افغانستان-خوست
ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر
نېټه:٢١-١٠-١٣٩٣
په خوست ولايت کې په وروستيو پنځو کالونو کې د ٢٥ دولتي ادارو او تصديو څخه (٥١٠١٣٠٥٨٨٦) پنځه ميليارده،يو سل يوميليونه،درې سوه پنځه زره،اته سوه شپږ اتيا افغانۍ عوايد ترلاسه او ددولت خزانې ته انتقال شوي دي.
په خوست کې دحکومت دعامه اړيکو مسوول بريالى روان وايي چې له ١٣٨٩لمريز کال څخه را پدې خوا په دغه ولايت کې دښې حکومتدارۍ،ډاډمن امنيت،اغيزمن مديريت او پرلپسې څارنې په اساس هرکال د عوايدو کچه لوړه شوې او ترلاسه شوي عوايد هرکال د قانون مطابق د دولت خزانې ته انتقال شوي دي.
نوموړى وايي چې دترلاسه شويو عوايدو کچه د ١٣٨٩لمريز کال څخه پخوا کالونو په نسبت ډيره زياته لوړه شوې ده چې دا په خوست ولايت کې د محلي حکومت د پرلپسې تلاشونو اوهڅو څرګندويي کوي.
بريالى روان زياتوي چې خوست ولايتي ادارې دځانګړي ميکانيزم په اساس هميشه ټولو ادارو ته دندې ورکړې چې په پرلپسې توګه د عوايدو سرچينې ترکلکې څارنې لاندې ونيسي او په جدي توګه د عوايدو دضايع کيدو مخنيوى وکړي.
بل لوري ته دخوست ولايت خلک په وروستيو پنځو کالونو کې د عوايدو دکچې پرلوړوالي خوښي څرګندوي او دا د ولايتي ادارې د غوره مدريت پايله ګڼي،دولايتي شورا پخوانى رئيس سيدکريم خاکسار وايي داچې ترلاسه شوي ټول عوايد د دولت خزانې ته انتقال شوي نو مرکزي حکومت بآيد دخوست ولايت عوايدو ته په کتو سره هر کال دغه ولايت ته د انکشافي بودجې په زياتوالي کې ځانګړې پاملرنه وکړي ،ترڅو په دغه سرحدي ولايت کې دخلکو اساسي غوښتنو ته د رسيدګۍ ترڅنګ نور پرمختګونه هم رامنځته شي.
د يادونې وړ ده چې خوست ولايتي ادارې په دې وروستيو کې په منظمه توګه دعوايدو دراټولونې ترسرليک لاندې يو کنفرانس هم جوړ کړ او دهمدې کنفرانس په ترڅ کې يې په دغه ولايت کې دشته فرصتونو ،دعوايدو د کچې او اقتصادي منابعو پرسر اساسي بحث ترسره او لازم اقدامات يې اتخاذ کړل.
واکمن