ژباړن: حمیدالله حمیدي
نوښت داسې یو استعدا دی، چې ټول خلک ترې برخمن دي، خوځینې فکر کوي، چې ګواکي دوی له دې نعمته بې برخې دي. نوښت یو قدرت دی. که د چا له کړ نو نه اغېزمن شوئ، کولای شئ هغه په خپل ځان کې هم عملي کړئ، یوه شي ته مو باید پام وي، چې دغه کار وخت ته اړتیالري خو ټول یې کولای شي او امکان لري.
څمره وخت به ونیسي، چې بایسکل چلول زده کړئ؟
د بایسکل د چلولو چل هم یو نوښت دی، مخکې له دې چې دغه چاره تر سره کړئ، تمرین او یو څه وخت ته اړتیا لرئ. په دې لیکنه کې تاسو ته ځینې هغه لارې چارې ښیو، چې په عملي کولو سره یې کولای شئ نوښت وکړئ او ژوند مو په نوښتونو کې تېر کړئ، چې دا ډول ژوند بیا بېل خوند لري.
په نوښت کې د نور خبرو ته غوږ مه نیسئ:
که غواړئ نوښت وکړئ، نو یوازې د خپل فکر څخه ګټه واخلئ، د نور کسانو د نظرونو په اورېدلو مو خپل وخت بې ځایه مه تېروئ، لکه له نوم څخه یې، چې ښکارې نوښت، یعنې هغه څه، چې د خپل فکر زېږنده مو وي نه داسې څه، چې بل کس یې درته وښایي، یا د یوه نوي کار په کولو کې در سره بل څوک مرسته وکړي، دې ته نو بیا نوښت نه شو ویلای.
د خپلو غوښتو د پوره کولو لپاره مو وخت ځانکړی کړئ:
یوه شي ته مو باید پام وي، داسې نه، چې د نوښت کولو لپاره مو خپل ورځني کارونه پر خپل ځای پرېږدی او ټول ورځ په دې اړه فکر وکړئ، چې ګواکي تاسو نوښت کوئ، د ورځنیو کارونو لپاره مو منظم مهال وېش جوړ کړئ، په همدې مهال وېش کې د نوښت کولو لپاره هم وخت ورکړئ او په اړه یې فکر کړئ.
ورزش وکړئ:
پلي وګرځئ له زرو تر دوه زرو مترو پورې پلي وګرځئ، په دې ډول سره کولای شئ، چې «آندورفینو» ته په خپلو وریدونو کې حرکت ورکړئ. بې له شکه، چې ورزش ستاسو ذهن پاکوي او ذهني ارمامي درکوي. دغه راز ورزش کولای شي ستاسو فکر او ذهن نور هم خلاق کړي او نوښت ته یې چمتو کړي.
خپلې هېلې مو پر کاغذ ولیکئ:
ایا ځینې غوښتنې مو دومره درنه هېرې شوې دي، چې هېڅ کله مو یې په اړه فکر نه دی کړئ؟ که مخکې له دې مو یې په اړه فکر نه وي کړی همدا اوس یې وخت را رسېدلی، چې په اړه فکر یې وکړئ او د عملي کولو لپاره یې لارې چارې ولټوئ، په اړه مو یې، چې څه په ذهن کې ګرځي یاداشت یې کړئ او د کاغذ پر مخ یې ولیکئ. کېدای شي لیکل شوي شیان مو په ذهن کې یوه شمعه روښانه کړي او تل مو سترګې پرې رڼا وي.
سبک او کړنې ته مو بدلون ورکړئ:
د دې لپاره، چې په خپل ځان کې بدلون را ولئ او سبک مو بدل کړئ دوه مشهور کسان په نظر کې ونیسئ او ترمنځ یې توپیره پرتله کړئ، په اړه یې ښه فکر وکړئ، هغه کس چې ستاسو په نظر ډیر نوښت یې کړئ ترمنځ یې انتخاب کړي، او د ځان لپاره یې الګو وګرځوي مهمه نه ده، چې د هغوی په څېر کارونه تاسو هم در سره کړئ، چې دا خبره امکان هم نه لري که یې ولري هم دې ته بیا نوښت نه شو ویلای، په ټوله کې مو له دې خبرې مطلب دا دی، چې نوښت مو باید محسوس شي او په تاسو کې بدلون را ولي، چې همدا د نوښت نښه ده.
هغه څه، چې د نوښت لپاره مناسب دي باید ورته لاس رسی ولرئ:
تاسو د یوې شهکارې نقاشۍ لپاره، څو اصیلوقوطیو رنګ ته اړتیا لرئ، چې همدغه کړنه ستاسو په نقاشۍ کې مهم رول هم لري. مهمه ده، چې پوه شئ، کوم کارونه مو په نوښت کې ډیره مرسته در سره کوي. که تاسو لپ ټاپ ولرئ او ګټه اخیستل مو ترې نه وي زده ایا فایده به ولري؟ که غواړئ نقاشي مو پرمختګ وکړي باید له داسې وسایلو ګټه واخلي، چې نقاشي مو لای ښکلې، زړه راښوونکې او خوندوره شي. خپله ټوله هڅه وکړئ د نوښت لپاره خپل ټول ذهن په کار واچوئ تر څو نوښت مو په ریښتیا نوښت حساب شي.
مینه او هڅه مو نوښت ته هڅولای شي:
څه شی د دې سبب ګرځي، چې سهار وختي له خوبه پاڅئ؟ د کوم کار نه کړل مو د مرګ پولې ته رسوي؟ ډیر به مو لیدلي وي، هغه کسان چې له یوه کاره سره مینه لري غواړي زده یې کړي له هغه چا مخکښ شوي، چې مخکې یې همدا دنده وه، په حقیقت کې تر هغې پورې تاسو هېڅ کار نه شئ تر سره کولای تر څو،چې د کولو پوره شوق او ذوق یې در سره نه وي، مینه، شوق، علاقه د دې سبب ګرځي، چې تاسو په اسانۍ سره وکولای شئ خپلې موختې ورسېږئ او نوښت وکړئ.
د الهام په اړه فکر مه کوئ:
نوښت په زور نه کیږي، په داسې لحظه کې به درته الهام وشي، چې هېڅ یې په اړه فکر نه کوئ، چې داسې ده نو مخکې له مخکې به یاد ورته تیاری ولرئ، کېدای په ګاډي کې د سپرلۍ په وخت کې مو یو نوی شی ذهن ته راشي داسې څه، چې کولای شي نړۍ ته بدلون ورکړي خو د لیکلو لپاره به یې کاغذ او قلم در سره نه وي، نو داسې چانسونه مو له لاسه مه ورکوئ همیشه قلم او کاغز په لاس ګرځئ.
ګرنه لوستونکیه!
په دې هیله، چې له دې وړې لیکنې دې ګټه اخیستې وي او په ژوند کې دې د نوښت سبب وګرځي، یو څه مو باید په یاد وي، چې د مثبت نوښت لپاره د نورو خوښي او خفګان په نظر کې مه نیسئ یوازې خپلې خوښې ته مو و ګورئ اوبس.