خبریال: حبیب کامران/ خوست
د جلغوزیو خوستي سوداګر وایي، سږ کال یې حاصلات تر نیمایي زیات کم شوي دي، دوی ولایتي اداره او حکومت په نه پاملرنې تونروي او زیاتوي، د جلغوزیو د پروسېس او ټولونې په برخه کې ورسره کومه همکاري نه ده شوې.
د جلغوزيو کارګران چې د نارینه وو ترڅنګ ښځې او ماشومان هم دي له ورته ستونزو شکایت کوي، او وایي چې ټوله ورځ تر لمر لاندې کار کوي، د یوې وچې ډوډۍ د پیداکولو لپاره زیاتې ستونزې ګالي.
دوی زیاتوي، د جلغوزیو د تصفیه کولو له سخت کار وروسته یې د جلغوزیو حاصلات په قاچاقي لارو پاکستان ته ځي چې پاکستانی لوری د هرې بوجۍ پر سر تر زرو کلدارو مالیه ترې اخلي.
د دوی په خبره تېر کال ګاوڼډي پاکستان ته د زرو ټنو زیات جلغوزي په قاچاقي لارو اوښتي دي، دوی اندېښنه څرګندوي چې د حاصلاتو ان دریمه برخه ګټه هم دوی ته نه رسیږي.
د جلغوزیو سوداګر د جلغوزیو په راټولولو کې له امنیتي ستونزو هم کړیږي او وایي چې وسلوال مخالفین ورڅخه په غرونو کې د حاصلاتو عُشر اخلي.
په ورته وخت کې د جلغوزیو اتحادیې مسؤلین هم ټینګار کوي چې حکومت دې د صنعتي پارک ترڅنګ د جلغوزیو پروسېس، برښنا او نورو بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي او ټینګار کوي، که ولایتي اداره ورسره همکاري وکړي، په کلني عایداتو کې به یې زیاتوالی راشي.
له بلې خوا د ولایت مقام د پرمختګونو خبر ورکوي، او زیاتوي چې څلور سوه جرېبه ځمکه یې د جلغوزیو د پروسیس او د جلغوزیو د معیاري او مجهز مرکز لپاره ځانګړې کړې ده.
یاده د وي، چې تېره ورځ ولسمشر غني له چین سره د جلغوزیو هوایي دهلیز پرانېست او د لړم پینځلسمه یې د جلغوزیو د ورځې په نوم ونوموله.