ژ: محمداکبر حقمل
د ودې بنسټ په خپل ځان باور دی. ژوند د ارزښتونو په لارو کې پرنفس باور رسېدلو ته غوره لار، په خپل ځان باور درلودل او ویاړ دی. په حقیقت کې په ارزښتونو باندې د انسان ټولې ستونزې د حل کېدو وړ دي. هر کله، چې درته استرس او پر ځان نا باوري پیدا کېږي نو باید له ځان څخه دا وپوښتئ، چې تاسو کوم ارزښ تر خپلو پښو لاندې کړی دی؟ د خپل چلند پاملرنه مو وکړئ! څه ډول کولای شئ ترڅو ووایئ ستاسو واقعي ارزښتونه کوم دي؟ ځواب یې ساده دی. تاسو تل ستاسو واقعي ارزښتونه له خپل چلند سره د هغو چلندونو له ځانګړنو سره، چې د استرس په حالت کې له تاسو پېښېږي ښیئ. بعضې ارزښتونه لږ ارزښت یا اهمیت لري او بعضې یې بیا ډېر. هغه مهمه کړنه ترڅو و مو پوهوي، چې واقعأ څوک یئ او څه غواړئ یواځې او یواځې د خپلو ارزښتونو را ټولول دي. د خپلو ارزښتونو په روڼوالي سره کولای شئ خپل پاتې ژوند مو په خپله خوښه جوړ کړئ.