ملالۍ

د ۲۰۱۴ کال د نوبل جایزې روانې وې. خبرونه مې تعقیبول. په دې وخت کې د بي بي سي پښتو په فیسبوکپاڼه کې مې ولوستل چې ملاله خورکۍ د سولې د نوبل جایزې ګټونکې شوه. له ډیرې خوشحالۍ په جامو کې نه ځایدم. د ملالی د دې لاسته راوړنې په اړه مې په فیسبوک کې د کرکې او ښکنځلو تبصرې او څرګندونې تر سترګو کیدلی او زښته بدی راباندی لګیدلی، داسی بدی لکه یو څوک یی چی ما ته کوی.

په هر حال د راتلونکې ورځې په سهار ټایمز اف انډیا ورځپاڼه راغله. د اخبار لومړی سر د سولې د نوبل جایزې ګټونکو نیولی و. له ملالې خورکۍ سره د نوبل جایزې یو بل ګټونکی هندی کیلاش سټیارتی هم و. هندوستان هم د دې لاسته راوړنې له امله له خوښۍ او خوشحالۍ ډک و، د هندوستان ولسمشر پرناب مُکرجی کیلاش ته مبارکي وویله او لومړي وزیر نریندرا مودي بیا ملالۍ ته د فیسبوک له لیارې مبارکي وویله.

خو رابه شم اصلي خبرې ته او هغه دا چې د اخبار په یوه څنډه کې ګورم چې لیکلي یې دي: [پخپل کور کې بې کوره او د نړۍ لپاره یو ایکان]. دې خبرې هم زښته خواشینی کړم. په دې معنا چې هندیانو او نړیوال له افغانانو، پښتونخواوالو او په ټولو کې له پښتنو نه زیاته له ملالی سره خپله مینه څرګنده کړه. بې له دې ورځپاڼې هندیان او نړیوال په ملالۍ ویاړي کوي.

دا چې ولی ډیری افغانان، پاکستانیان په ځانګړي ډول د پښتونخوا وګړي او نور ډیری پښتانه ملاله د لویدیځ جاسوسه بولي، هغې ته ښکنځلې کوي، ډرامه یې بولي او داسې نور، لاملونه به یې ډیر وي. خو که دا خبره له علمي اړخه وڅیړو نو مونږ  Level of Analysis لرو. د نړیوالو اړیکو له مخې، Level of Analysis د [ولی] پوښتنې ځوابوي چې بیلګې یې ډیرې زیاتې دي خو په خپله Level of Analysis په څلور ډوله دی.

{1} Individual Level of Analysis

{2} Domestic/Societal Level of Analysis

{3} Interstate Level of Analysis

{4} Global Level of Analysis

لومړی Individual Level of Analysis، په دې کې د اشخاصو فردي نظرونه، پوهه، نتیجې او قضاتونه وي، دوهم Domestic/Societal Level of Analysis ، په دې کې ملي، ټولینز او یا هم داخلي نظرونه، پوهې، نتیجی او قضاوتونه وی، دریم Interstate Level of Analysis،  پدی کی د هیوادونو تر منځ پوهه، اندونه، افکار، پریکړې او نتیجی وي. او څلورم Global Level of Analysis پدی کی بیا نو د نړۍ په کچه اندونه، پوهه، نتیجی او قضاوتونه وی. د یوی پیښی، څیړنی او کار په اړه هر Level of Analysis مختلف افکار، اندونه، نظرونه، پریکړی او نتیجی لری.

اوس به د ملالی خورکۍ کیسه د دغی علمي څیړنی او پوهی له لیاری وڅیړو، لاملونه به یی پیدا کړو چی ولی د ملالی سره داسی کیږی.

په Individual Level of Analysis کی، دا چی د پاکستان او افغانستان ډیری وګړي بی سواد، له نړۍ بی خبره، فکرآ تنګ نظري، د فنډامینټلیزم ښکار شوي، احساساتي، کم مالوماته، د منطق مخالف….. دي نو د دوي قضاوتونه، پوهه، نظرونه او افکار او نتیجی د Individual Level of Analysis له مخی ډیری وروسته پاتي، خامی او ناسمی وي. دوی له حقیقته بی خبره او مالومات نلری. د دی  Level of Analysisله مخی د دوی ډیری قضاوتونه، نتیجی، افکار او عقل منفی وی نوځکه خو نن د ملالی پر وړاندی داسی یو دریځ لری.

