خوست

د خوست ولایت په متون مرکز کې د درش سیمې پل  چې ( ۱۲۰) متره اوږدوالی او (۹،۴) متره پلنوالی لري، ساختماني چارې یې په دوولسو میاشتو کې د (۹۵۳۸۰۰۰۰) پنځه نوي مېلیونه ، اته دېرش زره افغانیو په لګښت بشپړې شوې او د دوشنبې په ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانستل شو.

هغه مراسم چې په همدې موخه جوړ شوي وو، په کې خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي ،د ولایتي شورا رییس مجیب الرحمن سالم زوی،امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت،د ملي امنیت مرستیال ډګروال عبدالصمد، د بېلابېلو دولتي ادارو مسوولینو،دیني عالمانو،قومي مشرانو،د سیمه اوسېدونکو،مدني فعالانو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.

خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي د مراسمو پر مهال وویل چې د متون د درش کلي پل چې ( ۱۲۰) متره اوږدوالی او (۹،۴) متره پلنوالی لري، د (۹۵۳۸۰۰۰۰) پنځه نوي مېلیونه ، اته دېرش زره افغانیو په لګښت د ټولګټو چارو وزارت په چوکاټ کې د (N/RF) اېن رف پروګرام په بودجه جوړ شوی دی .((کلېپ))

ده زیاته کړه چې ددې پل په جوړېدو سره دخوست زیات شمېر سیمې له ښار سره وصل شوې او د ولسونو ګڼ شمېر ستونزې یې هواري کړې.

ښاغلي حبیبي په خپلو خبرو کې د زیري په توګه وویل چې په روان کال کې به د نورو پلونو د جوړولو  چارې هم پیل شي . د ده په وینا د مرکز اړوند د مړ دیخېلو  او د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ مربوط د دېګانو سیمې پلونه له داوطلبۍ تېر شوي چې ساختماني چارې به یې په روان کال کې په عملي توګه پيل شي.

همداشان د خاني خوړ پل د تدارکاتو پروسې ته شامل شوی، هارون خېلو پل د ډېزین کارونه  تکمیل شوي او همداراز د غلنګ ،بدي خېلو او د نادرشاه کوټ پر پلونو د ډېزین کارونه پیل شوي دي .((کلېپ))

خوست والي د پروژو د کیفیت په هکله وویل چې په ولایتي کچه د نظارت ځانګړی تخنیکي ټیم موظف شوی چې د اړونده ادارې سره له هرې پروژې نظارت کوي ، چې د پروژو کیفیت ورسره ښه شوی دی.د ده په وینا تر هغې چې تخنیکي ټیم ولایت مقام ته د پروژو د کیفیت په اړه ډاډ نه وي ورکړی ، نوموړي ته د هغې پروژې کارونه د منلو وړ نه دي .

د ولایتي شورا رییس مجیب الرحمن سالم زوی پدې خوښي وښوده چې د خوست د والي په راتګ سره په خوست کې د بیارغونې بهیر چټک شوی او په ډېرو برخو کې ولس ته مهمې پروژې پلي شوي دي.

ښاغلي مجیب د نورو کارونو ترڅنګ د پلونو له جوړېدو هرکلی وکړ چې د ده په وینا د ولس په ژوند یې مستقیم اغېز کړی او دخلکو ستونزې یې هوارې کړي دي .((کلېپ))

دیني عالم او د متون د جامعه العلوم دیني مدرسې مهتمم محمد رحیم بلالي د پل له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل نن زیات خوشاله دی چې په هغه لوی خوړه (سیند) اساسي پل جوړ شو چې د سېلابونو پرمهال به نه یوازې ناروغان او دوکانداران بند پاتې وو، بلکې د دوی زیات شمېر طالب العلمانو به نه شول کولای چې مدرسې ته رسېده ګي وکړي.نوموړي پدې هکله دخوست ولایتي ادارې مننه وکړه چې د ولسونو د اړتیا سره سمې پروژې پلي کوي. .((کلېپ))

د پروګرام په وروستۍ برخه کې خوست والي ته د متون سیمې مشرانو او دیني عالمانو له دې امله د عزت لونګۍ ور په سر کړه چې په خوست ولایت کې د نورو مهمو پروژو ترڅنګ یې د دوی په سیمه کې  د پل په څېر مهمه پروژه پلي کړه.

 ۲۳-۱۲-۱۳۹۵

دوشنبه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *