افغانستان-خوست
ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر
نېټه:٢٠-٩-١٣٩٣
په خوست ولايت کې ماشومانو ته دپوليو دواکسين دتطبيق دبرنامې مسوول او غړو دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي سره په ليدنه کې وويل چې په دغه ولايت کې يې ٩٢٣٠٠ماشومانو ته دپوليو واکسين تطبيق کړي دي.
دپوليو دواکسين دتطبيق د برنامې کمپاينرانو وويل چې دوه سوه اويازره افغان ماشومانو او دوه وېشت زره درې سوه د شمالي وزيرستان کډوالو ته يې دپوليو واکسين تطبيق کړي او لاهم هڅه کوي چې ددغه ولايت تر هرې سيمې او کورنۍ پورې ځان ورسوي.
د يادې برنامې د تطبيق مسوولينو وويل چې دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې ١٠٦٢رضاکارانو په واسطه دپوليو واکسين تطبيقوي او ماشومان دمعيوبيت له ګواښ ژغوري.
همداشان دوى وويل چې په منظمه توګه تلاش کوي ترڅو هيڅ ماشوم چې له پنځه کلنو کم عمر لري واکسينو څخه پاتې نه شي.
دپوليو د واکسينو دتطبيق دبرنامې مسوولينو خوست والي ته ډاډ ورکړ چې دغه بشري خدمت به ښه توګه سرته رسوي او دافغان ماشومانو ترڅنګ به دشمالي وزيرستان دکډوالو ماشومانو واکسينو ته هم اساسي توجه کوي.
خوست سرپرست والي د يادې برنامې دمسوولينو ،غړو ،کمپاينرانو ،رضاکارانو او څارونکو مسووليت او دنده خورا مهمه وبلله او په خوست کې يې د دوى له پرلپسې تلاشونو ستاينه وکړه.
سرپرست والي وويل دپوليو هرڅاڅکى کولى شي هر ماشوم له معيبويت وژغوري ،نوموړي زياته کړه چې دا دخوست د ادارې او ولسونو لپاره دخوښۍ خبره ده چې تر دې مهاله دلته د پوليو مثبتې واقعې نه دي پيدا شوې .
سرپرست والي دپوليو دواکسينو دتطبيق دبرنامې مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې دشمالي وزيرستان دبې ځايه شويو کورنيو دماشومانو صحت او واکسين ته اساسي توجه وکړي او همداشان دخوست ولايت تر هرې سيمې ،کورنۍ او ګوټ پورې خپل ځانونه ورسوي ترڅو يو ماشوم هم ددغه واکسينو له تطبيق څخه پاتې نه شي.
خوست سرپرست والي دخوست ولايت له ديني علماوو،مشرانو ،خبريالانو ،مدني ټولنو او سيمه ييزو شوراګانو وغوښتل چې په دې برخه کې په اسلامي مسووليت سره دعامه پوهاوي پروګرامونه زيات کړي او خلک ددغه واکسينو دعدم تطبيق پر زيانونو وپوهوي.
په دغه ليدنه کې خوست سرپرست والي د پوليو دواکسينو دتطبيق دبرنامې د مسوولينو دستونزو دهواري په برخه کې دوى ته دهراړخيزه همکارۍ ډاډهم ورکړ.
واکمن