په خوست کې دولسي ګټواجماع،اودقلم يارانو مدني ټولنې مسولينو دولسي جرګې هغه پريکړه وغندله کوم چې دفاع وزارت ته دنوماند وزير شيرمحمد کريمي ته يې دباور رايه ورنکړه.دوی له چارواکو وغوښتل چې ددې ولايت اوسيدونکو حق دې حق وبولي ګني په اعتراضيه غونډو به لاس پوري کړي.
د ولسي ګټو داجماع درهبري غړي فيض الله غمخور وويل دولسي جرګې دهغي پريکړه غندي چې دفاع وزات ته نوماند کانديد شيرمحمد کريمي ته يي دباور رايه ورنه کړه.نوموړي دولسی جرګې وکیلان په فساد کې ښکیل وګڼل او زیاته يې کړه چې دباور رايې دپیسو په بدل ورکوي دهیواد ګټي او وړقدرونه په نظر کې نه نیسی
يوشمير ويناوالوهم وويل چې نوي حکومت ولسي جرګې وړ او پرځاي کسان ور وپيژندل خو زياتوي چې په ولسي جرګه کې دفساد له امله دولس استازي پدې ونه توانيدل څو وړ نوماند وزيرانو ته دباور رايي ورکړي.دوی وايي چې دولسي جرګې غړي يوازي مادياتو ته ترجيع ورکوي نه دولس خدمت ته،اوغوښتنه کوي چې ددې ولايت حق دې،حق وبولي ګني په اعتراضيو غونډو به لاس پورې کړي.
د يادې اجماعي او مدني ټولنې لخوا ديوه پريکړه ليک په صادرلو سره له نوی حکومت څخه غوښتل شوي چې دولس هغو رايوته درناوي وکړي کوم چې په حساسو شرايطو کې راووتل او خپلې رايي يي استعمال کړي،او اوس دې په نوي کابينه کې دلويي پکتيا ترڅنګ دخوست ولايت کدرونو ته ځای ورکړي.