د خوست ولایت دمرکز اړوند دمېلماکوټ په نوم د هغه تاریخي باغ د څلوردېوالۍ ساختماني چارې پیل شوې چې دخوست ادارې او مېشتو ولسونو یې دتېرو څوارلسو کالونو راپدېخوا دوامداره غوښتنه کوله .
د چهارشنبې په ورځ د کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر او خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي ددې ولایت د پوځي او ملکي چارواکو،ولایتي شورا ، قومي مشرانو،دیني عالمانو او مدني فعالانو په ملتیا سره د مېلماکوټ باغ ته ولاړل او هلته یې د څلوردېوالۍ جوړولو پخاطر د بنسټ ډبره کېښوده .
د مراسمو پرمهال د کرنې ،اوبولګولو او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیرد رسنیو سره په خبرو کې وویل چې وزارت یې ژمن دی چې په خوست ولایت کې به لومړی په مېلماکوټ باغ باندې د پلان سره سم هرکال سرمایه ګزاري کوي ترڅو ټولې برخې یې په بشپړ ډول بیا احیا او خلکو ته د تفریح او ګټې وړوګرځي .
ده وویل داوس لپاره به د کرنې ،اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له انکشافي بودجې څخه په (۱۸) اتلس مېلیونه افغانیو د باغ څلوردېوالي او یوشمېر نور اړین ملحقات جوړ شي خو وروسته به د هغې په تعقیب نورې مرستې ترسره شي .
خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي پدې خوښي څرګنده کړه چې د کرنې ،اوبولګولو اومالدارۍ وزارت دخوست ولایتي ادارې او ولسونو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایه او پدې ولایت کې یې د دوو مهمو برنامو د پیلېدو ترڅنګ د مېلماکوټ تاریخي باغ بیا احیا او جوړولو ته عملي توجه وکړه .
ده وویل دغه باغ په (۸۵) پنځه اتیا جریبه ځمکه کې ډېر پخوا جوړ شوی چې په بیا احیا سره به نه یوازې دخوست ولایت لپاره د تفریح سیمه وګرځي بلکې د کرنې ،اوبولګولو او مالدارۍ ریاست به وکولی شي چې ددې باغ څخه دپخوا په شان زیات شمېر سبزي جات او مېوې مارکېټ ته وړاندې کړي . ده هم ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره په خوست کې د کرنې او مالدارۍ ترڅنګ دتاریخي باغونو بیا احیا او جوړولو ته لازمه توجه لري .
ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
۱۳۹۴-۱۱-۱۴ چهارشنبه