په دې ناسته کې چې داطلاعاتواو کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین ډاکټر کمال سعادات، ځوانانو، قومي مشرانو، علماکرامو او میرمنو ګډوون کړی و خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان په خپله کې وینا کې د هېواد په جوړونه کې د ځوانانو ونډه مهمه وبلله او ویې ویل چې همدا ځوانان دي چې د ټولنې په رغونه کې مهم رول لري او کولای شي چې د سولې په راوستو او شته ناوخوالو په لامنځه وړلو کې اغیزناک رول ولوبوي.
هغه وویل چې په ورستیو کې د ځوانانو د پرمختګ او په دندو ګمارلو کې پرمختګونه رامنځ ته شوي او د دوی راتلونکې ته پاملرنه شوي.
ښاغلي پټان وویل چې ځوانانو ته زیات مسولیت متوجې دی او کولای شي د خپلې انرژۍ په کارولو سره ټولنه کې مثبت بدلون رامنځ ته کړي.
په همدې مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین ډاکټر کمال سعادات په خپله وینا کې ځوانان سولې او ورووالۍ ته راوبلل او له دوی یې وغوښتل چې د ناوړه رواجونو په مخنیوي کې سالمه مبارزه تر سره کړي او چا ته اجازه ورنه کړي چې په ټولنه کې ستونزې رامنځ ته کړي.
هغه وویل چې ناوړه دودونو ځوانان بهرنیو هېوادونو ته په تګ مجبور کړي او ددې رواجونو د ختمولو لپاره د علماکرامو او قومي مشرانو رول مهم دی.
ښاغلي سعادات وویل چې دوی به د خپلوزارت په چوکاټ کې د ځوانانو لپاره د تعلیم، ټولنیزو پرمختګونو او په خصوصي پوهنتونو کې د ګمارنې موقع برابرې کړي.
په دې ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور رییس، محمد امین شاه الفت، د ولایتي شورا استازي قمرعلي لکڼوال، د سولې شورا استازي الحاج روسل محمد ټني، اغلې نعت بي بي، مدني فعال نجیب الله الوخېل او مفتي حبیب الرحمن په خپلو وینا کې د ځوانانو په رول خبرې وکؤې او له دوی یې وغوښتل چې د یوالي او سولې په راوستو کې ګوټلي ګامونه پورته کړي او همداشان د خپل نظام څخه ملاتړته دوام ورکړي.
د یادولو وړ ده، چې په دې ناسته کې د هکي لوبډلې لوبغاړي د خپلو ورستیو بریاوو له امله وستایل شول او همداشان د ځوانو رضاکارانو نوې شبکه هم پرانېستل شوه، چې له دې وروسته به په مستقیمه توګه په رضاکارانه کارونو کې ونډه اخلي.
نېټه: ۱۳۹۷/۹/۶