د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په زیار او د جرمني هیواد په مالي ملاتړ په خوست ولایت کې نړیوال لوبغالی رغول کیږي.
ددغه نړیوال لوبغالي رغنیزې پروژې هوکړه لیک نن د افغانستان کرکټ بورډ ادارې غونډو په خونه کې د پرمختیایي مرستو موسسې (ORD) او د الاسکا ساختماني شرکت ترمنځ لاسلیک شو. په دغو مراسمو کې سلاکار وزیر او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر شهزاده مسعود، اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد، د پرمختیایي مرستو موسسې (ORD) مشر محمد خالد سلیمی، د الاسکا ساختمانی شرکت مرستیال فاروق جان، د پارټریپ بنسټ (Partrip Foundation) استازی انجنیر ضیاءالحق ضیاء، د کرکټ بورډ ادارې تخنیکي کارکونکو او د رسنیو همکارانو ونډه درلودله.
د غونډې په پیل وینا کې سلاکار وزیر او د کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود د جرمني هیواد په ځانګړي ډول د پارټریپ بنسټ څخه مننه وکړه چې د خوست په ولایت کې د معیاري لوبغالي رغولو پروژه یې د عمل ډګر ته وسپارله. مسعود د خوست ولایت له مقام څخه هم مننه وکړه چې د دغه لوبغالي رغولو لپاره یې په مناسب ځای کې ۲۵ جریبه ځمکه د کرکټ بورډ په واک کې ورکړه. نوموړي د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي ریاست له هلو ځلو هم ستاینه وکړه چې د دغه لوبغالي ځمکې او بیا رغنیزې پروژې منظورۍ په برخه کې یې ترسره کړې دي.
د ORD (پرمختیایي مرستو موسسې) مشر محمد خالد صمیمی له هر څه د مخه د پارټریپ بنسټ له دغې لورینې مننه وکړه چې د خوست په ولایت کې یې د نړیوال لوبغالي رغنیزې پروژې منلو په برخه کې خپل موثریت په ډاګه کړ. نوموړي د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او د خوست ولایت له مقام څخه هم مننه وکړه چې ددغه لوبغالي لپاره د ځمکې او د پرمختیایي چارو عملي کولو په برخه کې یې خورا هلې ځلې وکړې.
د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد په خپله وینا کې د خوست په ولایت کې د کرکټ معیاري رغول یوه ستره لاسته راوړنه وبلله. نوموړي په دغه ستره لاسته راوړنه کې د پارټریپ بنسټ، د خوست ولایت مقام او ددغې ادارې هلې ځلې وستایلې. نوموړي ووییل، ددغه لوبغالي په رغولو سره به په خوست ولایت کې د کرکټ لوبغاړو پر مخ شته ستونزې هوارې او د ټول اړونده زون ولایتونه به ترې برخمن شي. نوموړي زیاته کړه، په دغه لوبغالي کې به د سیمې په کچه سیالۍ هم په لاره واچول شي او د وخت په تیریدو سره به نور مثبت بدلونونه هم په کې راوستل شي.
په پای کې د رغنیزو چارو پر هوکړه لیک د اړونده مراجعو له لوري لاسلیک وشو.