راځو دوهم داخلي، ټولنیز ,ملی او یا هم Domestic/Societal Level of Analysis ته، که له هر اړخه یی وڅیړو، افغاني او په پاکستان کی ډیری پښتونمیشته ټولنی ډیری وروسته پاتی او له حقه محرومه پاتی دي. د پاکستان حکومت د دوی سره د دوهمی درجی اتباعو چلند کوی. د ملالی خورکۍ په بدنامولو کی د پاکستان د حکومت او په ځانګړی ډول د ISI نقش ډیره روښانه او واضح خبره ده. وروسته له هغی چی ملاله د درملنی لپاره لندن ته انتقال شوه او بیا یی هلته د اوسیدلو هوډ وکړ او له ټولو نه مهم کله چی هغی د I Am Malala په نوم کتاب ولیکه نو دوی ورپسی دا ډول ډرامه پیل کړه. له بلی خوا پدغو ټولنو کی فرهنګ، ناموس، غیرت، پښتونولی او اسلامی افراطیت ډیری کلکی ریښی پیدا کړی خو بدبختانه چی دغو کلیمو ډیر ناسم رنګ هم نیولی او پیدا کړی. پدغو ټولنو کی د فرهنګ، غیرت، ناموس، پښتنولی او اسلامي اصولو نه ډیره ناوړه ګټه پورته کیږی او ښه خلک د دغو ښکار ګرځی. مثلآ، د دغو ټولنو د فرهنګ له مخی، که چیرته د ملالی [انجلۍ] په ځای کوم یو بل هلک [نر] سره داسی شوي وای نو بیا به کیسه بل ډول وه. د ناموس او غیرت له مخی، که چیرته یوه کورنۍ پدغو ټولنو کی خپله خور یا لور ښوونځی ته واستوی نو بیا د هغی کورنۍ غیرت او ناموس په خطر کی کیږی. د پښتونولۍ له مخی، دا چی ملاله لندن ته ولیږل شوه او اوس هلته اوسیږی نو ملالی [ د دوی خبره] پښتانه بی پته او بی ناموسه کړل فقط ته به وایی چی د دغو پښتنو زلمیانو، ځوانانو او بچیانو [د زکور طبقه] خپله پښتو او پښتانه د ټوپک، مدرسی، ځانمرګي بریدونو ….. له لیاری وګټل. او بلاخره د اسلامی افراطیت به یی نو کوم مثال دروړاندی کړم. دلته یوه بله مهمه خبره او هغه دا چی پدغو ټولنو کی Individual Level of Analysis په پوره او بشپړ ډول د Societal Level of Analysis په منګولو کی راګیر او متاثیر شوی دی.

دریم Interstate Level of Analysis ، که څه هم چی دغه Level of Analysis د ملالی خور د کیسی سره سم، دومره ربط او اړیکه نلری خو بیا هم تر یو حده نقش لوبولی شی. پدی Level of Analysis کی په افغانستان کی پراته غیر پښتانه قومونه او په پاکستان کی پنجابیان، سندیان او داسی نور راتلای شی. په  Interstate Level of Analysis کی هم ملالی پسی بد رد، ښکنځلی او ناسمی کلیمی استعمالیږی او تر کومه ځایه چی زه پوهیږم لامل یی قومی، ژبنیز او سیمه ایز تعصب او همدارنګه بُخل دی. د دی Level of Analysis  له مخی، د دی قومونو او ټولنو او خلکو ځواب بیا هم د ملالی د قضیی په وړاندی منفی او ناسم او بی ځایه دی.

او په پای کی راځوGlobal Level of Analysis  ته، پدی  Level of Analysisکی یوه پیښه د نړیوالو افکارو، پوهی، نظرونو، پریکړو او منطق له لیاری ارزول کیږی. دلته بیا نړیوال فرهنګ او اندونه د تطیق وړ دي. د دی Level of Analysis له مخی ملاله یوه اتله، مبارزه، او د نجونو د تعلیم فعاله ده.

نو د ملالی خور د قضیی نتیجه د منطق، دلایلو، او د دغی علمی څیړنی په اساس سرچپه ده. لمړی، دوهم اودریم Level of Analysis ناسم، منفی، بی منطقه، بی اساسه…. دی. او څلورم Level of Analysis چی د پوهی، روڼ اندۍ، پراخ نطرۍ، افکارو او منطق ښکارندوی کوی سم، پر ځای، منطقي، او د منلو وړ دی.

زما پیغام: افغانانو، پښتونخوا والو، د افغانستان پښتنو… په ملالی پسی بد مه واییۍ. مه یی ښکنځۍ. خپله لور او خور یی وګڼۍ. ملاتړ یی وکړۍ. هغه که د سوات ده او که د پښتونخواه، خو بیا هم افغانه او پښتنه ده. همدغی ملالی مو نن دنیا ته وښووله چی افغانان او پښتون قوم د قلم او کتاب سره مینه لری. د نړۍ سره مینه لری. خپل فرهنګ، ناموس، غیرت، پښتونولی او اسلام مو نورو ته ناسم مه معرفی کوۍ.

د افغانانو او پښتنو د ویښتابه او د ملالی خورکۍ د بریالیتوب په هیله!!!

طارق جهان

2 thoughts on “په خپل کور کې بې کوره خو په نړۍ کې ایکان/ طارق جهان”
  1. موږ باید د ټولومسلمانانو وضیعت وګور او په خاصه توګه د پښتنو وضیعت په افغانستان او پاکستان چه په څه حال کی دی.
    هرورځ څومره پښتانی خویند او ورونه په شهادت رسیږی او د چا په واسط ؟ نو ملالی ته دنوبل جایزه د هغه لایقت په اساس نه ده
    ورکړشوی او که ورکړشوی هم دهغو پښتنو خویندو او ورونو د مرک سره مقاسه کړی نو د هیڅ سره برابر ده او حتی د خند ا وړ ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *