تاند- د تحریک انصاف په مشرۍ د خیبر پښتونخوا حکومت په دې صوبه کې د افغان کډوالو پرخلاف پراخ او سراسري عملیات پیل کړي دي.
د دغه ایالت د چارواکو له وینا سره سم به ټول هغه افغان کډوال له ایالته ایستل کېږي چې په غیرقانوني ډول هلته اوسي.
پاکستان ټوډې ورځپاڼې د خیبرپښتونخوا د ایالتي چارواکو په قول وویل چې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره د صوبايي کابینې د پرېکړې په رڼا کې ټولو ځواکونو ته ویل شوي چې غیرقانوني افغان مهاجر ونیسي او له پاکستان څخه یې وباسي.
د صوبايي کابینې د دې پرېکړې په اړه د پېښور، چارسېدې، مردان، نوښار او نورو ښارونو پولیسو او نورو امنیتي چارواکو ته خبر ورکړای شوی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې په لومړي پړاو کې ۳۰۰ افغانان نیول شوي او ژر به د تورخم له لارې افغانستان ته واستول شي.
ویل کېږي چې په لکونو افغانان، بې له دې چې په خپل هیواد کې کومه سیاسي یا امنیتي ستونزه ولري، یوازې د عادت له مخې لا هم په پاکستان کې اوسي. د چارو د ډېرو کارپوهانو په نظر تر څو چې افغانان په پاکستان کې د مهاجرو په توګه اوسي تر هغو به په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې لار اواره وي.
د افغانستان د استخباراتي چارواکو په وینا د پاکستان استخباراتي ادارې د افغان کډوالو په کمپونو او مدرسو کې په خورا اسانۍ د خپلو نفوذي کسانو په وسیله د افغانستان پرخلاف جنګیالي او ځانمرګي روزي.
ډیر اعلی