د خوست ولايت د ځاځي ميدان ولسوالۍ د سيد کنډو په سيمه کې پنځه تنه وسله وال مخالفين او د هغوى يو ميل زيګويک له منځه تللي دي.
وسله وال کسان هغه مهال د افغان ملي پوځ په ځوابيه بريد کې ووژل شول، چې پرون ورځ يې د همدې ولسوالۍ د شاويه او سيد کنډو سيمه کې په افغان امنيتي پوستو د سپکې او درنې وسلې بريدونه وکړل.
په ترسره شوي ترورېستي بريد کې افغان ځواکونو ته هېڅ ډول تلفات ندي اوښتي .
مطبوعاتي دفتر
٢١-٣-١٣٩٤ پنجشنبه