تاند ۲۳/۱/۲۰۱۴د خوست و لايت په مرکز کې د يو لړځانګړو مراسمو په ترڅ کې دکريکټ دلوبغالي
د بنسټ ډبره د ولي عبدلجبار نعیمي له لوري د ځینو نورو چارواکو په شتون کې کیښودل شوه.
تاند ته د خوست د ولایت په استول شوې خبرپاڼې کې راغلي دي په دغو مراسمو کې دخوست والي ترڅنګ
،دولايتي شورا رئيس سيدکريم خاکسار ،دزون په کچه دکريکټ بورډ دادارې مشرحاجي حليم ،د Patrip foundation مسوول انجنير ضياءالحق ،د ادارو رئيسانو،ديني علماوو ،مخورو مشرانو اوپه سلګونو دکريکټ لوبغاړو برخه اخيستي وه.
مراسمو ته خوست والي عبدالجبارنعيمي په پرانيستونکې وينا کې وویل دا یوه لویه لاسته راوړنه ده هغه زیاته کړه
ولايتي ادارې په دې وروستيو کالونو کې دښې حکومتدارۍدپراختيا ،ډاډمن امنيت ،بيارغونې ،ټولنيزې نيکمرغۍ ،پوهنيزې ودې او اقتصادي پياوړتيا ترڅنګ دځوانانو دروزنې اوفکري رغونې په ډګرونو کې اساسي کارونه کړي دي
عبدالجبارنعيمي په خوست کې په نړيوالو معيارونو سره دکريکټ دلوبغاليجوړيدل دخوست دادارې او ولسونو غوښتنه وبلله.
خوست والي دکريکټ دلوبغالي دجوړيدو په اړه وويل چې دغه لوبغالى پهنړيوالو معيارونو سره په هغه ٢٥جريبه ځمکه کې ددوست اوملګري هېواد جرمنيپه مالي تمويل سره جوړيږي چې دولايت مقام له لوري په غوره موقعيت کې دوه
کاله وړاندې ځانګړې شوې ،نوموړي زياتوله چې په دغه لوبغالي باندې ٦٣ميليونه ،٦٥٧زره ،اوه سوه (٦٣٦٥٧٧٠٠) افغانۍ لګښت راځي چې په دوه کالونو کې به يې دجوړيدو چارې بشپړې شي.
دپروژې تطبيق کوونکې موسسې ORD مسوول آنجنير عبدالباري دخپلو خبرو پرمهال وويل چې دغه کريکټ به په نړيوالو معيارونو اوښه کيفيت سره جوړ او دوهکالونو په جريان کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.