ووالي لپاره ښه
زمينه مساعده شوې ،پخوا په دغه ولايت کې ميرمنو نه شواى کولى چې په لويو
غونډو اوپروګرامونو کې ګډون وکړي ،مګر له نيکمرغه نن ورځ په دغه ولايت کې
په بېلابېلو ښوونيزو مرکزونو دانجونوشميره څه دپاسه ٩٤٠٠٠تنو ته رسيدلي
او ددې ترڅنګ ګڼ شمير ميرمنې په دولتي ادارو کې کارکوي او دبېلابېلو
بنسټونو په چوکاټ کې خپلو خلکو او ولايت ته خدمت کوي اوپه څرګنده توګه
دخپل حقوقو او غوښتنو په تړاو غږ اوچتوي.
واکمن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *