تاند- په خوست ولایت کې د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون مسوول د سې شنبې په ورځ ناوخته وویل چې په دغه ولایت کې درغلي نه ده شوې او اچول شوې رایې پاکې دي.

خوست یو له هغو پنځو ولایتونو څخه دی چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون یې په سلو کې ۱۰ رایې له سره شمېري او څېړي.

تېر ماښام د خوست د بېلابېلو سیمو په سلو کې د لس رایو بیاکتنه پیل شوه. د ۸ محلونو رایې بیا وکتل شوې. د بیا شمېرنې په مهال د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون مسوولان او کمیشنران، د فیفا او ټیفا استازي، د مدني ټولنې استازي، د رسنیو استازي او د ولسمشرۍ د کاندید اشرف غني احمدزي استازي حاضر ول خو د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم کوم استازی ونه لیدل شو خکه چې نوموړي انتخاباتي پروسه بایکاټ کړې ده.

د یوه صندوق په شپږ سوه رایو کې یوازې ۷ د عبدالله عبدالله او ۲ باطلې وې نورې ټولې د اشرف غني احمدزي په ګټه اچول شوې وې.

دې ته تقریباً ورته وضعیت په نورو ۷ محلونو کې هم و.

1په خوست ولایت کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر شفیق وفا وویل دا بهیر به د څارونکو او مشاهدانو په وړاندې په شفاف ډول دوام وکړي.

ده وویل چې مرکزي دفتر ورته ویلي چې د یو شمېر محلاتو رایې تفتیش او بیا وشمېري چې دا دی دا کار د څارونکو او د بېلابېلو خواوو په مخکې کوي.

په همدې حال کې په خوست کې د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون مسوول مولوي خانزاده خان وویل چې په دغه ولایت کې د درغلیو ادعاوې ناسمې دي.

ده وویل:«موږ چې تراوسه څومره پلټنه کړې په خوست کې د درغلۍ په اړه له مبالغې کار اخیستل شوی دی.»

ده همداراز وویل:«د درغلۍ ادعاوې دروغ دي، نه درغلي شوې او نه مو ثابته کړې ده. تفتیش او بیا څېړنه مو وکړه خو څه په لاس رانغلل.»

عبدالله عبدالله ادعا کړې چې د لویې پکتیا اکثره رایې جعلي او د دوی د نفوسو تر شمېر زیاتې دي. د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي چې د پکتیا، پکتیکا، خوست، غور او نورستان په سلو کې ۱۰ رایې دې بیا وشمېرل شي او که چیري د دغو لس فیصدو هر څو فیصده رایې جعلې وي د دغو ولایتونو په هماغه فیصدي رایې به باطلې اعلانوي.

0 thoughts on “په خوست کې د ۱۰٪ رایو بیا شمېرنه او څېړنه پیل شوه”
  1. ډاکترعبدالله عبدالله به تر هغه وخته خپل بایکاټ مات نه کړي او دغه پاکي ټاکني به د قبل وړ ونه بولي تر هغه وخته چه د عبدالله په ریاستي جمهوري ټاکنوکي ګټونکي ونه بلل سی . او دا خبر د عقله نه لیري ده . د ولس په رایو باید معمله او د نظره ونه غورځول سي .

  2. ایا عبدالله پړاو کې دپریکون یابایکاټ حق لري؟دوهم پړاوخوله کمپاینه شروع تراخیري پایلو اعلانولو پوري وي. نوپه دویم پړاوکې خوکاندید پریکون حق دټاکنودقانون په بنسټ نه لري.-

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *