اکثره ځوانان په خپله وړتیا باور نلري، چې دغه ذهني ناورغۍ زموږ ډېری ځوانان برباد کړي دي.
دوی په خپل ځان کې ډېره وړتیا لري خو دوی خپل ځان نشي درک کولای له دوی څخه په خپل ځان کې وړتیا ورکه ده.
هر کله چې دوی ته کوم کار ښودلی کیږي، له ترسره کولو انکار کوي، که هغه ډېر کوچنی مسولیت هم وي له ځان او خپلې وړتیا څخه یې لوی بولي خو ورسته د ناهیلۍ احساس کوي او ځان ورته تر نورو نیمکړي ښکاري، دا ستونزې ورته ورځ تر بلې ډېریږي چې همدا بې باوري یې تر ځان وژني راسوي.
یو ځوان د رخت په تولیدي شرکت کې شاګراد وو، کالونه یې د رخت په شرکت کې کار وکړو، ځوان ډېر ځېرک وو، خپل کار یې په پوره ښه توګه کاؤ، د شرکت مالک ځوان درک کړو، ورته یې وویل : له دې ورسته به ته د رخت د جوړولو په برخه کې کار کوي.
ځوان : زه دومره وړتیا نلرم، نشم کولای چې رخت تولید کړم هیله کوم زما همدا کار ښه دی.
د زیات فشار له امله ځوان مجبور شو؛ ترڅو د رخت د جوړولو په برخه کې کار وکړي. کله چې یې رخت تولید کړو، له هر کله نه چې شرکت په کار پیل کړي تر ټولو زیات رخت یې په دې کال کې په بازار کې خرڅ شو چې شاګراد جوړ کړی وو شرکت یې په بازار کې غوره نوم خپل کړو.
خو دا باور له کوم ځای څخه خپلیږي ؟
که مو لیدلي وي هغه ځوانان ډېر جرات او وړتیا لري چې په ماشومتوب کې پلار مینه او باور وکړی وي، دا ستونزه په هغه کورنیو کې زیاته وي چې دوی د پلار له مینې محرم وي.
خپلو ماشومان ته مینه او باور ورکول د یو ښه پلار نښه ده، همدا مینه ده؛ چې له دوی څخه لویه هستي جوړه وي.
خو هغه ځوانان چې په دې ستونزه کې ګیر دي، د وتلو له پاره اسانه لاره لري، هغه څه چې تاسو له لاسه ورکړي، له یاده یې وباسئ، د راتلونکو کارونو له پاره په ځان باوري اوسئ له ځان څخه وپوښتئ ؟
زه ولې د نورو په ډول کار نشم کولای ؟
ایآ زه دوی نشم جوړیدلی ؟
دوي هڅه کړی، زه یې نشم کولای ؟
ایآ زه نیمګړی یم ؟
ورته نورې پوښتنې له ځان څخه وکړئ، که ورته د هو ځواب ووایو نو موږ بریالي یو؛ ځکه دې پوښتنو ته د هو ځواب ویل په ځان کې وړتیا او جرآت پیدا کوي.