انجنیر حبیب الرحمن حاذق

لومړی برخه:
د څښاک خوندي اوبه

انجنیر حبیب الرحمن حاذق

د ملګرو ملتونو د (۲۰۱۵ – ۲۰۳۰) کلونو د تل پاتې پراختیایي هدفونو شپږم هدف اوبو او حفظ الصحې ته ځانګړی شوی دی. شپږمه هدف د شپږو فرعي موخو لرونکې ده چه لومړنۍ موخه یې د څښاک اوبو ته لاسرسی دی.

د څښاک د اوبو لپاره د ۲۰۳۰ کال اجنډا: د تل پاتې پراختیا هدف تر ۲۰۳۰۰ کال پورې د څښاک اوبو ته د ټولو د لاس رسي غوښتنه کوي.

د شپږم هدف لومړنۍ موخه چې د څښاک په اوبو باندې را څرخي، کلمې یې په خورا دقت سره تعریف او ځای پرځای شوې دي چې عبارت دي له: د ټولو لپاره جامع یا فراګیر، عادلانه یا برابر، لاسرسی، خوندي او په مناسب قیمت د څښاک اوبو ته. دلته هره کلمه خپله معنی لري چې عبارت دي له:

1. جامع یا فراګیر ټول شموله (Universall): دلته پر دې ټینګار کیږي، چې ټول په هر ځای کې لکه د اوسیدو ځای، ښوونځیو، کلنیکونو، د کار په چاپیریال او عامه ځایونو کې خوندي اوبو ته لاسرسی ولري.

2. عادلانه یا برابر (Equitablee): دا کلمه پردې دلالت کوی چې د نفوسو د لږکیو ترمنځ نابرابري په تدريجي توګه راکمه او له منځه لاړه شي

3. لاسرسی (Accesss): دا کلیمه د کورني ضرورتونو لپاره د کافی اوبو په شتوالي او په باوري توګه داوبو موجودیت د کور سره نږدې تر پوښښ لاندې نیسي.

4. خوندي (Safee): د څښاک اوبه باید له مکروبونو او د زهرجنو توکو له لوړ میزان څخه پاکې او خوندي وي.

5. ارزانه یا مناسب قیمت (Affordablee): د پیسو ورکړه یا پرداخت خدماتو ته یا هم نورو اولیه ضرورتونو د خلکو خنډ جوړ نشي.

6. د څښاک اوبه (Drinking Waterr): عبارت له هغه اوبو څخه دي چه د څښاک، پخلي، غذا آماده کولو او شخصي نظافت ساتلو لپاره استفاده کیږی.

7. د ټولو لپاره (for alll): د نارینوو، ښځینوو، نجونو او هلکانو چې د هر عمر وي مناسب وي، البته په شمول د ټولو هغه خلکو چه معلولیت ولري.

له ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۱۵۵ م کال پورې، د روغتیا د نړیوال سازمان او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې (یونیسف) د څارنې ګډ پروګرام (JMP) د څښاک اوبو ته د لاسرسي د پرمختګ د اندازه کولو لپاره «نیمګړي» او «پرمختللې» کلیمې کارولې؛ خودغه پروګرام اوس د اوبو رسونې د خدمتونو د اندازه کولو لپاره نوي شاخصونه هم وړاندې کړي، چې په لاندې توګه تشریح کیږي:

• د خدماتو نه موجودیت: دا هغه حالت دی چې خلک د سطحي اوبو څخه استفاده کوي.
• نیمګړي خدمات: د اوبو داسې منابع چې د ککړتیا په وړاندې خوندي نه وي.
• محدود خدمات:. دا د څښاک د اوبو اصلاح شوي خدمات دي، خو د اوبو له سرچینې څخه د اوبو راړولو لپاره د تګ، راتګ وخت او هلته په قطار کې انتظار له ۳۰ دقیقو څخه زیات وخت نیسي.
• لومړنی خدمات: اصلاح شوي خدمات او منابع چې د اوبو د اخیستلو لپاره تګ، راتګ او اوبو ته په قطار کې دریدل له ۳۰ دقیقو څخه زیات وخت ونه نیسي.
• خوندي مدیریت شوي خدمات: پرمختللي یا اصلاح شوي خدمات دي، منبع له کور سره نږدې یا په ګاونډ کې موقعیت لري، د ضرورت په وخت کې د اړتیا وړ اوبه ترې اخیستی شو او اوبه یې له کېمیاوي او فاضله ککړتیاوو څخه پاکې دي.
د JMPد خدمتونو له پخوانۍ زینې سره یی توپیر دادي چې دلته د خدماتو نوې پلې اضافه شوي دي، چې عبارت دي له: خوندي مدیریت شوې او محدود خدمات.

خوندي مدیریت شوی د څښاک اوبه: خوندی اوبه یا په خوندي توګه تنظیم شوې اوبه
نور بیا!!!!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *