په دې وروستيو کې په خوست کې ځوانانو کتاب او مطالعې ته مخه کړې چې کتونکي د دغو ځوانانو راتلونکى روښانه بولي.
١٣٩٢-١٠-٢٢
راپور کريم الله نظيري
ويل کېږي چې ښه کتاب ښه ملګرى دى دې اصل ته په پام هرڅوګ غواړي چې له کتاب سره ملګرتيا وکړي اودا ټولو ته روښانه ده چې يوازې د کتاب سره ملګرتيا مو په بره بيايي زمونږ ذهن ته وده او پراختيا ورکوي.
دکتاب سره دژورې مينې په پايله کې انسانان له ډېرو لوړو ارزښتونو څخه برخمن شويدي ، که ديو چا زده کړيزه کچه ټيټه وي خو دکتابونو په لوستلو سره هراړخيزه معلوماتي پانګه لري.
اوهغه څوګ چې ډېره زده کړه يې کړي وي خو مطالعه نه لري نو دوخت په تېريدوسره ترې زده کړي هم هېريږي.
داچې پخوا دکتابونو لاسته راوړل ستونزمن وواوخلکو ته دکتابونو پيداکول مشکل وو، خوداچې اوس مو په هېواد او سيمه کې دښوليکوالانو ،اديبانو،پوهانو او استادانو په هڅو سره په هره برخه لکه اسلامي،ادبي،سياسي، ټولنيزو،ښوونيزو او نورو بېلابېلو موضوعاتو اړوند کتابونه ليکلي چاپ او دلوستونکو ترګوتو رسيدلي اولاهم دا چاره دوام لري.
اوددې ترڅنګ لوستي کسان دپرمختللي تکنالوژۍ انټرنېټ په مټ له ويبپاڼو همدارنګه له تصويري،غږيزو اوچاپي رسنيو په وسيله هراړخيز معلومات اوپوهاوى حاصلوي او اړکېږي چې دخپل ذوق مطابق کتابونه ولولي.
په مطالعه کې خپل ذوق هغه اصل دى چې پوهانو منلى او په دې عقيده دي چې دذوق سره سمه مطالعه کولاى شي دلوستونکي لپاره خوندوره او په زړه پورې تمامه شي.
خوکه چېرې څوګ دخپل ذوق مطالعه ونکړي دې معلوماتو په لاسته راوړنه کې نېمکړى پاتې کېږي او نشي کولاى چې خپل هدف لاسته راوړي.
داچې دهېواد دنورو سيمو په څېر په دې وروستيو کې په خوست کې هم دکتاب او مطالعې مينه وال ډېر شويدي چې کتونکي يې لاملونه دښوونې او روزنې غوړيدا ،کتابونو او کتابتونونوته دخلکو لاسرسى او په هېواد کې روان سياسي حالات بولي.
ځوانان هم دامني چې مطالعه دانسان ذهن ته وده ورکوي معلوماتي پانګه لوړوي او له زده کوونکو او محصلانوسره په درسونو کې همکاري کوي نو ځکه دوى هم مطالعې ته مخه کړېده.
داچې په خوست کې دپوهنې وزارت په نوښت په هرښوونځي کې علمي کتابتونونه جوړشوي او زده کوونکي ورنه استفاده کوي،خوډيرى زده کوونکي بيا په دې باورد ي چې دغه کتابتونونه هراړخيزکتابونه نه لري نو دوى اړکيږي چې دښار په کتاب پلورنځيو کې کتابونه واخلي .
په خوست ښارکې دغرغښت کتاب پلورنځي مسول محمد طاهر هم مني چې په خوست کې دکتاب او مطالعې مينه وال ډېر شوي دى وايي چې ډيرى ځوانان ورځي او دخپلې خوښې کتابونه اخلي او لولي يې.
همدارنګه هغه ځوانان چې دکتاب اخېستو وس نه لري دوى دخوست داطلاعاتو او فرهنګ رياست له عامه کتابتون څخه دڅوورځو په مخه کتابونه وړي او لولي يې او دې عامه کتابتون ددوى لاسنيوى کړى دى.
داچې په ورځ کې څومره ځوانان دې کتابتون ته ورځي او په کومه برخه کې دمطالعې مينه وال زيات دي ؟ دغه پوښتنې مو دخوست عامه کتابتون مدير ښاغلي( حضرت محمد ارمان ) ته مخته کړې ده يې په اړه نن اېف اېم ته وويل چې خوست عامه کتابتون دا مهال په بېلابېلوبرخوکې دلسو زرو په شا وخوا کې کتابونه لري ځوانان ورځي او دخپلې خوښې وړ کتابونه دمطالعې لپاره وړي .
په خوست کې سياسي شنونکي ،کتونکي او استادان په دې نظردي چې که دکتاب او مطالعې سره دځوانانو مينه همداسې دوام وکړي او نور هم په دې برخه کې پوهاوى وشي نو ددغو ځوانانو راتلونکى به روښانه او دهېواد د جوړيداپه برخه کې کې به اغيزمن تمام شي.
په خوست کې درسنيز مرکز مشر او دشېخ زايد پوهنتون دژورنالېزم پوهنځي استاد فاروق جان منګل وايي چې پخوا به ځوانانو يوازې ادبياتو په برخه کې مطالعه کوله خو اوس په هره برخه کې ځوانان مطالعه کوي .
ديادونې وړده چې په خوست کې دمطالعې مينه وال په داسې حال کې ډېر شوي چې لاهم په ځينو ښوونځيو کې دپوهنې وزارت په هلو ځلو جوړشوي کتابتونون بند پاتې دي او زده کوونکو ترې هېڅ استفاده نه ده کړې.