په خوست ولایت کې د جنوب ختیځ زون په کچه ستر تفریحي پارک ترجوړېدو وروسته ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
دغه پارک چې په (۴۷) جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو پرضد د مبارزې وزارت په چوکاټ کې د ( GPI) پروګرام په کومک جوړ شوی دی، نن د سه شنبې په ورځ د نشه یي توکو پرضد د مبارزې وزارت وزیرې پوهنوال سلامت عظیمي په مشرۍ راغلي پلاوي او د خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي لخوا د پټۍ په پرېکولو سره رسماً ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
د نشه یي توکو پرضد د مبارزې وزارت وزیرې پوهنوال سلامت عظیمي پدې خوښي څرګنده کړه چې د ځایي ادارې او مېشتو قومونو په کلک هوډ سره په خوست ولایت کې د نشه یي توکو کښت صفر شوی او دغه ستر ویاړ یې ترلاسه کړی دی .
مېرمن اعظیمي وویل وزارت یې ژمن دی چې خوست ولایت ته به د پخوانیو او روانو پروژو په دوام نورې پروژې هم ورکوي ترڅو دخوست خلکو ته ددغه غوره اقدام په مقابل کې ښه خدمات وړاندې شي .((کلېپ ))
خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي وویل په خوست ولایت کې د نشه یي توکو کښت صفرشوی خو د پېر او پلور په برخه کې لا هم ستونزې شته .ده زیاته کړه ولایتي اداره ژمنه ده چې د نشه یي توکو د قاچاق ،پېر او پلور په وړاندې خپلې پیل شوې مبارزې ته په ټول قوت سره ادامه ورکړي ترڅو لکه څنګه چې پدغه ولایت کې د نشه یي توکو کرل صفر شوي ، همداشان د پېر او پلور موضوع یې هم پای ته ورسیږي .
حبیبي د جوړشوي تفریحي پارک په اړه وویل چې دغه پروژه په څه دپاسه یو شپېته مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوي چې په ټولو اړینو ملحقاتو سمبال دی او ساختماني چارې يې په اتلسو میاشتو کې سرته رسېدلي دي .((کلېپ))
نوموړي د نشه یي توکو پرضد د مبارزې وزیرې په مشرۍ له راغلي پلاوي وغوښتل چې د هغو پروژو په منظورۍ کې هم لازمه توجه وکړي چې خوست ولایتي ادارې د پي ډي سي جلسې دلارې تصویب کړي او د وروستیو اجرااتو په غرض یې د نشه یي توکو پرضد د مبارزې وزارت ته لېږلي دي .
د یادولو وړ ده چې ددغه وزارت په چوکاټ کې د ( GPI) پروګرام په هغه بودجه چې خوست ولایت ته هرکال د نشه یي توکو د کښت پرضد د غوره اجرااتو له امله دجایزې په توګه ورکول کیږي ، تر دې مهاله (۱۲) پروژې بشپړې شوي او په (۴) نورو کار روان دی .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
۱۳۹۵-۶-۹