(لړم ۱۲) څو ورځې وړاندې د لوګروالي محمد حلیم فدایي او د ولایت د محکمې د جزا د دیوان ریس او یو شمېر مسؤلینو خوښۍ ولسوالۍ ته په سفرکې د دې ولسوالۍ داوسېدونکو سره په لیدنه کې دوی ته وعده ورکړي وه چې دغې ولسوالۍ ته به ډېر ژر محکمه انتقالوي ځکه د ولسوالۍ د اوسېدونکو مهمه او اساسي غوښتنه ده ، چې نن یادې ولسوالۍ ته رسماً محکمه انتقال شوه .
دلوګر والي د محکمي په انتقال خوښي وښوده نوموړي وویل چې خوښۍ ته د محکمې انتقال به د خلکو هغه ستونزې چې په محاکمو پورې تړاو لري حل کړي ،ځکه له دې وړاندې د ولسوالۍ خلکو یوازې د وثېقې د جوړولو لپاره مرکز ته د تګ راتګ او اوسېدلو مصرف ګاله ، والي د قاضي القضات او د ولایت د محکمې له رئیس څخه مننه وکړه چې خوښۍ ته یې د محکمې په انتقال کې هلې ځلې وکړې.
د خوښۍ د محکمې د رئیس دپېژندنې په مراسموکې د خوښۍ ولسوال عبدالحمید، دانکشافي شوارریس، علماوو شوراریس اوګڼ شمېرځايي خلکو ګډون کړی وه،خلکو د ولایت له والي مننه وکړه چې د دوی اساسي غو ښتنه یې ومنله.
د یادونې وړ ده چې نورو هغو ولسوالیو ته چې تر دې دمه پکې محاکم فعال نه دي ډیر ژر به پکې محکمې فعالي شي