د خوست ولايت خلک پدغه ښار کې د بې کيفيته خوراکي توکو او دوا درملوڅخه شکايت کوي، چې يو شمېر دوکانداران او ډاکټران د خپلو شخصي ګټو په خاطر بې کيفيته توکي په خلکو پلوري.

د همدې ستونزې د هواري لپاره د ولايت مقام له لوري ځانګړى کمېسيون ټاکل شوى ، ترڅو په ښار کې له ټولو درملتونو،د خوراکي توکو د پلورنځيو او د فابريکو څخه په دوامداره توګه نظارت وکړي ، چې د خپلو اجرااتو په لړ کې يې د بېلابېلو دوکانونو او درملتونونو څخه ليدنې کړې، يو شمېر هغه درملتونونه اودوکانونه يې جريمه کړي، چې بې کيفيته او په وخت تېر توکي او دارو درمل يې پلورل.

په خوست ولايت کې د خرڅينو سيمې خلک چې په غرنۍ سيمه کې اوسيږي او د ژوند ډېر ضرورتونه د مالدارۍ له لارې پوره کوي، دوه ورځې وړاندې يې شپږ اويا ((٧٦)) څاروي د واکسينو په پايله کې مړه شول .

ددغو سيمې خلک وايي، چې دوه ورځې مخکې يې د خوست په ښار کې د يو تن وترنر څخه غوښتنه کړې، چې څاروي يې د احتمالي ناروغيو څخه د مخنيوي په خاطر واکسين کړي،خو بدبختانه چې دغه وترنر په وخت تېر واکسين د دوى څارويو ته تطبيق کړي، چې په سيمه کې يې شپږ اويا څاروي له منځه وړي اوځينې نور يې له بد حالت سره مخامخ کړي دي.

دخوست ولايت مقام پي ډي سي غونډې ته دخوست ولايت د کرنې او مالدارۍ ريس نيازمحمدوويل چې د سيمې د خلکو د شکايت پربنسټ يې د نوموړي وترنر کلينيک ورتړلى او د تحقيقاتو لپاره يې خپلې ادارې ته ورغوښتى دى.

د نيازمحمدپه خبره ددغه وترنر په کلينيک کې د پلټنې پرمهال ځينې نور بې کيفيته او په وخت تېر دارو درمل هم پيدا شوي دي، چې دا مهال له نوموړي وترنرڅخه استعلامونه روان دي، ترڅو دده د تحصيل کچه، د درملتون د فعاليت جواز او همداشان د بې کيفيته او په وخت تېرو دارو درملو لامل په ډاګه شي.

دپي ډي سي غونډه چې دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي ترمشرۍ لاندې جوړه شوې وه، پرېکړه وکړه ،چې نوموړى وترنر چې له امله يې لسګونه څاروي وژل شوې ، بايد پر ته له ځنډه عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي او غوښتنه يې وکړه چې په ښار کې د نورو حيواني کلينيکونو هم بايد په دوامداره توګه نظارت وکړي.

١٤-٨-١٣٩٣ چهارشنبه

One thought on “په خوست کې په وخت تېرو دارو درملو له امله لسګونه څاروي ووژل شول”
  1. دخوست دکرنی اومالداری ریاست دمالداری او صحت حیوانی ډاکتر صیب چیرته دی دهغه نه ولی پوښتنی ګر ویژنی نه کیږی او عدلی اوقضای او رګانوته نه ور پیژندل کیږی دغه بی وجدانه په پروپګندواو بی مورده تهمتونوپسی ورک ده اصلی وظیفه یی هیره کړیده یا دریاست خوبونو لار تری ورکه ده په درغلی او خودسره کاروکی ساری نلری دوزیر داطلاع نه پرته سر پرست وو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *